To start downloading books

Please sign in or create an account.

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو په عملي کولو سره یې د ډاډ او امنیت احساس ترلاسه کړئ. دا لارښوونې حتما په پام کې ونيسئ!  

لومړی| پر هر چا باور مه کوئ!

ځينې خلک ډېر خوشباوره وي او ګڼو ملګرو ته د خپل موبايل، فیسبوک او یا نورو ټولنیزو رسنیو د حساب واک ورکوي. پدې توګه ډېر خطر شته، چې ددې ډول خلکو له نېک باور څخه ناوړه استفاده وشي. که تاسو هم دا عادت لرئ، همدا اوس پر دې مسئلې غور وکړئ او خپل دا بد عادت پرېږدئ.  

دویم| د نورو په موبايل کې خپل حسابونه مه خلاصوئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې ځينې خلک  په ډېرې لېوالتیا سره د خپل فیسبوک او یا بل حساب د نورو په موبايل کې خلاصوي. دا کار ډېر نامناسب دی او ډېر خطر شته، چې ستاسو د حساب واک د نورو لاس ته ولوېږي. که ډېره عاجله اړتیا نه لرئ، نو د بل چا په موبايل/کمپيوټر کې خپل حسابونه مه پرانيزئ؛ خو که بیا هم مجبور وئ، د خپل ضرورت تر حل کولو وروسته پر Log out کېدو ځان ډاډه کړئ.  

درېيم| قوي کوډ وکاروئ!

د قوي پټ نوم (Password) درلودل له تاسو سره مرسته کوي، چې ستاسو حسابونه د هکرانو له شر څخه په امان وي. خو پوښتنه دا ده، چې قوي کوډ کوم کوډ ته ویل کېږي؟ پدې برخه کې مهمه ده، چې ستاسو پټ نوم د اعدادو (۱، ۲، ...)، تورو (A, B, C, d...) او سمبولونو (#,@ ...) یوه ټولګه وي.  

څلورم| یو ډول کوډ مه کاروئ!

ځينې خلک په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، انسټاګرام او ...) کې یو ډول کوډ (Passowrd) کاروي. ددې کار پایله خطرناکه ده. مثلا که یو څوک ستاسو د یو حساب پټ نوم ترلاسه کړي؛ نو پدې معنا چې ستاسو ټول حسابونه د نوموړي کس لاس ته ولوېدل. همدارنګه دا هم مه هېروئ!

• د ناپېژاندو او شکمنو کسانو بلنې مه منئ.

• نامطلوب او نامعلوم لينکونه مه خلاصوئ.

• نامعلومو کسانو ته خپل مهم معلومات مه لېږئ.

Related Articles

خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخکې نه شې تللای. حقیقت هم همدا دی. په لنډ ډول به یې ووایو تقریبا هېڅ څه نا ممکن نه دي. که تاسو هم د خ...

ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ وړانګه اکبر ګلوکوما "Glaucoma" د سترګې د هغه ناروغیو له ډلې څخه ده، چې د سترګې د فشار د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په پایله کې د لیدلو د عصب "optic" د زیانمنېدو او ړوندوالي سبب ګرځي؛ یعنې په سترګه کې د فشار لوړوالی په بصري عصب زور راولي او نوموړی عصب زیانمنوي. په ګلوکوما کې "aqueous humor" چې په اصل کې د *trabeculae ـ *په سترګه کې یو ډ...

د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی  کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه ددې سبب شوه، چې روغتیاپالان پرې ژر دقیقې و نه شي کړای، له همدې کبله ګڼ شمېر انسانانو خپل ژوند له لاس...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...