د «مرګ په څو دی؟» کتاب اړوند زما یو څو لنډې خبرې
«یو غیرمسلکي سندرغاړی باید له تشنابه پرته په بل کوم ځای کې سندرې ونه بولي.»
نه مې په زړه کېږي، چې ما دې کله پر کوم کتاب باندې داسې تېز لیکل کړي وي؛ خو دا یو څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه کتاب ته ډېر زیات تبلیغ وشو؛ نه پوهېږم، شاید زما دا لویه کمزوري وي، چې د یوه لیکوال د زړو لیکنو په اساس د هغه د نويو کتابونو په اړه هم پرېکړه کووم؛ په داسې حال کې، چې نور خلک وايي، دا چاره ښه نهده او د هر کتاب تر لوست وروسته باید یو منصفانه قضاوت وشي او زه هم باید همداسې وکړم.
دا کتاب «مرګ په څو دی؟» نومېږي، څښتن یې هم یو کثیرالتصانیف لیکونکی دی. د ځینو ملګرو په ډول باندې ما هم د هغه د نورو کتابونو په اساس باندې د ده د نوي کتاب «مرګ په څو دی؟» په اړه پرېکړه کړې وه؛ د ساري په توګه ما «بېشرمه(د کیسو ټولګه)» او «لونډ» لوستي وو؛ فکر مې کاوه، چې نوی کتاب به یې له دغو کتابونو څو چنده په زړه پورې، ښه او پر معیار برابر لیکل شوی وي؛ ځکه چې په دغو دوو کتابونو کې داسې څه نه وو، چې په ادب کې باید د مطالعې ځای ورکړل شي، یعنې د ادب او هنریت جوهر یې نهلاره؛ د ساري په توګه په ناول او یا په ټوله کې د کیسهییز ادب تقریباً ټول ژانرونه پېښو ته اړتیا لري، په داسې حال کې، چې په «لونډ» کې مې هېڅ کومه پېښه تر سترګو نهشوه، تر هغه وروسته «بېشرمه» کتاب هم همداسې و؛ ځینو خلکو یې په اړه لیکلي وو، چې له ټولنیزو حقایقو یې پردې پورته کړې دي؛ خو ما وویل، چې «له ټولنیزو حقایقو یې پرتوګ ویستی دی. (په بښنې سره!)»؛ هغه کتاب هم له دې امله نه غندم، چې لوڅې لغړې خبرې وې پهکې، شاید لیکونکي ته به همدا مناسبه ښکارېده؛ خو په کتاب کې د «هنریت» د نهشتون له امله هغه باید وغندل شي؛ موږ چې ادب مطالعه کوو، وایو، چې په هغه کې باید هنریت موجود وي، یعنې د هنریت جوهر دی، چې ادب(هنري نظم او نثر) له عادي خبرو رابېلوي. کومه لنډه کیسه، یا ناول چې هنریت ونه لري، په ادب کې یې ځای نهشته؛ ځکه چې له هغه څخه بیا محض روایت جوړ شي او د محض روایت د وړاندې کولو لهپاره ژورنالېزم لاس په سینه ولاړ دی.
ښه . . . ما نو غوښتل پر دغه کتاب یو څه ولیکم؛ له زړو لیکنو به یې تېر شو؛ خو که لیکونکی بیا هم د خپلو تېرو کتابونو (هغه چې ما لوستي دي.) دفاع کوي؛ څرګندېږي، چې یا خو لوستل نهکوي او یا یې هم اعتماد بر سقف ډېر لوړ دی؛ نعوذبالله منها!
ما کتاب ټول ولوست او دا اوس یوه شېبه وړاندې مې پای ته ورساوه . . .
ما چې کتاب مطالعه کاوه، داسې مې فرض کړه، چې دا د «لونډ» او «بېشرمه» کتابونو لیکونکی نهدی، بل لیکونکی دی.
ومې غوښتل، چې بېپرې او ژوره مطالعه وکړم؛ ځکه چې زه کاکا فرېدرېش نېچه ته ډېر درناوی لرم او هغه په «داسې وویل زرتشت» کې وایي، چې «زما سرسري لوستونکي نه خوښېږي.» زه هم سرسري لوستونکی نه یم او له دې امله مې ځان ډېر خوښ دی.
پر مېز راته د مرحوم صادق هدایت «بوفِ کور» هم پروت دی؛ خو یوه بله ورځ به د هغه په اړه وغږېږو، لومړی به راشو «مرګ په څو دی؟» ته.
