ژباړه ـ ریاض مقامزی
وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟
هغې پرښتې ته مخ کړ؛ ویې ویل: له خدایه غواړم چې زوی مې روغ شي.
ـ پښېمانېږې خو به نه؟
ـ نه!
ـ سمه ده. زوی دې روغ شو؛ مګر تا کولای شول د خپلو سترګو رغېدل غوښتي وای!
ښځه مسکۍ شو او ویې ویل چې ته یې نه شې درک کولای.
کلونه تېر شول. زوی یې غټ شو، ډېر لوی سړی شو او مور به یې د زوی کامیابۍ په خوښۍ سره نمانځلې. ځوان واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره یې ډېره مینه درلوده. یوه ورځ یې خپلې مور ته وویل: نه پوهېږم څرنګه یې درته ووایم؛ خو ... خبره دا ده چې ښځه مې نه شي کولای نور له تا سره یو ځای ژوند وکړي. زه غواړم تاته بېل کور ونیسم او هلته ژوند وکړې.
مور یې وویل: نه زویه! زه ځم او د زړو خلکو د اوسېدو په ځای کې له خپل هم عمره خلکو سره به ژوند وکړم. هلته به راحته یم.
له کوره ووته. په يوه څنډه کې کښېناسته او ژړا یې پیل کړه. بیا هماغه پرښته راغله او ویې ویل: ودې لیدل چې زوی دې څه وکړل؟ پښېمانه خو به یې. غواړې ښېرا وکړې؟
ځواب یې ورکړ: نه پښېمانه یم او نه هم ښېرا کوم. ته په څه خبر یې!
پرښتې وویل: ښه خبر دا دی، چې بیا هم د خدای رحم دی. کولای شې یوه دعا وکړې او رب به یې حتمي قبلوي. پوهېږم چې دا ځل به روغې سترګې غواړې. کنه!؟
ښځې په ډېر ډاډه زړه وویل نه.
پرښته حیرانه شوه. ویې ویل: نو څه غواړې!؟
ځواب یې ورکړ: غواړم چې اینګور مې یوه ښه ښځه او مهربانه مور اوسي، تر څو زما زوی سم وپالي. ځکه چې زه ورسره نوره نه یم، چې پام پرې وکړم.
د پرښتې له سترګو اوښکې وبهېدې. د خپلو اوښکو دوه څاڅکي یې د ښځې په سترګو کې واچولې او هغه بينا شوه. کله چې یې د پرښتې په سترګو کې اوښکې ولیدلې ویې ویل؛ آیا پرښتې هم ژاړي!؟
ویې ویل؛
ـ هو، هو!