له کرکې، کرکه
د کتاب لیکوال: ولي الله ملکزي
لیکنه؛ عبدالباري جهاني
د پورتني عنوان لاندې کتاب له لیکوال، ولي الله ملکزي له قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندي یوه کال راهیسي پیژنم. ښاغلی ملکزی زیاتره پر مذهبي مسایلو باندې روښانوونکې لیکنې کوي او په دې برخه کې یې زیار نه دی سپمولی او زه یې لږ ترلږه دوه نور چاپ سوي کتابونه راسره لرم. له کرکې کرکه، چې ډېر ښه نوم یې ورته انتخاب کړی دی او سړی له ورایه پوهیږي چي ښاغلی ملکزی هم د نورو منورو او دردېدلو افغانانو په څېر کرکې او نفرت دردولی دی اوځکه یې نو د خپل کتاب لپاره دا عنوان انتخاب کړی دی.
له کرکې کرکه کتاب مې، چي ما ته یې د مقدمې د لیکلو لپاره رالېږلی دی، ولوست. کتاب هم په لیکل کېدلو ارزېدی او هم د لوستلو ارزښت لري. په دې کتاب کې د لیکوال د سترګو لیدلي حالات، د لیکوال مرکې او تاریخي مضامین راغلي دي، چې یوه ښه رنګینه مجموعه یې ورڅخه جوړه کړې ده. په « زمزم کې متیازي» یو ډول عجیب غوندې عنوان ښکاري او سړی نه پوهیږي چي خدا زده لیکوال به تر دې عنوان لاندې څه لیکلي وي. مضمون په یوه لنډه مقدمه پیل کیږي. د شیعه توندروانو له خوا په مکه معظمه کې د جنګ د پیل کولو او په زرهاوو بیګناه کسانو د قتل کېدلو خبره راځي. دا خبرې ځکه مهمې دي چې په کعبه شریفه کې حتی د مکې معظمې په ښار کې جنګ او عداوت کول د قرآن شریف په حکم منع او ناروا دی. خو موږ ګورو چي توندروان او مقابل لوری دواړه مسلمانان دي یا لږ ترلږه ځانونه مسلمانان بولي خو د کعبې شریفی په حریم کي دننه خپلې او د نورو بیګناه انسانانو وینې تویوي. له دې مقدمې څخه وروسته، لیکوال د دغه راز ناوړه او بدمرغه پیښو تاریخي سابقې ته ځي او ښيي چې، څه باندې زر کلونه مخکې، د قرمطي شیعه ګانو په نوم یوې ډلې څرنګه پر کعبه باندې حمله وکړه او څرنګه یې د کعبې له دېوال څخه د حجر اسود مقدسه ډبره وتښتوله او تقریباً دوه لسیزې یې ورسره وساتله. د زمزم په مقدس څاه کې یې متیازې وکړې او مړي او هرڅه مرداري چي یې په وس کې وه په هغه مقدس څاه کې یې واچوله. د دې ناوړه اعمالو او مسلمان وژني اساسي علت کرکه ده. هغه کرکه چي په دغو پیښو کې یې منطقي اساس هم نه درلود. ځکه چي دواړه لوریو قرآن شریف ته عقیده درلوده. دواړه لوریو خدای یو او لاشریک باله او دواړه لوریو حضرت رسول اکرم ص د پیغمبر په حیث پیژندی. ګواکې دواړو لوریو ځانونه مسلمانان بلل او په دونه بېرحمي یې سره ووژل. همدغه کرکه ده چي په عام صورت د اسلام د کمزوری او په خاص ډول د هر ملت، په تېره افغانستان، د کمزوری او حتی تباه کېدلو اساسي علت دی. په کتاب کې داسې مضامین او مرکې راغلې دي چي هغه ښايي له کرکې سره مستقیمه اړه ونه لري خو هره لیکنه چي ولوستل سي نو سړي ته، په یوه نه یوه ډول، د لیکوال دا فکر رسوي چي هغه د یوه سوله غوښتونکي سپېڅلي انسان په حیث له کرکې څخه کرکه لري. ښاغلی ملکزی، د همدغې کرکې په ارتباط، له خپلو لوستونکو سره خپله شخصي تجربه شریکوي او پر افغانستان باندې د ثور د ماتم او بلا له نازلېدلو سره، د نورو میلیونونو افغانانو په څېر، له هیواده مهاجر کیږي او هلته ګوري چي افغانان، په داسي حال کې چي ټول له روسي یرغلګرو او کمونیسټي حکومت سره د جهاد کولو شعارونه ورکوي، پر لس هاوو ډلو وېشل سوي دي. نه یوازي پر لس هاوو ډلو وېشل سوي دي بلکه د هیواد پالني مفکوره کفر بولي؛ ګویا وطن پالنه د اسلام له سپېڅلي دین سره مغایرت لري. بیا هم د همدغي کرکي موجودیت دی چي لومړی، د ده په څېر پاک او سپېڅلي افغانان د خپل وطن پرېښودلو ته مجبوروي او وروسته ګوري چي همدغي کرکې، چي د ځینو اساس ایدیالوژیکي اختلاف او په ځینو مواردو کي مذهبي اختلاف او په ځینو مواردو کې څرګنده خودخواهي او شخصي ګټې دي، افغانان سره وېشلي او حتی د خپلو هغو منورینو په وینو یې لاسونه سره کړي دي چي تر بل هر چا پر وطن باندې مین او خاص د جهاد او ظالم سره د جنګېدلو په غرض یې خپل خوږ هیواد پرې ایښي وو.
زه لیکوال ولي الله ملکزي ته د دې ګټور اثر د لیکلو مبارکي وایم او لوستونکي یې لوستلو ته رابولم. د ښاغلي ملکزي د لا نورو بریاوو او فرهنګي هڅو په هیله.