To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

693
FAYAZ GUL MAZLOUM YAR
2022-09-11 15:32:13

پـــوهـــــــــــندوى مـستعلى ( نيازي )

 د ښوونې او روزنې پوهنځى استاد 

 

د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

     لنډيز : 

  د لغمان نوم د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو ثبت شوي او د نړى  لويو فاتيحو لکه سکندر مقدونى ، گوډتيمور ، بابر او نور له دي سيمي څخه تير او هند ته رسيدلې  دي . دغه نوم  په تاريخى کتابونو کې د لمپاکا ، لمباتا ، لمقان او نور بڼو ثبت دي . په نوموړي مقاله کې کوښښ شوي چې د لغمان نوم ريښه په هر اړخيزه ډول وڅيړل شي .. 

 سريزه :

   د لغمان ولايت نوم  د تاريخ  په مختلفو دورو کې په مختلفو  نومونو ياد شوي او د تاريخ په کتابونو  کې د دې نوم د ترکيبي کلمو په اړه هم ځانگړي نظريات  ليکل شوي دي . 

     د سکندر مقدوني له يرغل  څخه را په دي خوا د مختلفو حدودو لرونکې و . چې کله نا کله د کابل او په را وروستو کې د مشرقي  ولايتونو په ډله کې د ننگرهار د نايب الحومکۍ يو اداري و چې وروسته بيا جلا ولايت شو . دا ولايت د هيواد د نورو ولايتونو په څير لرغونى تاريخ لري .  او د گندهارا د نورو اداري واحدونو لکه کونړونه  ، اسمار ، ننگرهار ،  پيښور ، ټاکئيلا ، لمباکا څخه يو اداري واحد و . په تاريخ کې لمپاکا په لوله ياد شويدى  او په دوو لويو درو الينگار  او اليشنگ مشتمل  دي . چې تگري ( تيرگړي ) مندروړ او چهارباغ  يې له مهمو قريو څخه شميرل کيږي . ( ٤ مخ ٦٩ )  

  د لغمان د نوم ريښه :

      د لغمان  ولايت  په جغرافيايې حدودو کې له پخوا زمانې تر اوس مهال پوري زيات بدلون منځ ته راغلي دى . د لغمان ولايت د ننگرهار  شمال ته پروت دى چې په کولتورى لحاظ او د طبيعى  پيدا وارو له  امله  ننگرهار ته ورته دى . هيوان تسنگ دغه ولايت په خپلو  يادښتونو  کې د لمغان ، لقمان  او لمپاکا په نومونوثبت کړى دي . بطليموس لغمان د لمپاکا په نوم ياد کړى دى . نوموړى ولايت کله په کابل  او کله هم په ننگرهار ( مشرقي ولايتونو ) پوري مربوط و . 

  د غازي امان الله  خان د واکمنۍ پر مهال لغمان د مشرقي لوي ولايت چې مرکز يې جلال اباد و کې شامل  او لومړي درجه حکومت ( حاکمي ) در لوده . په دې حکومت کې د الينگار ، اليشنگ ، قرغيو ، مندراوړ او عزيز خان کڅ سيمى  شاملي وې . قرغه يې ، مندروړ ، عزيز خان کڅ ، الينگار او اليشنگ يې لومړۍ درجه علاقه دارۍ ( اداري واحدونه ) او مرکزي سيمي د لغمان د حاکم له خوا نيغ په نيغه  اداره کيدلې ، د لغمان مرکزي سيمى لکه قرغه يې ، عزيز خان کڅ ، مندراوړ ، الينگار او اليشنگ دري په کښي شاملې وې . په لومړيو وختونو کې نورستان د لغمان په حدود کې شامل نه و. خو وروسته  د نورستان لويديځې سيمې د لغمان په حدود کې شاملې شوې او د لغمان په حدود کې هم بدلون منځ ته راغى . يو وخت د لغمان په لوى حکومت کې قرغه يې ، لويديځ نورستان ولسوالۍ د اليشنگ ، الينگار  او عزيز خان کڅ علاقه دارۍ او مرکزي سيمې د لوى حکومت مربوط وې . ( ٦ مخونه  : ٥٢ _ ٥٣ ) 

