صوفي او بیزو
896
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-27 04:05:10
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.
درسونه
- په نړۍ کې دوه ډوله انسانان ژوند کوي؛ عادي او عالي. کله چې له عادي انسانانو سره بد وشي، احساساتي کېږي او د ژر تر ژره غچ/بدل اخیستلو په فکر کې شي؛ خو عالي انسانان بیا د غچ اخیستلو پر ځای په آرام ذهن فیصله کوي او سنجیده ګام اخلي. اوس انتخاب ستاسو په لاس کې دی غواړئ عادي انسان شئ یا عالي!؟
- کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږئ ژر او احسایاتي پرېکړه مکوئ. خپل ځان ته لږ وخت ورکړئ او د مسئلې په اړه فکر وکړئ. په اکثرو ستونزو او ننګونو کې د زده کړې او پرمختګ یو ډول درس/فرصت موجود وي.
- کله چې بل څوک له تاسو سره بد کوي. د بدل پر ځای هغوی درک کړئ او پر وړاندې یې غبرګون مه ښيئ. پدې کار سره مقابل لوری پخپله په کړي کار پښېمانه کېږي او شاید ستاسو دا ځانګړنه یې خوښه شي او نور له دې بد عمل څخه لاس واخلي.
- په هر ډول حالاتو کې ذهني آرامي وساتئ. دا کار ستاسو په پرېکړو ډېر مثبت تاثیر کوي.
- که په هر ډول مشکلاتو کې خپل فکر آرام وساتئ، شاید ډېرې ښې پایلې ترلاسه کړئ.
- ستونزې، ننګونې او بدې کړنې حتما له ځان سره د زدکړې لپاره یو څه لري. نو په داسې حالاتو ژور فکر کوئ ترڅو له ژونده یو څه زده کړئ.
آیا له دې لیکنې مو کوم څه زده کړل!؟ خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ!
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2 years ago