د کتاب په اړه له خبرو کولو وړاندې دا وایم، چې زه له هېچا سره څه شـخصي سـتونزه او مشکل نهلرم؛ څه چې مې له استادانو او کتابونو زده کړي دي، د هغوی په اساس باندې خبرې کووم.
د کتاب د تبلیغ په اړه خو به تاسو له ما ډېر ښه پوهېږئ، چې څومره کمپاین ورته وشو او څومره ژر څومره ډېر ټوکونه وپلورل شول، د خپرندوی دې دارو شي؛ خو ما ته چې په دا ډول تبلیغاتي پوسټونو کې څومره پوسټونه مخې ته راغلي دي، ټول یې هغو کسانو کې کړي دي، چې یا یې ادبي پوهه بېخي کمه ده، یا نوي په مطالعه راغلي دي او یا له بل چا څخه آغېزمن شوي دي؛ یا هم داسې کسان دي، چې غوښتل یې پوسټ وکړي، چې خلکو ته څرګنده شي، چې رښتیا هم دی په دې پوهېږي، چې نور خلک تبلیغ ورته کوي، کتاب ښه کتاب دی؛ نو وګړي به هم ووايي، چې ولا دی هم له دې قافلې سره یو ځای شوی دی او کتاب یې ستایلی دی. خدای شاهد دی، چې د کوم علمي او د ډېرې مطالعې څښتن، یا د بلې ژبې د کتابونو د مطالعه کوونکي له واله ما داسې څه ونه لیدل. دا رښتیا وایم.
. . . ځکه چې څوک علمي لید ولري او یا یې په نورو ژبو یو څه فېکشن مطالعه کړي وي، بیا پر دې پوهېږي، چې څه ښه او څه بد دي؟
داسې وخت راغی، چې له لیکونکي نه هم د دغو خلکو په چکچکو کې ځان ورک شو او که به چا وړه نیوکه هم کوله، هغه به ښکانځه؛ دا ډول شیان مې خوښ نهدي، لیکوال باید ډېر سنګین او دروند واوسي.
ما هم سل زړونه سره یو کړي دي او لیکنه مې کړې ده؛ خیر دی زه دې وښکنځل شم؛ خو باید رښتیا ووایم؛ ما هېڅکله د یوه کتاب په اړه داسې لیکنه نهده کړې؛ خو نن یې کووم، د دې لهپاره، چې دا خلک پوه شي؛ څه وخت وړاندې یوه بله داسې ګډه وډه بایوګرافي هم خپره شوې وه، چې چا بېانصافو د ناول نوم ورکړی و او په څو ورځو کې درېیم چاپ ته ولاړه . . . خیر، په خپله موضوع کې به پاتې شو.
دا ناول مې ټول لوستی دی . . .
په پښتو ناولونو کې پولیسي کیسې شته دي، چې یو یې «تور منېجر» ناول دی، ډېر پخوا مې لوستی دی او یو له داسې کتابونو څخه دی، چې تر اوسه ورسره مینه لرم. شاید نور پولیسي – جنايي ناولونه موجود وي؛ خو ما نهدي لوستي.
«مرګ په څو دی؟» کتاب ښېګڼې هم لري؛ خو تر ښېګڼو یې کمزورۍ بېخي ډېرې دي، یعنې که د ادب په تله یې وتلې، تا ته به څرګنده شي، چې په کتاب کې څومره ستونزې موجودې دي؛ ما د کتاب له پیله تر پایه پورې ټولې نیمګړتیاوې او ښېګڼې له ځانه سره نوټ کړې دي؛ کتاب مې دقیق لوستی دی؛ خو ځینې ځایونه مې سرسري لوستي دي؛ ځکه چې نور مهم کارونه هم راته پراته وو، لکه د غاښونو بورسول او چای څښل، یا یوه سندره اورېدل.
د کتاب شروع په ډېره زړه او کلیشهيي بڼه باندې شوې ده، هغه چې د یوه جنايي ناول ځانګړنه نهده او دا ډول یو کتاب له خونده باسي. په جنايي ناولونو کې معمولاً پیل په یوه پېښه کېږي؛ خو دلته پیل په یوه معرفي باندې شوی دی او دا راته له زړو کتابونو نه د الهام په ډول برېښي؛ د زړو پښتو ناولونو پیل به هم همداسې په معرفۍ و، لکه: باران ورېده، د لمدو خاورو بوی پورته کېده . . .
یا: هغه احمد نومېده، زموږ له کلي پورته یې کور و . . .
