To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 4,050
د ښځې او خاوند ترمنځ د بدګمانیو علتونه او حل لارې

د ښځې او خاوند ترمنځ د بدګمانیو علتونه او حل لارې

دا موضوع دوه برخې لري، لمړی دا چې 
خاوند په ښځې شک کوي؟
او یا که ښځه په خاوند شک کوي (بد ګمانه) کیږي.
لمړی به دا وڅیړو چې ښځه ولې په خاوند بد ګمانه کیږي؟

علل او عوامل یي په لاندې ډول دي.

۱- بد ګمانې/شک/ او بې اعتمادي

نن ورځ په آکثریت کورنیو کې د اختلافاتو علل او عوامل بې اعتمادي او د ښځې/خاوند ترمنځ بد ګماني فضا رامنځته کیدل دي، هر کله ،هر لوری په مقابل لوري بدګمان شو،نو دلته د اعتماد فضا په بشپړه توګه له منځه ځي، موږ تل دا خبره کوو، چې آعتماد لکه ښيښه ده، که چیرې مات شو، نو؛نه جوړیږي او که جوړ هم شو، نو بیاهم یو درز پکې پاتې کیږي.
تل باید موږ هڅه وکړو ،چې خپل منځي ،د اعتماد فضا رامنځته کړو، او په باور سازي/اعتماد سازي ډیر کار وکړو.
هر کله چې د طرفینو له لورې د نکاح عمل ترسره شو، او طرفین د ښځې خاوند په نوم اعلان شو، نو دوې باید د ښه او خوشحاله ژوند لپاره دوه کلیمې د ځان لپاره سره کرښه وټاکئ او له دې کرښې څخه عبور ونه کړي؛ چې عبارت دی له!
۱- احترام 
۲- اعمتاد
که چیرې پورته دواړه موارد په ښځه او خاوند کې شتون ولري، نو ډاډه یم، چې ددوي ژوند به سعادت مند وي.
د ارواپوهني علم له نظره ښځې د خاوند په نسبت ډیر حسودې/بخیلې وي، چې دا په  ځینو مواردو کې د ښځې او خاوند ترمنځ یو مثبت ټکی دی، چې یوه ښځه نه پریږدي چې خپل خاوند د نورو په جال کې راګیر شي، ښځې تل هڅه کوي ،چې خپل خاوندانو لپاره یو بیله/جدا نړۍ جوړه شي، چې په کې هرڅه موندل کیږي، ترڅو کومې بلې نړۍ ته ضرورت ونلري.
خو کله کله دا حسادت/بخیلي له حد څخه اوړي،او په یو اندکې/ وړه عمل  په خپل خاوند بد ګمانه کیږي، چې ددوې ترمنځ د باور فضا په لمنځه تللو پیل شي.

لکه: هرکله چې خاوند په تلیفون کې زیات غږیږي او یاهم په تلیفون کې ډیر ګوتې وهي، نو د ښځې په زړه کې  شک/بدګمانې پیدا شي، ګواکې ددې خاوند ورسره خیانت کوي، او کومه بله نا مشروع اړیکه لري.

لکه:  هرکله چې کورته خاوند ناوخته راشي نو د ښځې په زړه کې شک/بدګمانې موجونه وهي، چې ګواکې خاوند ددې سره خیانت کوي..

لکه: د خاوند له لورې خپلې ښځې ته توجه نه کول، او د هغې هر ډول غوښتنې نه منل!
 هرکله خاوند خپلې ښځې ته توجــه ونکړي او دهغې غوښتنې پر ځای نکړي، نو دلته هم د بدګمانۍ یو فضا رامنځته کیږي، چې ولي خاوند یي له دې سره په دې ډول چلند کوي؟
دا پوښتنه لسګونه نورې پوښتنې زیږوي.. چې دا نو د ګډ ژوند تریخولو ته لاره جوړوي.