په ١٣٤٣  ل کال د افغانستان د نوي اداري تشکيل په اساس د لغمان ولايت هم د لوى حکومت څخه ولايت ته لوړ شو او شرقي ، نائيب الحکومه حکومت په دري ولايتونو لغمان ، ننگرهار او کونړ باندي وويشل شو . په دغه وخت کې  د لغمان د ولايت اداري واحدونه د الينگار ، اليشنگ  ، نورستان ولسوالۍ د عزيز خان کڅ علاقه داري ( د قرغيو د  ولسوالي مربوط وه  ) او مرکزي سيمي د ولايت  مرکز مربوط وې . په  ١٣٥٣ ل کال د عزيز خان کڅ علاقه داري له  منيځه ولاړه په عوض يې د اليشنگ په ولسوالۍ کې د دولت شاه علاقه داري تائسيس شوه او په دې اخرو وختونو کې  د نورستان  ولايت تاسيس شو چې د  نورستان  ولسوالي  د ټولو مربوطاتو سره د لغمان  له  ولايت څخه جلا او نورستان ولايت سره يو ځاي شوې . د استاد ربانى د واکمنۍ په وخت کې د دولت شاه علاقه داري ولسوالۍ ته لوړه شوه چې اوس لغمان  د کابل ، کاپيسا ، پنجشير ، کونړونو ، نورستان او ننگرهار په مينځ کې  موقعيت لري . ( ٦ مخونه ٥٣ _ ٥٤ ) 

په ١٩٦٧ زيږديز کال د لغمان ولايت اداري مرکز د سرخکانو د پل  پواسطه د کابل جلال آباد  لوى لارې سره وصل شو . ( ٣ مخونه  ٤ – ٢٤ )  

  د نړۍ يو شمير يرغلگرو لکه  سکندر مقدونى ( ٣٥٦ -  ٣٢٣ ) اميرتيمور ، گورگانى ( ٧٣٧ _ ٨٠٧ هـ ق ) بابر  ( ٨٨٨ _ ٩٣٧ ) هـ ق د همدى لغمان له وادي څخه تير او هند ته رسيدلي دي . ( ٦ مخ  ١٠ )  

 د لغمان په اړه لومړى ځل  په  ١٣٨٣ هـ ش کال د ډيوه  وال له خوا د کابل په مجله  کې يوه  مقاله ( لغمان وپيژنى )  نشر شوه . نوموړي په خپله مقاله کې د لغمان ولايت د مختلفو نومونو لکه : لاماگان ، لام پاکا ، لام پو يادونه  کړي ده . همدارنگه پوهاند صديق الله رښتين ( ١٢٩٧ _ ١٢٨٧ ) هـ ش ليکلى دي . (( چې د لغمان کلمه په ډيرو کتابونو کې د لمقان په بڼه ليکل شوې خو پخوا يې دې سيمي ته د لمپاکا ويلي چې لمپه يا ( لمبه ) د روښانه  او کا دظرف يا ځاى معنى ور کوي چې لمپاکا هم د روښانه ځاى معنى ور کوي . ( ٦ مخونه ١٣ ، ١٤ ) 

 هيوان تسنگ ( ٦٣٠ ) د لغمان سيمه د لان پو  ( Lian po ) ابوريحان البيرونى ( ٦٦٣ _ ٤٤٠ هـ ق ) په خپلو اثارو ماللهند او قانون مسعودي کې د لنبکا يا لنبگا ، حدود لعالم ( تاليف ٣٧٢ هـ ق ) او تاريخ يمينى لمغان په بڼه ليکلي دي . خو په ځينو عربى ليکنو او معجم البلدان کې د لامغان په شکل  راغلى دى . په دايارلسمې ا څوارلسمې پيړيو په ليکنو کې د لغمان نوم په تکرار  سره د لقمان اولمقانات په بڼه  ليکلى دى . خو د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لغمان ولايت اصلي بڼه ( لغمان ) وليکل شو . خو په ځينو اثارو لکه دا خوند درويزه ( ٩٤٧ _ ١٠٢٨ هـ ق ) اثر تذکرة الابرارو لاشرار د خوشحال خټک او د هغه لمسى افضل خان خټک په تاريخ مرصح کې د لغمان نوم په خپلې اصلي بڼه ليکلى دى . د لغمان په اړه ځينې ليکنې تقريباً (٤٠٠ ) څلور سوه کاله لرغونتوب لري  . ( ٦ مخونه ٢٠ _ ٢١ ) 