په غیر پولیسي ناولونو کې دا ډول پیل کومه ستونزه نهلري؛ خو د پولیسي ناول لهپاره دا ډول پیل یو ډول عیب رابرېښي او که لیکونکی بیا هم خپلې هڅې ته دوام ورکول غواړي، بایده ده، چې دغه ټکي ته پام وکړي.
تر دې وروسته ښاغلي لیکونکي ډېر کلیشهيي عبارتونه او جملې استعمال کړې دي، د ساري په توګه «د ژوند په هر امتحان کې ناکام وم!» دا جمله ډېره زړه شوې ده او خوند یې تللی دی.
«ښځه راته وکړي!» دا یوه ډېره عادي او عامیانه اصطلاح ده؛ پورته جمله یوه ادبي کلیشهيي جمله ده؛ خو لاندې بیا ډېره عامیانه او حتیٰ ما ته له سپکاوي ډکه هم برېښي؛ هغه به یې پرېدو؛ خو د لیکونکي د لیکلو د طبیعت وحدت ځپي.
له دا ډول غلطیانو څخه کتاب ډک دی، که زه دلته ټولې ذکر کووم؛ خورا ډېر وخت به ونیسي، لکه یو ځای وايي، چې «په خاموشۍ کې ډوب و.» دا خبره هم نوره کلیشه شوې او ډېره زیاته اورېدل شوې، باید په یوه هنري لیکنه کې یې په نویو الفاظو غور وشي.
په یوه داستاني لیکنه کې تر ټولو مهمه خبره دا وي، چې لیکوال باید د هر کرکټر روان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې باندې پوه وي، چې هغه څه ډول رواني ځانګړنې لري، د نړۍ په اړه یې لید څنګه دی؟ د ژوند په اړه څه وايي، د حساسیتونو پر وړاندې څنګه دی؟ په ټولنه کې یې په رواني لحاظ برخورد څنګه دی؟ . . . متاسفانه! چې ښاغلي لیکونکي دغه ټکي ته هېڅ پاملرنه نهده کړې او تقریباً هر کرکټر یې په رواني مذبذۍ کې ساتلی دی.
بله خبره پهکې دا ده، چې یو څوک کور ته راغلی دی او سګرېټ یې په سګرېټدانۍ کې غورځولی دی؛ که څه هم په پای کې د دې خبرې وضاحت ورکړل شوی دی، چې قاسم د دوی په کور کې دمه کړې ده او سګرېټ یې څکولی دی؛ خو په دا ډول موقعو کې داسې یوه ځای ته د سګرېټ دانۍ راوړل، شاید یو هنرمندانه څه نه وي او زه پوهېږم، چې لیکونکي ځکه سګرېټدانۍ کې د قاسم سګرېټ غورځولی دی، چې موږ ته وښيي، دا سګرېټ د هادي نهدي؛ ده داسې هم کولی شول، چې دا سګرېټ تر کټ یا وورسۍ لاندې وغورځوي او دا پېښه به داسې ډېره طبیعي راغلې وی. بل ځای بیا همدا قاسم، سګرېټ له وورسۍ غورځوي.
اول باید ښاغلي لیکونکي هغه لیک چې له پیسو سره ایښی و، د خپل ورور له لیک سره پرتله کړی وی، چې د هغه د لاس خط څنګه دی او دا لیکل شوی خط څنګه دی؟ دلته ربړه حل کېدله او یا هم ده چې کومه تلوسه اوبدل غوښتل، هغه یې په بل شکل هم راوستلی شوه؛ خو ډېر يې ځان نهدی په تکلیف کړی.
بیا یې باید داسې هم کړي وی، چې د لیک خط او پر نوټ لیکل شوی خط یې سره پرتله کړي وی؛ خو ښاغلی لیکونکی نهدی ورته متوجې شوی؛ په داسې حال کې چې له بکس سره ایښی خط د یوه سړي دی او په بکس کې پر یوه بنډل لیکل شوی یادداښت د بل سړي؛ خامخا به یې په خط کې توپیر و؛ خو ښاغلي لیکونکي کرکټر دې ته نهدی هڅولی، چې دا شیان سره پرتله کړي.
«پوه نهشوم، دا چا او څه شي ته لیکلي دي؟»(له دې جملې د لیکونکي هدف څه دی؟ ده خو په پورته پرګراف کې دا ډاډ بیان کړی دی، چې دا لیک کامران ته خپل ورور لیکلی دی.)
