To start downloading books

Please sign in or create an account.

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

لیکوال: د اقتصادي چارو شنونکی استاد لعل ځاځی

پدې لیکنه کې مو د پاکستان په اوسنی اقتصادي ناورین او وضعیت بشپړ بحث کړی او د دې ترڅنګ مو لاملونه هم یاد کړي هیله ده چې ترپایه یې ولولی!

 

د سیمې په کچه که ووایم ترټولو ځپلی اقتصادی هیواد به کوم وي; نو له شک پرته پاکستان به وي. اوس غواړم درته منطقي دلایل وړاندې کړم.

 

د پاکستان هیواد بهرنی پور تر 125 ملیاردو ډالرو رسیدلی او دا چې د پاکستان د مصارفو او عوایدو ترمنځ زیات توپیر شتون لري نو پاکستان اړ دی چې قرضې واخلي او لا زیاتوالی به په قرضونو کې ګڼ شمیر ستونزې پیدا کړي.

. د پورونو ورکړه پاکستان ته زیات شمیر شرایط لري چې یو له هغوی یې د  پاکستاني کلدارو د ارزښت ټیټ ساتل دي د ډالرو په وړاندې کوم چې د قیمتونو د لوړوالي سبب ګرځي او ګرځیدلی دی. د یادو قیمتونو د جګوالی له امله په پاکستان کې د انفلاسیون کچه اوسمهال مخ په لوړیدو ده چې خلک یې له سختو ستونزو او فقر سره مخ کړي دي.

 

د پاکستان او او IMF ترمنځ د رسمي لوظمنامې د نشتوالی له امله  د پاکستان اقتصادي وضعیت له بد حالت سره مخ دي چې له امله یې په پاکستان کې د ونډو بازار خپل ارزښت کم کړی او پاکستانی روپی خپل ارزښت له لاسه ورکړی او دا مهال پاکستان خلک د قیمتونو له لوړوالی سخت په تنګ راغلي دي. یاد هیواد  کې د یادو ستونزو ترڅنګ د سود په شرح کې هم زیاتوالی راغلی دی.

 

د پاکستان د عایداتو لویې ادارې لکه سټیل مل، پی ایي ای، پاکستان ریلوی او واپډ له تاوان سره مخ دي.

 

هغه قرضې چې پاکستان حکومت له نړیوالو ادارو یا چین څخه ترلاسه کړي معلومه نده چې په کومو شرایطو دوی ترلاسه کړي دي ځکه پرته له شرایطو مرسته کول صورت نه نیسي. چې دا شرطي قرضونه به په راتلونکو حکومتونو او تحریک انصاف حکومت ته لوی خنډونه او مشکلات پیدا کړي.

 

پاکستان هیواد د دې توانایی نلري چې د خپل صنعت لپاره د ارزانه او متداومې انرژی وسیلې برابرې کړي چې دا د دې باعث ګرځي چې په هیواد د ننه کې د تولید نرخ لوړ شي او په نړیوال بازار کې به د سیالی له پښو وغورځیږې.

 

پاکستان د دې توانایي نلري چې د همسایه هیوادونو غوندې په لوړ کیفیت او ارزانه نرخ تولیدات بازار ته وړاندې کړي. چې ښه مثالونه یې همسایه هیوادونه چین، هندوستان او بنګله دیش دي.

 

پاکستان کې د سیاسي او امنیتي بې ثباتی له وجې بهرني پانګوال دې ته علاقمندي نه ښایي چې په یاد هیواد کې سرمایه ګذاري وکړي.

 

یاد هیواد ته په ډیره کمه اندازه ډالر راځي او په زیاته اندازه ترې بهر کیږې. یاد هیواد کې د ډالرو د کمبود له او ډالر ته د تقاضا د زیاتوالی له وجې له ستونزو سره مخ دي چې د پاکستانی روپیو ارزښت یې له ګڼ شمیر ننګونو سره مخ کړی دی.

 

پاکستان اوسمهال د بودجې د کسر سره مخ دی معنا دا چې د صاداراتو او وارداتو ترمنځ د لوی توپیر له امله ډیرې ستونزې راپیدا شوي. یاد هیواد اوسمهال د انفلاسیون له لوړیدو شکایت کوي.

 

پاکستان ترډیره بریده پدې وروستیو کې له چین، سعودي، امارت او مالیزیا له هیوادونو د کمک غوښتنه کړې چې تر کومه حده زه پوهیږم پکې پاتي راغلي او کوم چې ورسره شوي دي ټول شرطي مرستې دي.

 

پورونه، په صادراتي سکټور کې د بهرنی سیالی نشتوالی، او یوشمیر بندیزونو له وجې د پاکستان اقتصاد یو بد حالت تجربه کوي. کچیرته یاد هیواد سولییز او پرمختیایي سیاست خپل نکړي او په نظامي او پرمختیایي لګښتونو کې کموالی رانولي، نو له اقتصادي بې ثباتی او نه جبران کیدونکی برخلیک سره به مخ شي.

 

لیکنه: استاد لعل ځاځی

 

لیکنه مو له دوستانو سره شیر کړی.

Related Articles

د اقتصاد له‌منځه تلنه، علتونه او بېلگې

لیکنه ـ عبدالوافي نایبزی   وړاندې له‌دې چې پر دې بحث وکړو، چې د یو هېواد اقتصاد ولې له‌منځه ځي، یا ولې دېوالي کېږي، ښه ده، چې د کورني ناخالصو عوایدو یا Gross Domestic Product-GDP په اصطلاح سره پوه شو، ځکه راتلونکي لنډ بحث کې به له‌دې اصطلاح سره څو ځلې مخ شئ.    کورني ناخالص عواید یا GDP يانې څه؟ په لنډ ډول ویلی شو، چې د یو هېواد دننه په یو کال ک...

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو څخه اساسي موخه دا وي، چې انسانان یادو ډلګيو او پدیدو ته په ارزښت قایل دي. یو له دې ځانګړو ورځو څخه...

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي. ‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي. ۳_ عقل؛ ليونی به نه وي. ۴_ بلوغ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...