د لغمان ولايت چې د لامکان ، لمگان ، لاپو ، لنباکا ، لامپاکا ، رام پاکا، لمباکا ، لامغان ، لمغان ، لمقان ، لمقانات ، لمغانات او په نورو نومونو ياد شوي چې د لام اولاماکلمى په پشه ئې ژبه يې د کلي معنا ور کوي چې په لامپاکا کې لام د کلى او پاکا د هغه چا نوم دي چې دا کلى ورته منسوب  دى . او لغمان ، لامکان او لامپاکا يې نوې  بڼې دي . ځکه د لام کلمه لکه  په نور لام ، مهترلام ، او نگه لام ، لام ټک ( لمټک قلعه ټک او نورو سيمو په نومونو کې د لام کلمه د کلي په معنى استعمال شوي ده . او کله دغه لام د رام په  بڼه هم ليکل شوي لکه گلارام کوڼته رام او    شمررام . ( ٥ مخونه : ٢٠٨ _ ٢٠٩ )  ښايې د دې نوم دومره لفظي بدلونونه د تاريخ ليکونکود لهجوي ژبنى اغيز له امله وي . 

 مقدونى سکندر د افغانستان  د شمالي ولايتونو له نيولو وروسته  دوهم ځل  د هندوکش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو کې له کاپيسا څخه د نجر او اوتگاوله  لاري لمپاکا يعنى لغمان ته را ورسيد . چې د مندروړ او چارباغ تر مينځ  تر قرغيو ته نږدي يې د نيکا په نوم يو ښار ودان کړ او هغه په لمقان کې خپل پوځ په دوو برخو وويشه چې يوه برخه يې له لغمان څخه د ده په مشرۍ د کنړ له لاري د صوات  او باجوړ په لور او د لښکر دوهمه برخه يې د جنرال پرويکاس په مشرۍ د کابل او لغمان سيند جنوب اړخ ته خيبره پوري لاړل . په سيند ( اباسين ) يعنى اټک کې  سره يو ځاى شول همدارنگه د شله ټک د غره په لمن کې يو ډبر ليک په ( ١٣٤٨ ) لمريز کال کې کشف شو . چې په هغه کې د ارامي ليکدود څخه دا جوتيږي چې دا ډبرليک د اشوکا د واکمنۍ پر مهال  کښل شوي دى . په دي ډبر ليک کې د لمکان جتى (Lemekan Jati ) § نوم ليکل شوى چې لمکان او لمغان د اوسني لغمان ( په لفظي اغيزه سره ) دي . ( ١ مخونه :١٨٠ _ ١٨١ ) 

  گوډ تيمور د پنجشير  له لارې لغمان ته راغلى  و . غوښتل يې چې بلورستان ( نورستان ) ته لاړ شې خو بريالي نشو او حو په اليشنگ کې يې د ناجل ( نجيل قلعه ) جوړه کړه . امير حبيب الله  خان هم اليشنگ ته د يو ډبرليک د ليدنې له پاره راغلى وه چې عکس يې د ( ١٩١٧ ) زيږديز کال د مارچ ٢٥ مه  ١٢٩٦ لمريز کال د ورى ( حمل ) په پنځمه د سراج الاخبار په جريده کې چاپ شوى دى . ( ١ مخونه : ١٨٩ _ ١٩٠ ) 

د لغمان نوم په تاريخى ليکنو کې 

١ _١٣٣٨ لمريز کال د کابل په مجله کې يوه مقاله  لغمان وپيژني نشر شوي چې د لغمان د نوم په اړه مطالب يې نشر کړي دي  .

٢ _ پوهاند صديق الله ريشتين هم په يوه ليکنه کې د لغمان د نوم د ترکيب په اړه معلومات  .