له دې ورتېره بله دا چې د کرکټر د طبیعت وحدت ځپي؛ اصلي کرکټر(چې موږ ته یې لیکونکي په ټول کتاب کې نوم هم نهدی ویلی، یا به ما نه وي لیدلی؛ یواځې یې مستعار نوم شته دی، کامران.) دومره کمزوری دی، چې په دې خبره بېسده کېږي، چې ورور یې یواځې دومره ورته وویل، چې ژوند مې خرڅ کړ، کامران نو بس بېهوښه شو؛ خو هلته یې چې د ده تر مخ ځان والوځاوه، هېڅ آغېز یې هم ورباندې ونهکړ.
بیا کامران دومره بېهوښه شوی و، چې تقریباً دوولس – دیارلس ساعته بېحاله و؛ زه د طب متخصص نه یم؛ خو څنګه به یو غل او د لوی زړه خاوند د دغې خبرې په اورېدلو سره دومره موده له حاله وتلی وي؛ کامران ماخوستن ناوخته کور ته راغی، د ورور لیک یې ولید او بیا چې بېهوښه شو؛ نو لمر کوټې دننه شوی و، چې راپهسد شو، نو د پسرلي د ورځې یوولس بجې وې؛ ځکه چې ښاغلي لیکونکي لیکلي دي، چې څنګه راپورته شوم؛ نو د پیسو بکس ته ولاړم، د یوه بنډل پر لومړي نوټ باندې یې یوه جمله ولوستله، بیا یې چې ساعت ته وکتل، ۱۲ بجو ته یو ساعت پاتې و، یعنې ۱۱ بجې وې.
دا به ومنو، چې کامران ځان داسې ښودلی دی، چې په دې باوري دی، چې لیک او پیسې یې درته ورور رالېږلې دي او د دې لهپاره قومندانۍ ته ورروان دی، چې هغه به وویني، یا لږ تر لږه د هغه په اړه به معلومات ورته پیدا شي؛ خو هلته یو ډېر بد رش جوړ دی او کامران د دې لهپاره، چې د قومندانۍ مخې ته ورسېږي، خلک یوه خوا او بله خوا ټېله کوي، چې لاره ورکړي؛ یوه پوښتنه دلته سړي ته دا راپیدا کېږي، چې دومره خلک د قومندانۍ مخې ته څه کوي، چې داسې رش یې جوړ کړی او هېڅ لاره هم نه پهکې کېږي؟ بله پوښتنه دا، چې کامران پهخپله لاره په ټېلو تمبو باسي، بیا نو څنګه له لرې یو سړی ویني؟ که موږ دا صحنه تصور کړو، ډېره سخته ده، چې دا ډول شی دې حقیقت ولري. دا محض خیال دی او له حقیقته خورا لرې برېښي.
را به شو دې چاودنې ته؛
بیا ښاغلي لیکونکي، چې د کیسې لومړی کرکټر دی، ویلي دي، چې لاس مې ورته جیګ کړ؛ نو راپام یې شو او سمدستي درز شو. دلته به لږ تم شو؛
ګورئ، کامران له ډېرو ټېلو تمبو وروسته ځان د خلکو له منځه هلته وروباسه او د نورو وګړو په پرتله دی هغه(هادي) ته ورنږدې شو او چې درز شو، یواځې په ځمکه وغورځېد، بیا یې په هوښ کېدلو دومره وخت هم ونه نیوه؛ ځکه چې په افغانستان کې به معمولاً له لومړي ځانوژونکي بریده وروسته دوهیمه پېښه په چندان فاصله کې نه تر سره کېدله، یواځې یو څو دقیقې وخت به یې نیوه؛ نو کامران د هغه په یوه ټوټه کاغذ لیک لیدلو دوولس – دیارلس ساعته بېهوښه و او دغې سترې چاودنې بیا یو څو دقیقې بېهوښه کړی و. دلته د ښاغلي لیکونکي د کرکټر جوړونې ستونزه په همدې کې ده؛ لیکونکی داسې یو کرکټر نهشی جوړولی، چې د کیسې له پیله تر پایه پورې ورته طبیعت ولري او دا یو ډول کمزوري ده، چې د حافظې له بېوسۍ راپیدا کېږي او سرسري لیکوالان دا کار کوي.
بله خبره دا، چې له نورو وګړو ډېر کامران خپل ورور ته ورنږدې و؛ خو حیرانوونکې دا وه، چې هېڅ زیان ورونه رسېد؛ زه یې که ډېره هم پټه کړم، وبه وایم، چې ما ته د پېښوریو فیلمونو ځینې صحنې رایادوي، چې اتل زر ډزه ولګېږي؛ خو مري نه.