لکه: خاوند خپل ظاهري جوړښت ته پاملرنه زیاته شوې ده. لکه، د ویښتانو سټایل، نوي لباسونه/کالي ګنډل، زیات کور ته نه راتلل، مختلف عطرونو استعمالول، ...
او داسې کارونو کول د ښځې په زړه کې بدګمانۍ لاره جوړوي او د اعتماد فضا له منځه ځي.

له پورته مواردو سربیره نورې لارې چارې هم شته دي، چې د ګډ ژوند ترمنځ بیلتون راولي، او ورځ تر بلې د بې اعتمادۍ/بد ګمانۍ فضا زیاتیږي.

اړینې مشورې
۱-هرکله چې پوئ شوئ چې ستاسو ترمنځ اړیکې ترینګلی کیږي نو په ډاډ سره کینئ، او خپل ګمان/شک له خپل خاوند سره شریک کړئ، او د هغوي ترمنځ د باور فضا جوړ کړئ.
که چیرې ستاسو ښځه په تاسو بدګمانه شوی وي، نو اړین نه دی چې له تشدد/چیغې/پټکې/قهر او غصې څخه کار واخلئ،بلکې دواړه په خپلو منځنو کې کینئ او بل ته ښه په مینه وضاحت ورکړئ، او ووایاست چې دا موضوع داسې نه دی؛بلکې داسې ده!
تاسو غلط پوئ شوي یاست.!
په خپل پریکړه دوباره غور وکړئ.!
زه تاسو ته تر ټولو صادق انسان یم.
 او زما ژوند تا پورې تړل شوی دی.

۲- هیڅکله خپلې ښځې ته مه وایئ،چې دا موضوع تا پورې اړه نلري!
بلکې؛ دا زما خپل شخصيات دي، ته دې کې ګوتې مه وهه!

۳- د مبایل کوډ/رمز خپلې ښځې ته وښایاست، او کله چې تلیفون کې زیات بوخت کیږئ نو د موضوع وضاحت لپاره خپلې میرمنې ته ثبوت کړئ، 
چې
( ته جناب ؛له دې اغلې سره خیانت نه کوې)

۴- هیڅکله په خپل ژوند کې، دریم ګړې کس ته دا اجازه ورنکړئ ،چې ستاسو ترمنځ راشي،او اړیکې مو ترینګلی کړي، نن سبا د کورنیو د اختلافي مسایلو له عواملو څخه یوهم، د دریم ګړي شخص ګوتې وهل د خلکو په شخصي ژوند کې دی. 

۵- د خپل میرمن په مخ کې په تلیفون کې د زیات غږیدو څخه ډډه وکړئ.

نوټ: لیکنه کې مې د مختلفو منابعو څخه استفاده کړی دی.

Related Articles

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی ژوند د اضدادو ټولګه ده. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، ناکامي او یا هم بریا ټول هغه مسایل دي، چې له ژوند سره تړلي دي. که ژور فکر وکړو، نو د دې حالاتو تجربه کول تقریباً د ټولې نړۍ په انسانانو حتمي بللای شو. خو بریالي وګړي هغوی دي، چې له دې حالاتو سره سم ځان چمتو کړي. آیا فکر مو کړی دی، چې د ژوند بدلون یعنې څه؟ له دې خبرې څخه زموږ موخه...

قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!#حضرت #عمر #فاروق رض  د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ. يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ يې کړ, چې په ښي لاس خوراک وکړه!سړي ځواب ورکړ: هغه مصروف دی!عمر دوه ځله خپله غوښتنه تکرار کړه او سړي...

کلینومانیا څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسانانو جسمي، رواني او ذهني روغتيا لپاره منظم او پوره خوب کول خورا مهم ګڼل کېږي؛ مګر د خوب اړوند ځينې مسایل کله ناکله د ناروغيو خبرداری هم وي. له خوب څخه د پاڅېدو پرمهال لټي هم د یوې رواني ناروغۍ په اړه جدي خبر راکوي، چې په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ په اړه پوهېږئ.   کلینومانیا معمولا خلک نه خوښوي، چې سهار وخته ويښ شي/پاڅې...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...