To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

 د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  ددې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

ـ د وینې انتقال

ـ د یوې عضوې پيوند

ـ د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

علایم

ددې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. ددې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

ـ تبه

ـ لړزه

ـ خوله

ـ سر درد

ـ زړه بدوالی 

ـ کانګې 

ـ د وينې کمښت

ـ د عضلو درد

ـ نا آرامي

ـ بې هوښي

ـ د خولې خوند خرابوالی

درملنه

ددې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې "کلوریکین" او په سخت ډول کې یې "مفلوکيين" درکول کېږي.

Related Articles

که د خیټې وازګو ختمول غواړئ دغه پنځه خواړه پریږدئ!

د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته کیږي، پوهان وایي چې د خیټې وازګې د نورو په پرتله ډيرې سختې دي، نو څرنګه ترې ځان وژغورل شي؟ځینې داسې لاملونه شته چې د خیټې لاندینۍ برخه کې د غوړ په زیاتولو کې ځانګړی رول لوبوي، دغه لاملونه په لاندې ډول دي:ناسم خواړه چې په عام ډول د روغتیا لپاره زیانمن ويفشار، چې په ورځني ډول ورسره...

د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي. د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.د لیسانس زده...

Identifying Main Ideas and Details

Main idea is what the story or passage is mostly talking about. Details are facts that support the main idea. Essays are organized based on Introduction, Body and Conclusion. First, the essay has an introduction paragraph that gets the reader’s attention and tells the main idea of the whole essay. Second, the essay has several body paragraphs whi...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...