یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه کولو لپاره ډېرې لارې تجربه کړې وي

دا هغه نعمتونه دي چې ځینې خلک یې د ترلاسه کولو لپاره بې حسابه پیسې یا مال لګوي،  شته امکانات ټول مصرفوي چې دا لوی نعمتونه پيدا کړي، خو بلاخره نه پوهیږي چې ورته د رسېډو لار ډېر اسانه او ارزانه ده

 دا نعمتونه کوم دي چې دومره مهم دی؟

خوشحالي، سکون او نیکمرغي!

اوس به مو پام شوی وي چې ددې لویو نعمتونو ترلاسه کولو لپاره هر انسان شپه او ورځ یوه کړې چې ویې مومي! خو ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن نه دي.

 پیاوړی سوریايي عالم “محمد راتب النابلسي” په خپل یوه بيان کې یوه لنډه او له معنی ډکه جمله وايي: “اذا اردت ان تکون اسعد الناس، فاسعد الاخرین.” یعنې که غواړې د دنیا تر ټولو نیکمرغه انسان اوسې یا سعادت او خوشحالي ترلاسه کړې، نور خوشحاله کړه

دا په حقیقت کې د ګڼو مبارکو حدیثونو مفهوم هم دی چې پر همدې موضوع دلالت کوي

یو غریب ته د لس افغانیو په ورکولو، له یوه اړمن کس سره مرسته، په لار کې د یو کمزوري یا عمر خوړلي کس نه د پيټي (بار) اخیستل او تر یوځای یې ورسره وړل، په خپل موټر کې د سړک پرسر د یو ولاړ کس راپورته کول او تر یوځایه یې رسول، چاته حسنه قرض ورکول، خلکو ته د علم ښودل، مالي او بدني مرسته کول او بلاخره هر هغه شرعي کار چې بل انسان پرې خوشحاله کېدای شي او زړه یې د ارامۍ احساس کوي، په حقیقت کې تا خوشحاله کوي

ان له ژویو سره مرسته تاته نیکمرغي راوستلی شي

ځکه دا ټول د الله تعالی مخلوق دي او کله چې ته د رب عزوجل له مخلوق سره نیکي کوې الله تعالی به یې څو چنده بدله درکړي. که دې انسان خوشحاله کړ  الله تعالی به تا څو چنده خوشحاله کړي، ځکه الله تعالی شکور (شکر کوونکی) دی او د نیکي بدله څو چنده ورکوي. الله تعالی فرمايي

{مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُون}َ (الانعام ۱۶۰)

ژباړه: څوك چې د الله حضور ته له یوې نيكۍ سره راشي د هغه له پاره لس چنده ثواب دى او څوك چې له بدۍ سره راشي هغه ته به هماغومره بدله وركړل شي څومره چې هغه ګناه کړې (یعنې په ګناه کې زیادت ورته نه شته) او پر هغوی به ظلم ونه كړاى شي

جلیل القدر صحابي ابن عباس رضي الله عنه په مسجد نبوي کې اعتکاف کړی و. یو کس یې  ولید چې اندېښمن دی، څنګ ته یې ورغی او ترې یې وپوښتل چې وروره خیرت خو به وي پرېشان ښکارې؟

سړی ځواب ورکړ، د فلاني راباندې پور (قرض) دی، هغه یې راڅخه غواړي او زه یې د پرې کولو وس نه لرم، نو ځکه اندېښمن یم

ابن عباس رضي الله عنه ورته وویل، غواړې چې زه درسره د قرض خاوند ته ورشم او مهلت درته ترې وغواړم؟ سړي وویل خوښه مې ده. ابن عباس رضي الله عنه ورسره روان شو. په نبوي جومات کې نور کسان هم و، له ابن عباس یې پوښتنه وکړه چې ته خو اعتکاف یې څنګه له جوماته بهر وځې؟

ابن عباس رضي الله عنه ځواب ورکړ، ما ددې قبر له خاوند نه – اشاره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وه – اورېدلي چې فرمایل یې: ولأن أمشي مع أخي المسلم في حاجة أحب إلى من أن أعتكف فى هذا المسجد شهرا (أخرجه ابن أبى الدنيا فى كتاب قضاء الحوائج (ص 47، رقم 36) وحسنه الألباني (صحيح الجامع، 176)

ژباړه: په الله تعالی قسم دی، له یوه مسلمان ورور سره د اړتیا پروخت مرسته کول په دې جومات (مسجد نبوي) کې له یوې میاشتې اعتکاف او روژې غوره دي. یعنې ثواب یې ډېر دی

دې لوی اجر ته په کتو هېڅګله له خلکو سره کوچنۍ مرسته کمه مه ګڼه او د ثواب په نیت هر هغه کار چې دې له وسه پوره وي، له خلکو سره یې کوه

(لیکنه (عبیدالله حسام د شرعیاتو ماسټر او لیکوال