٣ _ جنرال کنگهم په خپل اثر ( د هند جغرافيه ) کې د لغمان د نوم  د ريښې د تاريخي سوابقو په اړه علمي معلومات نشر کړيدي ، بطليموس هم لغمان د لمباتا په نوم ياد کړى .

٤ ( محمد پادشاه د التدارج په فرهنگ کې  ( ١٣٠٥ ) هـ ق  کال تاليف شوي د لغمان د نوم د ترکيب  په اړه معلومات  نشر کړي دي . 

٥ _ استاد حبيبى هم په خپل اثر  ( تاريخ خط ) د لغمان  نوم د لمکات جتى په نوم ليکل دى .Â

٦ -  چينى زاير او سياح هيوان تسنگ په  ( ٦٣٠ ) ز کال د اگست په مياشت کې د لغمان سيمه ليدلې او د اسيمه يې د لان پو ( lan po ) په نوم ياد کړې ده .

٧ _ ابو ريحان البيرونى په خپل  څيړنيز اثر ماللهند کې دا سيمه د لنبکا په نوم ياده کړې ده .

٨ _ حدودالعالم ، تاليف ( ٣٧٢ ) هـ ق يميني او عبدالکريم سمعانى دا نوم  د لمغان په نوم ثبت کړى . ( ٦ مخونه : ١٥_ ١٦ ) 

٩ _ ښاغلى علامه  عبدالشکور رشاد په خپل اثر  د سيمو په تاريخي جغرافيه کې د لغمان د نوم او الينگار او اليشنگ درو په اړه پوره علمي معلومات نشر کړي دي . 

١٠ _ ښاغلي زلمى هيواد مل  په خپل اثر ( جغرافياى تاريخي لغمان ) کې چې په  ١٣٨٣ هـ ش کال چاپ  شوى د لغمان ولايت د نوم تاريخي سير  او تشکيلاتو په اړه  پوره  او علمي څيړنه  کړيده .

١١ _ لوى تاريخ پوه مير غلام محمد غبار په خپل  اثر ( جغرافيه تاريخى افغانستان ) کې دگندهار په بحث کې د لغمان ولايت  په اړه معلومات نشر کړي . تيگړي ، مندراوړ او چارباغ  يې د گندهارا له مهمو قريو څخه  گڼلي دي . 

١٢ _ ښاغلي رازقي نړيوال په خپل اثر دهيواد لرغوني ښارونه  او د تاريخ پاڼې دوهم ټوک کې چې په ١٣٨٥  لمريز کال  چاپ شوي د لغمان وجه سيمه توضيح کړي ده .

١٣ _ ښاغلى شهسوار ، سنگروال په خپل اثر ((  افغانستان د تاريخي جغرافيه څرنگوالى ) کې چې  په ١٣٨٣ لمريز کال چاپ شوى . نوموړي کوښښ کړي چې د لغمان ولايت په هر اړ خيز ډول توضيح کړي .  ده په دغه بحث کې د نورو يادښتونو تر څنگ د ښاغلي تاريخ پوه پوهاند محمد حسن کاکړ او سر محقق عبدالله بختاني يادونو ته هم اشاره کړې ده .

 د لغمان د نوم د لرغونتوب په اړه نور تاريخي اثار هم شته خو د موضوع له اوږديدو څخه د مخنيوي په خاطر د ټول اثارو له يادونې څخه ډډه کوم . 

پايله :

   لغمان په پخوانيو اثارو کې لمقان ، لمگان ، لمپاکا او نورو  نومونو باندي ياد شوى په تاريخي اثارو کې د افغانستان د ( ٣٤ ) ديرشو ولايتونو څخه يو ولايت دى چې د لغمان په شهرت کې د دې ولايت  لرغونې تاريخ د دې سيمې د خلکو زيرکتيا تاثير لري لغمان د کاپيسا د ولايت جز وه چې د کاپيسا په مدنيت کې د لغمان  ونډه  با ارزښته وه په معاصر تاريخ کې د دې ولايت ادبى او فرهنگي اشخاص لکه استاد گل پاچا الفت  ، سيد قاسم لغمانى  چې د لومړي مشورطه غوښتونکو ډلى غړي و . او په  ١٣١٢ کال بند‌ي شو . نور شخصيتونه  هم شته چې په  شهرت کې                                 ونډه لري . ( ٢ مخونه _ ٢١٤ _ ٢١٧ ) 

