To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 1 week ago 97
د عراقي سپي خاطرې

د عراقي سپي خاطرې

"د عراقي سپي خاطرې" د عرب لیکوال "عبدالهادي سعدون" مشهور ناول دی چې پښتو ژبې ته "عزت الله شینواري" راژباړلی دی. څرنګه چې له نوم نه ښکاري، د یاد ناول مرکزي کرکټر یو سپی دی چې خاوند یې د "لېډر" نوم پرې اېښی دی.

لېډر په بغداد کې د یو مشهور او شتمن سړي په کور کې زېږي. دا سړی د لېډر خورا ښه پالنه کوي، ښکار ته یې بیایي، مناسب خواړه او ځای ورته برابروي، همدارنکه د تفریح لپاره یې په مختلفو سیمو ګرځوي...موده وروسته د لېډر بادار چې هلته د حاکم نظام سیاسي مخالف وي، په بېلابېلو ستونزو کې ایسارېږي. لېډر هم ډېرې ناخوالې ویني، د زندان سختۍ ګالي، لوږې، تندې تېروي او په پای کې خپل ټول نږدې کسان له لاسه ورکوي او له خپل ټاټوبي مهاجرت ته اړ کېږي.لیکوال په دې ناول کې د یوه "سپي" ژوند ډېر جالب بیان کړی دی، د ناول راوي اول ګړی دی، یعنې دا سپی(لیډر) پخپله د خپل ژوند کیسه راته کوي. د دغې کیسې په بیان کې لیکوال دومره بریالی دی، چې ته به وایې په رښتیا هم د ناول مرکزي کرکټر(لېډر) راته غږېږي او د خپل ژوند له لوړو او ژورو مو خبروي.ځینې کسان فکر کوي چې د داستان مرکزي کرکټر باید یوازې انسان وي، خو په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف، هغه خلق شوی انسان، حیوان یا بل کوم څيز دی، چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه څيز په شان له ځانګړنو څخه برخمن وي او له همدې ځانګړنو سره په داستاني ژانر کې راڅرګندېږي.لنډه دا چې داستان ته هر ډول کرکټر ټاکل کېدای شي، انسان، حیوان او یا هم نور ژوندي موجودات! خو دا بیا د لیکوال په مهارت او ځیرکي پورې اړه لري چې څنګه د یو بل موجود له سترګو ژوند، پېښو او حالاتو ته ګوري.ایراني لیکوال صادق هدایت په "کوڅه ډب سپي" کیسه کې د یو سپي حالت او ژوند دومره جالب انځور کړی دی چې د هر لوستونکي له دغه غیر انساني کرکټر سره خواخوږي پیدا کېږي او ژوند یې ورته ارزښت پیدا کوي.پرته له شکه د ځمکې پر مخ هر موجود د یوه هدف لپاره پیدا شوی او هره ډله یې د ژوند د دوام لپاره ځانګړي اصول او لارې لري. موږ چې په حقیقت کې د دوی له ژوند و ژواکه چندان خبر نه یو، نو خيال ته پناه وړو او هڅه کوو چې د خیال پر مټ د دوی د ژوند رازونه راوسپړو.

