To start downloading books

Please sign in or create an account.

د تولستوی لنډ ژوندليک

د تولستوی لنډ ژوندليک

ليکنه: ریاض مقامزی

د ادبیاتو په نړۍ کې ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې په نړېواله کچه وپېژندل شي. دا ځکه چې د ادب لمن خورا پراخه ده او ګڼ شمېر خلک پکې د خپل قلم زور ازمايي. مګر نړۍ یوازې هغه کسان پېژني چې فکر یې پر یو قوم او محدودې جغرافیې پورې نه وي تړل شوی.

کله چې د یو لیکوال فکر د ټولې نړۍ د خیر ښيګڼې او پرمختګ لپاره نظریې ورکوي، په نړېواله سطحه مطرح کېږي. له دې ډلې یو هم تولستوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ. 

 

پېژندنه

د روسيې ددې ستر مفکر او رومان لیکونکي بشپړ نوم لیف نیکولایویچ تولستوی "Lev Nikolaevich Tolstoy" دی. هغه د "۱۸۲۸" زیږديز کال د سپټمبر په نهمه د مسکو په "تولا" ښارګوټي کې وزېږېد. دی د خپلې کورنۍ څلورم اولاد و. د کورنۍ په اړه یې د یادونې وړ ده، چې د روسیې له نوموتو او بډايو کورنيو څخه وه. 

خو د تولستوی تقدیر له هغه څخه والدین ډېر ژر واخیستل. دی لا دوه کلن و، چې مور یې مړه شوه. همدارنګه په نهه کلنۍ کې د خپل پلار له سیوري محروم شو. د کورنۍ له شرایطو سره سم یې له بهرنيو ښوونکو ته زده کړې وکړې. د هغه وخت بډايه کورنيو خپل ماشومان پر بهرنیو روزل. دا ښوونکي به اکثراً فرانسویان وو. 

تولستوی لوړې زده کړې د کازان پوهنتون د ختيځو ادبیاتو په څانګه کې شروع کړې وې. خو و نه توانېد د تاریخ په مضمون کې د کامیابۍ نمرې ترلاسه کړي. هغه ته د مضمون بیا لوستلو سپارښتنه وشوه؛ مګر تولستوی بېخي خپل مسلک بدل کړ او حقوق یې پیل کړ. خو هلته هم په "تاریخ" کې کامیاب نه شو. هماغه و، چې بوهنتون یې پرېښود. 

له دې پېښې وروسته تولستوی خپلې پلارنۍ ټاټوبي ته مخه کړه او هملته دېره شو. هلته د "ژان ژاک روسو" ګڼ آثار په پوره دقت ولوستل. هماغه و، چې د یو قوي لیکوال په توګه څرګند شو. تر ټولو مشهور آثار یې "سوله او جګړه" او "اناکارنینا" نومېږي. د خوښې ځای دی، چې دا دواړه آثار یې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوي دي.

تولستوی د ژوند په وروستیو کې له شتمنۍ، کور او کلي سره اړیکې پرې کړې. په همدې توګه یوه ورځ بالکل ورک شو. له څه مودې ترې تم کېدو وروسته د "۱۹۱۰ز" کال د نومبر میاشتې پر نهمه نېټه جسد وموندل شو. په دې توګه د یو ستر لیکوال د قلم توري د تل لپاره خاموش شول. 

 

د تولستوی ویناوې

  • تر ټولو بد او خطرناک الفاظ دا دي، چې وايو/فکر کوو "ټول همداسې دي..."
  • که ټولې جګړې د عقیدې لپاره وای، اصلا به جنګ نه کېدای. 
  • وختونه تېرېږي؛ خو ویل شوې خبرې پاتې کېږي.
  • دا ادعا پوچ او ناسم خیال دی، چې حکومت د خلکو استازیتوب کوي.
  • د هېچا زړه مه خفه کوه، ځکه ته هم زړه لرې.
  • خدایه! ما د ډبرې په څېره ویړه کړه او د غنم په څېر مې پاڅوه.
  • که غواړې پر نړۍ حاکم شې، نو عقل دې پر ځان حاکم کړه.
  • ښايست مینه نه زېږوي بلکې مينه ښايست زېږوي. 
  • نېکي ټول شیان په ګونډو کوي، خو پخپله ماته نه خوري.
Related Articles

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟ نذیر احمد سپېڅلی پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه. ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پایلوچان مذهبي، پر وطن مین، د مظلوم ملګري او د ظالم سر سختدښمنان ول. د پایلوچانو د ژوند، خبرو، جنګ ا...

نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

ليکنه - رياض مقامزی د امریکا په ادبیاتو کې او شاعرۍ کې یو روښانه نوم د ایمېلي ډیکنسن "Emily Dickinson" هم دی. معاصر امریکايي ادبپوهان يې د نوي امریکايي شعر مور بولي. دده پۀ اړه عجیبه خبره دا ده، چې نوموړې پۀ خپل ژوند کې هېڅ چا د یوې شاعرې پۀ توګه و نۀ پېژندله. حتی پۀ کورنۍ کې يې هم څوک خبر نۀ و. کله چې ډیکنسن مړه شوه، خور يې دده بکس پرانیست، دا ن...

واکسین څه شی دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د ناروغيو نومونو اخلو ورسره سم مو د واکسین نوم هم ذهن ته راځي. اصلا واکسین د ناروغيو پر وړاندې د مبارزې يوه غوره وقایوي هڅه ده.  په وروستيو څو کلونو کې د اکثرو ناروغيو لپاره واکسینونه جوړ شوي دي او لا هم هڅې روانې دي، چې نور واکسینونه هم برابر شي. تر څو د هغو ناروغيو مخه ونیول شي، چې انساني ژوند ګواښي. تاسو به په دې لیکن...

Recommended Articles

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...