اغزي
اغزي ډ انجينر طارق تسل د ګټورو او خوندورو ژباړو ټولګه ده؛ چې ۱۴۴ صفهې لري. په دې کتاب کې د ژوند، ټولنې، شخصيت، پرمختګ، اخلاقو، انسان، نارینه او ښځې، مینې، مذهب او نورو ګټورو مطالبو په اړه مختلف ګټور معلومات او همدارنګه د کتاب په پای کي د څو پوهانو د ژوند په اړه لنډ معلومات او طنزونه ځای پرځای شوي دي، لنډه چې هر څوک پکې د خپلې خوښې اړوند يو څه موندلی شئ او په لوستلو سره به یې هيڅ د ستړیا احساس ونکړئ؛ ریښتیا هم چې ګلان د اغزيو په منځ کې وي.
زما لپاره پکې دا لاندې لينکې په زړه پورې وې چې يوه، يوه به یې له تاسې سره شريکه کړم!!
رئیس او سکرتره.
د يوې مسلې دوه اړخونه.
که غواړې چې سیند ووسې!
د نوکانو رنګ.
مور، مور وي.
هيچا ته په کم نظر مه ګورئ!
ښایستوکی.
ستا کار د انسانانو وژل نه دي!
د انسان کمال په څه کې دی؟
غوږ کې دې پنسل ښکاري.
زموږ نیږدې خلک موږ ته مهم او باارزښته نه ښکاري.
دوېيم واده.
حقوق العباد.
د جاهلانو پر وړاندې غوره ځواب خاموشي ده.
که له مرګ وروسته دا معلومه شي چې الله نشته دی.
د ليوني د یاداښتونو کتابچې څخه.