په بیت المقدس کې د مسجد قبة الصخره ګنبده د اسلامي معمارۍ په تاریخ کې تر ټولو لرغوني ګنبده ده چې په ۷۲ هجري کال کې جوړه شوي.
یوه یادونه باید وکړم ځیني ملګري ژیړ رنګه ګنبده د مسجد الأقصی په نوم یادوي پداسې حال کې چې اصلاً دغه د قبة الصخرة ګنبدې په نوم یادیږي، له کوم ځایه چې رسول اللهﷺ معراج ته تللی وه، او بله تور رنګه ګنبده ده چې په واقعیت کې همدغه د مسجد الأقصی ګنبدې په نوم یادیږي.
لنډه دا چې د مسجد اقصی او مسجد قبة الصخرة ترمنځ توپیر موجود دی. خو بیا هم دوی یو له بل څخه په نږدې واټن کې کرار لري. او د ژیړ رنګه ګنبدې مشهورول د اقصی پنوم پدې کې هم اسراییل خپلې شومې موخې او پلانونه لري.
فلسطین د مسلمانانو، یهودو او نصاراوو درې واړو مذهبونو لپاره یو سپیڅلی هیواد دی، د مسلمانانو لپاره خو تاسې پوهیږئ چې ولې مقدس ځای دی ځکه چې د مسلمانانو لومړی قبله ده، یهود باور لري چې دغه ځای د دوی عبادت ځای دی نو ځکه یې مقدس ګڼي، او نصارا پدې باور دي چې عیسی "ع" له همدې ځایه راپورته شوی وه. ستاسې د پوهې لپاره انځورونه درسره تعقیب کړئ
مسجدالاقص او ژیړ رنکه ګنبده فرق
523
Faridon Delsoz Niazai
2023-10-10 17:14:03
Faridon Delsoz Niazai
1 year ago