ما له متخصصینو اورېدلي دي، چې په دومره نږدې ځای کې له چاودنې وروسته هغه څوک تر ډېره وخته ګنګس او له حاله وتلی وي، چې همدلته نږدې یې صدمه لیدلې وي، مهمه نهده، چې په بارودو او چرو دې خوږ شوی وي؛ خو د «مرګ په څو دی؟» کرکټر د جهانګیر خان غوندې سم له واره راپورته کېږي او روانېږي؛ رښتیا دلته له روانېدلو څخه هدف څه دی؟ په داسې حال کې نو منطق کله دا مني، چې یوه لوري ته دې وینې، غوښې، د صدمه لیدلو شیانو ماتې ټوټې پرتې وي، د زخمیانو او اېمبولانسونو چغې خېږي او بلې خوا ته دې دی روان وي.
باید ښاغلي لیکونکي ویلي وی، چې د لېوني په ډول مې ځغستل.
بیا یې لیکلي دي، چې داسې حالت کې وم، چې لیکل یې سخت دي؛ دا یوه ډېره ډېره او ډېره کمزورې خبره ده؛ د یوه کمزوري لیکوال ځانګړنه دا ده، چې پېچلي احساسات نهشي بیانولی؛ تشه کیسه، یا تش روایت هر څوک لیکلی شي؛ د بيبيسي او سياېناېن پر پاڼو د ورځې لس او شل همداسې کیسې خپرېږي؛ خو یواځې د لیکوالانو لهپاره د خامو موادو او لیدونکو ته د معلوماتو د زیاتولو کار کوي او هنر دا شی نه غواړي، هنر یواځې روایت نهدی، هغه له دې پورته یو بل شی دی او زه ډاډه یم، چې کمزورو لیکونکو دا شی نهدی درک کړی.
تر دې وروسته . . .
کله چې بیا د تور فوررنر لرونکي کور ته وراوړي، هلته د خپلو دوښمنانو پښې او لاسونه ورتړي؛ که تاسو دا شېبه لولئ، په عین حال کې یې تصوروئ هم، نو درته معلومېږي به، چې دا خبره څنګه اوس راجوړه کړم، چې دا ډول کار دې شونی وي؛ اول خو دا چې په دغه کتاب کې جزیاتو ته هېڅ ډول پاملرنه نهده شوې؛ لکه په همدغه شېبه کې. کامران راځي او خلک تړي؛ خو معلومه نهده، چې په څه شي یې تړي؟ آیا پړي همدلته موجود وو او که له ځانه سره یې له کوره راوړي وو؟
بل یې د تورې خولۍ لرونکې کورتۍ سړی معرفي کړی دی؛ د افغانستان او پاکستان په پښتو فیلمونو کې دا شیپ مافیاوي لوبغاړي ډېر وي؛ خیر له هغه به تېر شو.
په کتاب بېخي ډېر داسې څه شته، چې خبرې پرې کېدی شي او ما له ځان سره یادداښت کړي دي؛ دلته یې په لنډ ډول بیانوم او د اړتیا په آندازه وضاحت ورکووم؛
د قاسم ځانګړنې یې کیسې ته د هغه له راګډېدو ډېرې وروسته ښودلې دي؛ په داسې حال کې چې کامران، قاسم ته خپل نوم نهدی ښودلی؛ خو کله چې قاسم په هوټل کې ګارسون ته هغه د کامران په نامه ورښايي؛ دی ورته وايي، چې ولې دې زما نوم خپل نوم نه ورښوده؛ نو تا چې هغه ته خپل نوم نهدی ورښودلی، خاورې به ستا نوم وروښيي؟
جاسوسي او پټ رمزونه یې ډېر خندوونکي دي؛ خو دا هم کوم ایراد نهلري.
کامران نوم یې(چې د کرکټر مستعار نوم دی.) د توقیف په دوسیه کې هم ورکړی، په داسې حال کې چې فکر کووم، دا شیان به د تذکرې له مخې رسېږي.
په کتاب کې د تور رېنګ کیسه شوې ده؛ خو ما یې په اړه څه ونه موندل، چې دا به څه هدف لري؟
تور کاروباریان محبس ته ښځې راولي، دا خبره پهکې نوې وه، ما چېرته نه وو لیدلي او نه هم اورېدلي، چې په افغانستان کې دې داسې هم شونې وي.
