خوښی د غم په تیږه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
2,026
خوښی د غم په تیږه

#خوښي_د_غم_په_تيږه ښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!! د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin) په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د سیروټونین اندازه زیاته شي. د انسان بدن داسې جوړ شوی چې هر څه پکې په خپله اندازه او حساب دي.

مثلاً که سیروټونین کم شي انسان ته ډیپریشن پیدا کېږي خو که له حده زیات شي نو مانیا یا زیاته کاذبه خوشحالي او دروغجن ویاړ ته لاره جوړېږي. د انسان د بدن بل قانون دا دی چې که په بدن کې جوړېدونکې ماده له بېرونه واخلي او یا یې هم تولید له بېرون څخه په مصنوعي ډول تحریک شي، نو داخلي تولید یې درېږي. مثلاً په وجود کې خپل طبیعي مورفین شته چې انډورفین یې بولي، که موږ مورفین د زیات وخت لپاره له بېرونه واخلو، نو د داخلي انډورفینو تولید درېږي او انسان په مورفینو معتادېږي.

په اعتیاد کې انسان د کوم نشه کوونکي توکي پواسطه په خپل مغز کې دومره زیات سیروټونین تولیدوي چې انسان له حده ډېر خوشحال ساتي او چې د نشه کوونکي توکي اغېز ختمه شي، معتاد باید خامخا بل ځل دغه مواد واخلي. اعتیاد یعنې په مصنوعي طریقه د خوشحالوونکیو هورمونونو زیات تولیدول او تر یوه وخته کاذبه خوشحالي. البته تر نشې وروسته غم او درد واقعي وي. مخکې مو وویل چې په بدن کې داسې نظام حاکم دی چې هر څه په اندازه او د بدن له اړتیاوو سره سم تولیدېږي، مصرفېږي او له بدنه وځي.

تاسو فرض کړئ چې د انسان د نارمل او خوشحاله اوسېدو لپاره د ورځې ۲ ملي لیټره (دا اندازه د پوهېدو لپاره فرضي انتخاب شوې ده) سیروټونین ته اړتیا ده. دا ۲ ملي لیټره ممکن د یوه پالشي ماشوم په بدن کې د سلو افغانیو په گټلو پوره شي او ممکن د بیل گټس په بدن کې د څو میلیارده ډالرو په گټلو ترشح شي. انسان چې څومره محروم او له امکاناتو بې برخې وي، هماغومره یې د سیروټونین د ترشحېدو لپاره موخې او هدفونه واړه وي. وړې، وړې پېښې او واړه، واړه بریالیتوبونه دې ته پلمه جوړوي چې سیروټونین یې ترشح شي. خو انسان چې څومره له ناز و نعمت سره روږدی کېږي، هماغومره یې د سیروټونین ترشح سختېږي.

بالاخره په دونیا کې داسې بری، موخه، لذت او خوښي نه وي پاتې چې انسان تجربه کړې نه وي. خو د هغه د سیروټونین د جوړېدو لپاره کومه نوې تجربه پکار وي. د طبیعت د قوانینو له مخې خوشحالي په یوه اندازه ده. یعنې په ټولو نارمل انسانانو کې په مشخصه اندازه سیروټونین تولیدېږي خو دا مشخصه اندازه سیروټونین چاته په سل افغانۍ تمامېږي او چاته په څو میلیارده ډالره.

لکه څنگه چې لوږه او تنده د خوړو او اوبو د خوند په وړاندې زموږ د ذایقې حساسیت زیاتوي، همدا ډول محرومیتونه او مجبوریتونه هم د سیروټونین یا بالاخره د خوشحالۍ لپاره زموږ لارې خلاصوي. برعکس، هماغسې چې مړښت او سېرابي د خوړو او اوبو خوند کموي، ډېر ناز و نعمت هم د خوشحالۍ لارې سختوي. که یو وزیر خپل زوی ته نوی ماډل موټر اخلي او یو یتیم ماشوم د پالش په پیسو ځان ته زوړ سایکل رانیسي، نو تاسې داسې فکر مه کوئ چې د وزیر د زوی په قسمت به زیاته خوشحالي رسېدلې وي.

د سیروټونین هغه اندازه چې زوړ سایکل یې د یوه یتیم په مغز کې جوړوي، ښایي نوی ماډل موټر یې د وزیر د زوی په بدن کې جوړ نکړي. ځکه خو ښایي یتیم د وزیر تر زوی ډېره خوشحالي تجربه کړي. هغوی چې په رنگارنگ لذتونو مین دي او ژوند په زوره د سادگۍ او مینې له مداره باسي، صرف خپل ځان ته د خوشحالۍ لارې سختوي او په خپل مغز کې په زوره د سیروټونین سرچېنې وچوي. رحمان بابا رښتیا ویلي دي چې: خوښي هر چېرته د غم په اندازه وي د هغوی به څه خوښي وي چې بې غم دي؟ #احسان_درمل

Related Articles

3 articles
Apr 17, 2021
6,420 views

هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ.    هټلر څوک و؟ هټلر په ات...

Sep 07, 2021
3,165 views

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همد...

Apr 16, 2022
1,910 views

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه

ژباړنه ـ وړانـــــګه اکبر   اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموینه چې د Necropsy په نوم هم یادېږي یو جراحي بهیر دی.په دې بهیر کې مړی څېړل کېږي چې د مړینې لامل، ډول، او دا چې مړینه په کومه لاره رامنځته شوې ده.په دې بهیر کې دا هم معلومېږي چې آیا مړینه خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
37,889 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,820 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,952 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article