آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 14, 2022
3 years ago
2,297 views
آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟

آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟

لیکوال - جواد میرزايي

ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی

ــــــــــــــــ

که د هر څه په اړه خبرې کوو، لومړی باید د هماغه موضوع پر ابتدايي ادبياتو (اصطلاحاتو) پوه شو. تر هر څه اول باید د کلمې مصداق دواړو جانبینو ته یو ډول وي او بیا دې د موضوع پر ماهیت بحث وکړي.

کله چې غواړو د ښځو او نارينه وو د ځيرکتيا په اړه وغږېږو، لومړی باید د ځيرکتيا پر تعریف پوه شو او کله چې په دې برخه کې یو جامع تعریف ترلاسه کړو بیا کولای شو چې د کره علمي څېړنو پر مټ خپله ادعا ثابته کړو.

 

اصلا ځيرکتيا څه ته وايي!؟

ډېری وخت وینو چې خلک هوش/ځيرکتيا ته له یوه اړخه ګوري. مثلا یو څوک لغاتونه ژر زده کوي، وايو ډېر لایق دی. خو په حقیقت کې هغه قوي لنډمهاله حافظه (Short-Term Memory) لري. 

ګاردنر پر دې باور و چې ځيرکتيا اته برخې لري. عبارت دي له: 

#لومړی| انځوريزه یا فضايي ځيرکتيا: یعنې د هر څه یا هر څیز د تجسم کولو وړتيا؛ دا ډول خلک په تجسمي هنرونو کې ډېر ځلیدلای شي. دوی نقشه پېژندل، انځورګري، معماري او ورته کارونه په خورا ښه شکل کوي. 

#دویم| ژبنۍ ځيرکتيا: یعنې له ژبې په ښه شکل ګټه اخيستل. لکه ويناوالي، مقالې لیکل او ...

#درېيم| منطقي یا ریاضیکي ځیرکتیا: په دې هوش پورې د خلکو د استدلال قوت تړلی وي او معمولا په درس ویلو او تحلیل کې پکارېږي. 

#څلورم| د آهنګ/موسيقۍ ځيرکتيا: یعنې د غږونو توپیر او زیر و بم پېژندل. دا هوش د سندرو ویلو او کمپوز جوړولو سبب کېږي. 

#پنځم| جسمي او حرکتي ځيرکتيا: کولای شو ووايو چې د بدن د غړو د مدیریت یو ډول دی. په ځینو لوبو کې د مشاهدې وړ وي. مثلاً کولای شو، چې ګوتې مو د یو بل خلاف لوري ته تاو کړو!؟

د موټر، سایکل او نورو نقلیه وسایطو د چلولو وړتیا له همدې ځیرکتیا سرچینه اخلي. 

#شپږم| د خلکو پېژندلو هوش: دا په حقیقت کې د هیجاني ځیرکتیا یوه برخه ده. د دې ځيرکتيا په مرسته انسان کولای شي د مقابل لوري احساسات درک کړي او همدا چاره ددې سبب کېږي چې له نورو سره ښې اړيکې جوړې کړو. 

#اووم| د ځان پېژندنې ځیرکتیا: دا هم د هیجاني ځیرکتیا یوه برخه ده، چې انسان ته د خپلو احساساتو د پېژندنې او مدیریت وړتیا ورکوي. يعنې هغوی چې دا ډول هوش ولري، کولای شي تر نورو په ښه شکل خپل احساسات کنټرول کړي.

#اتم| د طبیعت ځیرکتیا: البته ګاردنر په لومړیو کې ځیرکتیا په اوو برخو وېشلې وه؛ خو وروسته د طبیعت له هوش سره هم بلد شو. ددې ځیرکتیا لرونکي خلک «طبیعت» تر نورو ښه پېژني او مينه ورسره لري. 

ښايي ستړي شوې یئ او وايئ به چې ولې اصلي موضوع نه پیلوو. باید ووایو چې پورتنۍ مقدمې ته په کتو په ډاډ سره ویلای شو چې پوهان د ښځو او نارینه وو د مغز ډېرو توپیرونو ته متوجه شوې دي. مګر دا نظریه چې ((نارینه تر ښځو هوښیار دي)) هېڅکله نه تائيدوي. 

ځکه چې د «هوش» په معتبرو څېړنو کې چې ټول اړخونه پکې کتل کېږي، تر اوسه د دواړو جنسونو د ځيرکتيا/هوښيارۍ ترمنځ ډېر لوی توپير نه دی لیدل شوی. 

آن که له یوه اړخه وګورو ويلای شو، چې ښځې تر نارينه وو هوښیارې دي‌. ځکه چې د ښځو د مغز دوه نیمه کُرو (د مغز ښي او چپ اړخ - ژباړن) ترمنځ ډېرې اړيکې شته. له همدې امله د نارینه وو په نسبت د خبرو کولو ښه وړتیا لري. مګر دا هم یو طرفه ادعا ده، ځکه چې نارینه بیا په انتزاعي استدلال کې پیاوړي دي او قوي انځوريزه ځیرکتیا لري.

مګر ولې د نارینه وو اجتماعي برياوې تر ښځو ډېر دي؟ (د کمیت له اړخه) دا هغه پوښتنه ده چې باید ټولنپوهنه يې ځواب کړي. 

«ددې چارې علت هېڅکله دا نه دی، چې نارينه تر ښځو هوښیار دي؛ په قوي احتمال سره ویلای شو، د نرواکۍ له امله نارینه تر ښځو ډېر پرمختګ کوي. - ژباړن»

ــــــــ

نوټ - له دې وروسته هڅه کوم، چې لږې اوږدې لیکنې وژباړم. ښايي لوستل يې درباندې وغمېږي؛ خو ان شأالله بې ګټې به هېڅکله نه وي‌. په دې هیله چې په پوهه او معلوماتو کې مو یوه ښه اضافه شوې وي.

په درنښت!

Related Articles

Jan 07, 2023
1,178 views

ناگفته های عرف های ناپسند || Untolds of unliked customs

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar تا امروز هر زمان که عبارت »عرف‏های ناپسند« گفته می‏شود، اذهان عوام به طرف عرف‏های می‏رود که حقوق زن را نشانه گرفته و مورد تهاجم قرار می‏دهن...

Jul 08, 2020
15,577 views

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور...

Nov 13, 2020
4,054 views

د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...