To start downloading books

Please sign in or create an account.

Takbeer 1 year ago 703
ادم، حوا او ارتقا

ادم، حوا او ارتقا

الله تعالی مونږ ته قران کی ښودلي دي چی انسان له دوو شیانو جوړ دی یو د هغه حیواني وجود ده، دغه وجود بلکل داسی ده لکه د نورو ځناورو وجود. دغه وجود ته مونږ په ساده الفاظو کی جسم وایوو او الله تعالی همدغه ژوندۍ هستۍ له همدی ځمکی پیدا کړی ده. قران دا خبره هم واضح کړی ده چی د انسان د پیدایښت ابتدا د سمندر د غاړی له نرمی خټینی(دلدل) برخی څخه کړی ده او بیا له ډیرو مراحلو وروسته هماغه حیواني وجود د تکمیل درجی ته ورسید، لکه قران چی وايي په څو څو مراحلو کی د هغه تصفیه مونږه وکړه، لکه مونږ اوتاسی چی کوم څه جوړوو نو اول کی ډیر ساده جوړښت لري چی وروسته قدم په قدم او مرحله په مرحله بدلون پکی راځي او ښایسته کیږي تر دی چی مطلوب حالت ته ورسیږي، الله تعالی مونږ ته ویلي دي چی ما د انسان حیواني وجود هم همداسی جوړ کړی دی.

کله چی د انسان حیواني وجود تمکیل شو نو سوره سجده کی الله تعالی فرمايلي دي چی له اسمان نه د هغه شخصیت د هغه داخل ته می الهام کړ. نو په دی اساس انسان د جسم له اړخه د ځمکني هستي ده او په هغه ډول جوړ ده لکه څنګه چی نور ځناور جوړ شوي دي.

د ادم او د حوا نه مخکی چی کوم د انسان په شکل حیوانات موجود ول له هغو نه الله تعالی دوه انتخاب کړل او انساني شخصیتونه یی ورکړل او همدغو دوو ته قران د ادم او د حوا خطاب کوي البته د حوا نوم خو قران کی نسته خو د هغی شخصیت قران کی ذکر شوی ده. دا ادم او حوا ول چی الله تعالی انساني شخصیتونه ورکړل. ادم علیه السلام ته نه یوازی انساني شرف حاصل شو بلکه الله تعالی وحی پری نازه او خپل پیغمبر یی وټاکه.

وینه وال: جاوید غامدی
ژباړه: تکبیر

Related Articles

فيډل کاسټرو؛ د کیوبا انقلابي څېره

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې داسې نوميالي اشخاص تېر شوي، چې خپلې ټولنې او ولس ته د بې ساري خدمت له کبله ټولې نړۍ پېژندلي دي. ددې اشخاصو له ډلې یو هم فيډل کاسټرو دی. د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو ددې انقلابي شخصیت د ژوند په بېلابېلو اړخونو پوه شئ.    پېژندنه د کاسټرو بشپړ نوم "فیډِل آلخاندرو کاسټرو روث" دی. نوموړی په "۱۹۲۶...

کرب رولر(Curb)

  کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لري. انجنير عرفان الله حسن

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ "۱۴" نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې پر تاريخچې وغږېږو. البته باید یادونه وکړم، چې د نمانځلو او...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...