لغمان ولايت د تاريخ  په مختلفو مرحلو کې د افغانستان د نورو تاريخي  سيمو ، په څير د  هيواد د کلتور  او فرهنگ په بډاينه کې ونډه اخيستي ده . او د دې سيمې اوسيدونکو د ښوونکو په توگه  د هيواد په گوټ کې معارف  او پوهني په خپريدو کې د پام وړ برخه اخيستي ده . 

 مناقشه : 

کوم څيړنه چې د لغمان د نوم د ريښه يې سپړنى تر سرليک لاندي تر سره شوي په څيړنه کې هڅه شوي . د لغمان د نوم لهبه يې او تاريخى ستير په مختلفو امپراتورانو د واکمنۍ  او له لغمان  څخه د تيريدنى پر مهال مقدونى سکندر او نور د ابادى او محلى ښار گوڼو د جوړولو  او د دي ولايت اداري تشکيلات د پخوا او اوس سره پرتله  شوي او ځکه لغمان يو وخت د کاپيسا او يو وخت  د مشرقي ولايت په تړون د ننگرهار تر اداري لاندي او په دې وروستيو کې د ځانگړي ولايت  تشکيل  ور کړل شوي  د ياد ولايت  خلکو په هيواد کې د معارف په پراختيل او پرمختگ ډيره ونډه اخيستي ده. څيړنى وښوده چې د لغمان ولايت  د تاريخ  په اوږدو کې د هيواد په کلتوري بداينه او پرمختگ پوره  ونډه در لوده  د نړي ستر  يرغلگر لکه مقدونى سکندر ، چنگيز خان  اوگوډ تيمور  د دي  سيمي څخه  تير شو او هند ته يې ځانونه رسولي دي . 

Abstract: 

 I would like to write a bout of the old and historical province named laghman  in Afghanistan .

 The well know name laghman seems to be new , however , it is one of the old and historical name , further laghman has come through different stages according to its official administrations , laghman has developed as the other province , in dedd many changes observed in different administration , In fact it has mentioned in different names by different writers , authors and some other famous people within their articles and books so that is should be clear for all the readers that laghman has passed through many periods , finally the old and historical name laghman should  be clearly mentioned in different  books , articles history  books and some  other  relevant  issues  a bout  which all the reader  should  know ,  on the other  hand  the reader  should  be confident .

ماخذونه :

١ _ سنگروال ، شهئوار ( ١٣٨٤ ) لمريز کال د افغانستان تاريخي جغرافيه څرنگوالي ، الازهر خپرندويه  موسسه .

٢ _ رشاد، عبدالشکور ( ١٣٨٤ ) لمريز کال ، د سيمو تاريخي جغرافيه  ميوند کلتوري ټولنه ، کندهار .

٣ _ عارض ، غلام جيلانى ( ١٣٧٩ ) لمريز کال ، د افغانستان  د ولايتونو جغرافيه ، ژباړه اورنگزيب ارشاد .

٤ _ غبار ، مير غلام محمد ( ١٣٨٧ ) هـ ش جغرافيه  تاريخي افغانستان ، مرکز نشراتى ميوند سبا کتابخانه .

٥ _ نړيوال  رازقى ( ١٣٨٦ ) لمريز کال ، د هيواد لرغونى ښارونه او تاريخ پاڼى ، دوهم ټوک ، ميوند خپرندويه ټولنه .

٦_ هيواد مل زلمى ( ١٣٨٣ ) هـ ش جغرافيه تاريخى لغمان ، اداره کتابخانه هاى  سيار اريک . 

 

      


 
§  جتي : په سنگريت ژبه کې د جتي کلمه د مريد ، مخلص او ديني مبلغ معنى ور کوي . ٦ مخ ١٦ 
  جتى ، مخلص ، مريد او مذهبى مبلغ معنى ور کوي . 

Recommended Articles