To start downloading books

Please sign in or create an account.

Waheed Zaheer 3 years ago 2,130
څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

 تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟
دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه شان له مور نه نه دې زېږېدلي بلکې په خپل فکر، خپل زیار او خپلو هڅو یې ځانونو دغه ځای ته رسولي. هر انسان په خپل وجود کې وړتیاوې لري چې باید هغه وړتیا وپېژني دهغو وړتیاوو په وسیله موخې وټاکي او دموخو تر لاسه کولو لپاره سخت کار وکړي ځکه بریالي کسان هغوئ دي چې موخې لري او دترلاسه کولو لپاره یې شپه او ورځ زیار باسي. بریا څه شی ده؟
د بریا کلیمه له درېوو پېښو سره تړلې. شتمنې،قدرت او ټولنیز موقف.
بریا لوی واټن ده، نه مقصد مونږ کله هم داسې نشو کولای چې یو ځای ته ورسېږو او ووایو چې کار پای ته ورسېده، بریا دلومړي ګام په اوچتولو پیلیږي، نه دورستي ګام. بریالی کس هغه دی چې لومړی ګام په سمه اوچت کړي بیا دوهم او له زرم ګام وروسته هم موخې ته نه وي رسېدلی، خو بریالی به وي.
هغه کسان چې تل په دې هڅه کې وي څو نورو خلکو او نړۍ ته بدلون ورکړي، ډېری مهال موخې ته نه رسیږي نو بریالی کس هغه دی چې دهرې ورځې په تېرېدو فکر وکړي چې څومره تغیر یې کړی او خپل ټاکل شوي هدف ته څومره نږدې شوی.
که غواړو بریا ته ورسېږو کوم کارونه باید وکړو؟
تر ټولو لومړی په خدای ج توکل، باور او دهغه ارادې او رضا ته تسلیمېدل.
ورپسې پوهه او وړتیا: انسان هغه وخت ځواکمن کېدای شي چې پوهه ولري خو داسې هم نشي کېدای چې پوهه ولرو نو پیاوړي دې هم ؤ.
راځئ دغه نظر چې دکوم کار په اړه نه پوهېږې مه یې ترسره کوه له منځه وېسو ځکه دا دخلکو تر ټولو لویه تېروتنه ده، چې نه پرېږدي مونږ له پوهې څخه د وړتیا پړاو ته ورسېږو. دبریا په لاسته را وړلو کې بله خبره مهارت ده.
مهارت یعنې کارکول، حل کول، پوهه باید په وړتیا بدله شي او وړتیا دتمرین له لارې په مهارت بدلیږي. پوه انسان په ژوند کې فرصت راتلو ته په تمه نه کېني، بلکې هڅه کوي په خپله فرصت رامنځته کړي.“فرانسېس بیکن“
دبریا په تر لاسه کولو کې بله خبر دموخو درلودل دي. که پوه نشو چې چېرته یو، چېرته روان یو او له کومو لارو غواړو ولاړ شو؟ نو بیا هدف معنا نه لري.
هدف تر لاسه کونکی کس باید دخپل هدف لپاره پلان ولري.
دخپل هدف دلاسته راوړلو لپاره دلارو ټاکل، دوخت ټاکل.
لارې باید دوه ډوله وټاکل شي چې یوه یې آسانه او بله یې سخته وي چې دسختو لارو په ټاکلو کې تکلیف ګالل یې هم په نظر کې نیولی وي. کله چې لوی هدف ولرو فکرونه مو کولای شي کلاوې ړنګې کړي، دتخیل او قوت نابغه ګي ویښیږي او مونږ هدف ته نږدې کېږو “پاتا نجایي“
بل اصل چې مونږ بریا ته رسوي هغه دوام ده.
که یو کس یو کار پیل کړي دوام ورنکړي او پای ته یې ونه رسوي هېڅکله نه بریالی کېږي. نا پلئون په خپل کتاب( فکر وکړه او شتمن شه) کې وایي: بریالي کسان تر هغه وړاندې ځي، چې کله یو کار پیل کړي او یو بل له هغه ښه کار ورته پیدا شو نو خپل کار نه پرېږدي ځکه اساسي مسله دوام ده.
او که غواړئ په رښتیا هم بریا ته ورسېږئ او خپلې موخې لاسته راوړئ نو پر ځان باور هم ولرئ. تل هڅه وکړئ په ځان مثبت باور ولرئ! ځکه منفي باور مو دې ته هڅوي چې فکر کوو دا کار نشو کولای نو له داسې باور درلودلو ځان ساتل پکار دي، مثبت باور او په خدای ج توکل مو بریا ته رسوي.
جان سي مکسول ویلي خوبونه مو چېرته نه رسوي تر څو چې خپله لاس په کار نشو.
پای

Related Articles

څنګه کولای شو چې ځان نه د اندروید (موبایل) پروګرام ليکونکی جوړ کړو؟

سلامونه او احترامات ددې سوال ځواب په څو ټکو او کړنلارې سره وړاندې کوم.   مهم ټکي: 1: هیڅوک هم نړۍ ته پروګرام ليکونکی نه دی راغلی حتما به یې کوښښ کړی وي چې دې کامیابۍ ته رسېدلي. 2: هیڅکله هم ځان نورو سره مه پرتله کوئ. ځکه امکان لري چې یوه ورځ تاسو له نوموړي کس څخه ډیر پرمختګ وکړئ.   ځان نه د اندروید (موبایل) پروګرام ليکونکی (Android Developer)...

د تولستوی لنډ ژوندليک

ليکنه: ریاض مقامزی د ادبیاتو په نړۍ کې ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې په نړېواله کچه وپېژندل شي. دا ځکه چې د ادب لمن خورا پراخه ده او ګڼ شمېر خلک پکې د خپل قلم زور ازمايي. مګر نړۍ یوازې هغه کسان پېژني چې فکر یې پر یو قوم او محدودې جغرافیې پورې نه وي تړل شوی. کله چې د یو لیکوال فکر د ټولې نړۍ د خیر ښيګڼې او پرمختګ لپاره نظریې ورکوي، په نړېواله سطحه...

لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

پرون مې په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز درکیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو دا ویاړ هم را څخه هیر غوندي شوی دی. لاندې د لومړني افغان ستورمزلي پیژندنه او د فضایي سفر په اړه لیک...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...