To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,469
د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر یا انجینر جوړېږم؛ نو پلار یې په طنزيه او قهرېدلې ژبه ورته وايي، ((مردار خوره، ته دې شکل وګوره، ستا شکل د ډاکتر یا د انجينر دی؟ ته به له پکوړو خرڅولو پرته بل کار نه کوې.... ))


یا کله چې ماشوم ته په کورنۍ کې وویل شول چې (مه کوه، مه غږېږه، کم عقله، لوده، ته نه پوهېږې، په دې خبرو، کارونو کې ستا څه کار؟ او....) بس وګڼی چې له همدې ځایه مو هغوی ووژل، او هغوی به په ټول راتلونکي ژوند کې سرلوړی ژوند ونه کړي.


همدا زموږ د ژوندانه بدبختي ده. 


زموږ ډیری ځوانانو په ماشومتوب په کورنۍ کې مینه نده لیدلې، بدې خبرې ورته شوې، ځورول شوې، نظر او خبرو ته یې اهمیت ندی ورکړل شوی، همدا لامل دی چې په ځوانۍ کې د ډېرو ستونزو او مشکېلاتو سره مخامخ شي، د خپل راتلونکي لپاره فکر نه شي کولای، اروایي ستونزې ورته پیدا شي.....


تاسو لږ فکر وکړئ که چېرې موږ درې ماشومان سالم وروزل، درې کورونه مو ودان کړل. اما برعکس که چېرې مو درې ماشومان سالم ونه روزل نو درې کورونه خو لاڅه کوې چې ټوله ټولنه مو بدبخته کړه.
یو شاعر په دې اړه څومره ښه وایي.


 ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د خــندا او د ژړا انـــداز یـــې یــو دی


ددې پرځای چې باید خپلو بچیانو ته ووایو، چې: ((ګوره بچیه ! مخ دې مینځه ، لمونځ او اودس کوه، کالي دې پاک اغونده او په هر ځای کې خلکو ته سلام اچوه...))


کله چې له ښوونځي یا له بېرون څخه کور ته راستون شو، سلام ونکړو ، ورته ووایاست، چې ګوره بچیه د تا نه بیا سلام هېر شو؟ ګوره.بچیه که ته لمونځ نه کوې، خیرن ګرځې، خلک به وایي چې دا د پلاني زوی دی، څومره بې ادبه او مردار خور دی.


نه دا چې ورته ووایو ((د مردار خور زویه یا خنزیره دا مردار مخ دې ومینځه ستا له لاسه زمونږ پزې پرې شوې))


په داسې حالاتو کې ماشومان په لا شعوري ډول د پلار او مور د کړنو خلاف کار ترسره کوي. داسې ماشومانو ته یو څه کورنی چاپېریال خراب شي، يو څه يې ټولنیز چاپېریال کې اخلاقي فسادونه وي، نو په دې اساس ماشومان بېچاره ګان د خپل روښانه راتلونکي لپاره هیڅ فکر نه شي کولی.


هر ماشوم پخپل ځان کې د زده کړو، د کار کولو او د څه جوړېدنې يو عظیم جوهر او ځواک لري؛ خو که دا ځواک او استعداد يې څوک په کار واچوي، د ماشوم ذهن د ښو او بدو کړنو لپاره اماده وي، دوی له هرې ښې او بدې پېښې ډېر ژر اغېزمن کېږي؛ نو راځئ چې خپلو ماشومانو ته د دوی غوښتنې ورپه ځای کړو، حقونه یې ورکړو، د دوی استعدادونه او ذهني ځواک په کار واچوو ، مثبت او سالم روزونکی فکر وکړو، ترڅو مو هم  په راتلونکي کې اولاد سالم روزل شوی وي، او هم یې ټولنې او هېواد ته ګټه رسېدلې وي.
کله چې ټولنه د اصلاح طرف ته مایله شي نو بیا هر څوک په ارامه فضاء د ژوند کولو څخه برخوداره شي.


کلکم مسؤل راع وکلکم عن راعیته……الحدیث
هغه چې وایي د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده. یعنې کله مو چې ځان او کورنۍ اصلاح کړل نو ټولنه مو اصلاح کړې. او برعکس.


ماخذونه : د ځوان او خوښ اوسېدو هنر، ښځه د ژوند په ډګر کې

Related Articles

کابریکا - څلورمه برخه

د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهاار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:- په دې شپه کې چا پایزیبونه اچولي؟ دروازه خلاصه شوه، په ونه دنګه پیغله ولاړه وه د لاټین سرې رڼا یې په ست...

۲۳۴ کلنه امریکا

۲۳۴ کلنه امریکا  عمران اختر  هر کال د جولای څلورمه د امریکا متحده ایالات د ازادۍ ورځ په مناسبت لمانځل کیږي. د امریکا متحده ایالات، 50 ایالتونه لري او  په امریکا کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه خلک اوسیږي چې دا د نړۍ دریم ډیر نفوس لرونکی هیواد دی. امریکا هم د ټول مساحت له مخې د نړۍ څلورم لوی هیواد دی. دا پراخه هیواد په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی او کلتوري نښې...

ولې ځینې ښځې په کم عمر کې زړې ښکاري؟

لیکنه: شکېبا نادري، ولې ځینې ښځې په کم عمر کې زړې ښکاري؟    هر انسان د وخت په تېرېدو سره زړېږي، د مخ پوستکی یې خرابېږي، ګونځې کوي، وېښتان یې سپینېږي او دېته ورته بدلونونه یې په بدن کې څرګندېږي، خو ځینې ښځې داسې کړنې ترسره کوي، چې هغوی له خپل اصلي عمر څخه زړې ښیي، که هغوی د خپلو یادو کړنو مخنیوی ونه کړي، دا کړنې به د دې لامل شي چې په دېرش کلنې کې...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...