شاعران ـ لیکوالان او په ټوله کې ادیبان چې خورا حساس او عاطفي خلک دي، د دغو غیر انساني موجوداتو ژوند داسې انځوروي او تعبیروي چې د نورو کسانو خواخوږي ورسره پیدا کړي، په درنه سترګه ورته وګوري او د یو بېل موجود په صفت هغوی ته په ارزښت قایل شي.ښاغلی عبدالهادي سعدون مو هم په دې ناول کې په دې پوهوي چې "سپیان" هم د نورو ژوندي موجوداتو په څېر ژوند لري، کورنۍ لري، خوراک، څښاک ته اړتیا لري، درد لري، ځورېږي او د ژوند د دوام لپاره زموږ مرستې ته اړ دي.عبدالهادي سعدون دا راته وایي چې جنګ و جګړه نه یوازې انسانان تباه کوي او په ژوند یې منفي اغېز لري، بلکې د نورو موجوداتو په ژوند هم ژور اغېز کوي.کله چې په بغداد کې جګړه پيلېږي، نو د انسانانو په څېر لېډر او نور سپیان هم له لوږې، بیوزلۍ او ستونزو سرهلاس و ګرېوان کېږي.لېډر یو هوښیار او تعلیم یافته سپی وي، خو پای یې لوږه په یوه وحشي او کوڅه ډب سپي بدل کړي.دی په لومړیو کې د یوې هوسۍ د ژغورلو لپاره له نورو سپیانو سره جګړه کوي، خو د هغې په ژغورلو و نه توانېږي، دا پېښه لېډر دومره خواشینی کړي چې د هر ډول غوښې له خوړلو ډډه وکړي، خو کله چې بیا جګړه پیل شي، لوږه، فقر، بد امني راشي، نو دغه تعلیم یافته سپی د یوه هډوکي لپاره د یوه ماشوم په داړلو هم صرفه نه کوي.د دغه ناول لوست ممکن زموږ ځوانو داستان لیکوالو ته الهام ورکړي، تر څو د غیر انساني موجوداتو له لیده ژوند او پدیدو ته وګوري او د غیر انساني کرکټرونو په مرسته هغه خبرې وکړي چې په عادي حالت او مستقیم ډول یې نه شي کولای.ادبیات ژبنی هنر دی، په ټوله کې خو د دغه هنر یوه ګټه داده چې په مرسته یې هغه خبرې کولای شو، چې په عادي حالت او مستقیم ډول یې د کولو توان نه لرو؛ خو د داسې خبرو کول د غیر انساني موجود په ژبه لا اسانه شي.دا خبرې که څه هم د لیکوال خپلې وي، خو چې د بل کرکټر په واسطه یې کوي، نو په چا بدې نه لګېږي او په سړه سینه یې اوري.

نصیر احمد احمدي په "اخ وطنه" ناول کې د غیر انساني کرکټرونو په مرسته زموږ د ټولنې په ځینو وګړو، دودونو او د ژوند په طریقو سختې نیوکې کوي، خو دا چې بیان یې په غیر مستقیمه ژبه دی، نو هېڅوک یې په وړاندې غبرګون نه ښيي.عبدالهادي سعدون هم په دغه ناول کې ځای ځای په غیر مستقیم ډول په انسانانو ډېرې عمیقې نیوکې کوي.کله چې لېډر له نورو سپیانو سره زندان کې وي، دوی ته خواړه نه ورکول کېږي، د لوږې له امله دغه سپیان اړ شي چې په خپلو کې جنګ وکړي او زورور د کمزورو غوښې وخوري، لېډر په ډېره خواشینۍ سره وایي: "کاشکې له دې ځایه وتلي وای، دلته خو موږ هم هغو حیوانانو ته ورته شوو چې د خپلو ګټور لپاره د نورو په سر او مال صرفه نه کوي.""د عراقي سپي خاطرې" ناول ډېر عالي او جالب لیکل شوی دی او ژباړه یې هم خوندوره ده. د دغه ناول لوست مو د یو غیر انساني موجود په ژوند کې شریکوي او د هغه له سترګو د ژوند او پېښو د لیدلو ـ کتلو فرصت راکوي.

لیکنه:‌منصور لیوال

Related Book Summaries

د «مرګ په څو دی؟» کتاب اړوند زما یو څو لنډې خبرې

«یو غیرمسلکي سندرغاړی باید له تشنابه پرته په بل کوم ځای کې سندرې ونه بولي.»نه مې په زړه کېږي، چې ما دې کله پر کوم کتاب باندې داسې تېز لیکل کړي وي؛ خو دا یو څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه کتاب ته...

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په نړۍ کې هر انسان ځانګړی دی، حتمن څۀ نا څۀ منفرد لري؛ نو ځینې ورته متوجه شي او...

له کرکې، کرکه

د کتاب لیکوال: ولي الله ملکزي  لیکنه؛ عبدالباري جهاني   د پورتني عنوان لاندې کتاب له لیکوال، ولي الله ملکزي له قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندي یوه کال راهیسي...

شين ټاغی

شين ټاغی ناول د تکړه داستان ليکونکي سعد الدين شپون يو له بهترينو ناولونو څخه ده. دغه ناول په ۱۳۷۷ش /۱۹۹۸م کال چاپ شوی، په لنډ ډول غواړم، د ناول په کېسه، پلاټ او منظرکشي باندي رڼا واچوم. د ناول...

هېڅکله مه تسلیمېږه

*"هېڅکله مه تسلیمېږه"* د انګلیسی کتاب "Never Give up" څخه ژباړل شوی چی له سوک لي او باب سانګ لخوا لیکل شوی دی. د دغه کتاب موخه دا ده تر څو له خبرونو، لیکنو، عامو نظرونو، ټلویزیوني مرکو او داسې نورو س...