اصلي کرکټر، کامران په سیګرټو روږدی دی؛ خو په زندان کې بیا د سګرېټ په اړه تر ډېره پورې بېتفاوته دی.
کله چې کامران له قاسم سره خبرې کوي؛ نو له دوی څخه یې یو وايي، چې «د محبس پر دېوال د کارغانو سیل کوونکی» دلته محبس په کنایي ډول باندې نهدی راغلی، په داسې حال کې، چې نورې خبرې یې رمزي بڼه لري او دا د لیکونکي کمزوري ده.
په بشپړ ډاډ کې هم کنایې او رمزونه کاروي، په داسې حال کې چې نورې ټولې سختې خبرې یې له رمزه خالي دي او صریحې دي.
سرتاج ډېر زر د سردار او تیمور مرګ ته راضي کېږي.
ښه که سرتاج، سردار او تیمور ونه وژني، بیا؟ دلته یو څه تلوسه شته او دا ډېره په زړه پورې ده!
«یوناني دوايي طبابت دواخانې ته ننوتلو سره خوږ بوی په سپږمو ورننوت؟!» زه خو چې کله هم یوناني دواخانې ته ننوتلی یم، خوږ نه، بلکې تریخ او تروش بوی مې په سپږمو راننوتلی دی.
بل ځای کرکټر وايي، چې «اوسپني تخته یې جګه کړه.»، په داسې حال کې چې سترګې یې تړل شوې وې؛ نو بیا یې څنګه ولیدل، چې دا اوسپني تخته ده؟
کامران د ځمکتلې د وره د خلاصولو لهپاره له دېواله څخه مېخ راباسي، د دروازې په کولپ کې یې تاووي او د باندې راوځي، څه حیرانوونکې!!!
که مېخ پولادي نه وي، په تیږه نه ننوځي؛ چې پولادي وي، په تیږه ننوځي؛ نو بیا یې چې په تیږه سولوې او نری کوې یې، کال درباندې تېرېږي.
خو کامران خان لکه د پېښوري فیلمونو اتل شاهد خان، له تیږو نه پولادي مېخ راباسي، بیا یې بېرته په ځمکتله کې په تیږو سولوي، تر دې پورې یې نری کوي، چې په کولپ ننوځي او دروازه پرې خلاصه کړي.
دا ښه څه نهدي!
تصادفونه پهکې ډېر دي، د سردار او تیمور د وژنې خبر هلته ده ته رسېږي، چې دی هلته ورورسېږي.
زما په فکر هغه ستنې چې د بېړنۍ وېرې د ختمولو لهپاره تزریق کېږي، معمولاً په رګ کې کېږي، نه په غوښه کې او کامران ته یې په غوښه کې وهلې ده.
باري(هماغه قاسم) که غوښتل کامران وژغوري، باید هغه پلان جوړ کړی وی، چې ځان ووژني او دی وژغوري؛ نه هغه چا چې کامران یې موټر کې ووړ؛ دا خو د موټر واله موقع ورکړه، چې هغه موټر ته راوخېږي، که داسې نه وی شوي، باري خو ناکام و؛ آفرین دې وي، د فوررنر واله باندې!
ـــــــــــــــــــ
پر دغه کتاب خبرې بېخي ډېرې زیاتې کېدی شي، یعنې کمزورۍ یې ډېرې زیاتې دي؛ خو د وخت د نهشتون او د کار د لږ ارزښت له امله به ترې تېر شو، کومې ښې نکتې چې ما ته پهکې ښکارې شوې وې، ومې لیکلې او نورې خو نورو خلکو لیکلې وې، چا شهکار بللی و، چا یو نادر آثر بللی و، چا له سینوهه وروسته دوهیم کتاب بللی و، چا څه او چا څه . . .
. . . خو ما یې یو څه خامۍ راواخیستلې؛ له لیکونکي یې هم هیله کووم، چې په پراخه سینه یې وزغمي او په راتلونکو لیکنو کې دا غلطۍ تکرار نهکړي او که بیا هم سپکاوی راته کوي(لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.)؛ نو بیا غوره دا ده، چې له لیکلو لاس واخلي؛ خو که چېرته له هنر سره مینه لري؛ نو د هنر په زمینه کې نور کارونه هم شته، لکه موسیقي، د ډول غږول او داسې نور . . .
د منصفانه برخورد په هیله!
۰۷:۴۱ ماخوستن
محمد احسان الي