To start downloading books

Please sign in or create an account.

Wiqar Ibrahimi 3 years ago 1,141
نړۍ او ژوند

نړۍ او ژوند

 

لیکنه: وقار ابراهیمي

اوسنۍ نړۍ د انسان لوړتيا او آرامه د بل انسان په ماتیدلو او غورځولو کې نغاړلې ده، چې په دې انسانانو کې ځینې وخت موږ او تاسو هم د نورو د ناوړه او ژوند ځورونکي هدفونو ښکار کېږو؛ یا په ځینې خپله موږ او تاسو د طبیعت بې انصافي له امله اړ کېږو؛ چې د نوروځورولو، کینې، او غچ اخېستلو ته لېواله شو. 

 

د هر انسان هدف برترۍ او په ژوند او طبیعت کې متفاوت اوسېدل دي، هر څوک له خپله لیده په ټولنه

کې لوړتيا په یو ځانګړي مقام او څه کې ویني، خو په یاد ولرئ اوسنۍ نړۍ چې او انسانان پکې د ښو او بدو

په نوم مبارزه کوي، برلاسيتوب په اصل کې اوس بدو نیولي دي، يعني هر کار، هره کړنه د بدو خواته مایله ده، ځينې په هغه ټولنه کې تاسو اوسېږي، د ځینو

کارونو په وړاندې به غلط عکس العمل وویني، یا به 

تاسو د یو چا د کینې او حسد ښکار شي، ستاسو عکس

العمل چې څه وي، هغه به هغه څه وي، چې ستاسو

په ښه والي دلالت وکړي، دا به لازمه نه وي، چې تاسو

هم نورو ته له کینې او نفرت څخه زړونه، او ذهنونه ډک کړي.

بده کړنه، په خلکو او ټولنه کې ظلم او په زور ترلاسه شوی مقام په خپل ځای له ډېرو تاوانونو نیمګړتیاوو سره مل دي، خو عموماً او بده پایله یې د ذهن او وجدان نه آرامتیا ده. 

 

په یاد ولرئ؛ هغه کسانو سره چې ژوند کوي، او څنګ

ملګري مو دي، او ستاسو هر کړنه په وفاداري او ښه

توب ورته راڅرخي، شاید ځینې وخت له هغوې بیا هغسې، کار، عمل او خبره ونه ویني، څنګه چې لازمي دي، او خلاف او برعکس څه به دې تر سترګو شي، خو 

له ځان سره یې ولیکئ، دا وفاداري د هغوې د ژوند د نېکمرغه کولو لپاره ستاسو نور  کارونه به وروستي هلې ځلې او کارونه نه وي، ځکه دا کارونه له هغه چا سره نه ښاېږي، چې غواړي په ټولنه کې په متفاوت او کامیابه ډول ژوند وکړي. 

 

هو؛ نړۍ د لوړتيا معيار د نورو په غورځولو، او ماتیدلو

کې نغښتي دي، خو هغه ستاسو د شخصیت ښکارندونه 

کوئ، چې دا معیار د الله تعالی د رضا او د خپل وجدان

د آرامتیا لپاره په کومه لاره تر لاسه کوي.

 

 

Related Articles

رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه

د رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه. 1. لمړی د ضرورت وړ مقدار روميان د بازار څخه واخلی، د کوچنی فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان. 2. لمړی روميان  بايد په پاکو  اوبو ښه ووينځل شي، او بيا  د منځ څخه دوه نیمه شي. 3. ټول روميان د کوفتی د ماشین څخه وويستل شي. 4. ټول کوفته شوي روميان د په يو غټ دیګ کې واچول شي...

لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ. • هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ! • ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه کوئ. • هره ورځ مطالعه کوئ. د مطالعې په مرسته خپل ذهن فعال او متحرک ساتئ. • په خوراک کې ډېر دقیق او...

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. داسې کړنې ممکن بېخي ډېرې وي، خو دلته یې یوازې پر ځینو ډېرو عامو خبرې شوي دي.   لومړی ـ احترام وايي...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...