سبک د عربۍ ژبې تورے دے معنی يې ده سرهء او سپين زر ويلي کول او پۀ يو سانچه کښې اچول ـ سبک په لغت کښې د "زرو" يوې ټوټې ته هم واٸي، خو پۀ ادبي اصطلاح کښې د دې نه مراد د شعر هغه مخصوص طرز،طريقه، انداز، اسلوب او ډول دے چې يو شاعر يا ليکوال ٸې خپل کړي يا د يو شاعر اديب او ليکوال ځاڼګړتيا وې ـ
سبک د فکرونو بيانولو يو ځانګړي طرز او طريقي ته هم واٸي ـ
نو مونږ دا وٸېلے شو چې د دغه ذکر شويو خصوصياتو په بنياد و اساس د يو اديب شاعر او ليکوال په اثارو کښې هغه نښې او علامتونه چې د هغې په وجه هنرمند فنکار او اديب پېژندے شي سبک بللے شي ـ
مغرب پوهان سبک د پاره د "سټاېل style" اصطلاح پکاروي، چې دا يوه لاطيني کلمه ده د "سټالېس" نه مشتق ده چې يونانۍ ژبه کښې ورته "سټاېلوس" واٸي ـ
او هند پوهان سبک ته "شيلي" واٸي ـ
دغسې په اردو کښې "اسلوب" فارسۍ کښې "روش" او پښتو کښې ورله د "ډول" نامه ورکړے شوې ده
د دې اسلوب دپاره ضروري ده چې نوې معنې,نوي لفظونه,نوے خيال,نوي تشبيهات,علامتونه او نوي تمثيلونه پکار راوستے شي..
او هندي هند يعنې هندوستان ته منسوب دے ـ
هندي سبک پۀ هند کښې د فارسۍ ادب له خوا مېدان ته راغلے دے.
د هندي سبک ابتداء د فارسي ادب حافظ شيرازي رح نه ١٥٠ کاله وروستو د باباے فغاني په دور ٩٠٠ هجري خوا ؤشاه کښې شوې ده ـ باباے فغاني ته د هندي سبک باني هم وٸېلے شي ـ
کله چې په ايران کښې د شاعرانو قدر ختم شو نو ځنې شاعرانو هند ته هجرتونه وکړه ولې چې دغه وخت په هند کښې د شاعرۍ ډېر اهميت ٶ، نو د دغه ايراني شاعرانو چې کوم طرز ٶ هغه طرز د دې سيمې که د اردو شاعران وو او که د پښتو هغوي خپل کړو، نو بيا چې چا هم دغه طرز خپل کړو نو دغه شاعر په خپله ژبه کښې د دغې سبک سرخېل وګرځېدو او دغه سبک چونکې هند کښې شروع شوے ٶ نو په سبک هندي يا هندي سبک ياد کړے شو ـ نو ځکه دې ته هندي سبک يا سبک هندي واٸي
*د هندي سـبک خصوصيات*:-
(١) تازه ګوئي:- تازه يعنې نوې مضمون ته ترجيح ورکول ,نوې معنی پېدا کول او پۀ نوي اسلوب کښې د هغې بيانول..
(٢) نازک خيالي:- د ټولو نه غټ خصوصيت ئې نازک خيالي ده يعنې شعر کښې ناشنا تشبيهات,استعارې,کنايات, د حده زياته مبالغه وغېره پۀ داسې نازک انداز کښې بيانول چې لوستونکے ورته پۀ اسانه نۀ رسي.
(٣) مشکل پسندي:- د دې اسلوب شاعران نوې معنې او خيال د لټون لپاره ځان پۀ مشکل کښې اچوي..او بل د دې اسلوب شاعران شعر دومره ګران ليکي چې خلق يې مطلب ته پۀ مشکله رسي..
(٤) پېچيده ګوئي:- پېچيدګۍ نه مراد دا دے چې يوه ساده خبره پېچيده بيانول يعنې نکته کـښې نکته پېدا کول..
(٥) باريک بيني:- باريک بينۍ نه مطلب هغه باريک باريک خيالات مخې ته راوړل او شعر کښې بيانول چې د عامو خلقو ورته خيال هم نۀ رسي..
نور خصوصيات او ځانګړتياوې هم لري خو د وخت د کمي له وجهې مې ذکر نه کړے شوې ـ
*په پښتو ادب کښې د هندي سبک شاعران*:-
هسې خو د دې سبک ډېر شاعران دي خو مونږ به ترې هغه سترې نامې ذکر کړو کوم چې د دغه سبک بنيادګر دي ـ په دغه ټولو کښې تر ټولو وړاندي او د هندي سبک سرخېل عبدالحميد مومند دے چې د خوشحال او رحمان بابا نه پس دريم لوٸې شاعر بللے شي، او ځنې پوهان کاظم خان شېدا د هندي سبک سرخېل ګڼي خو ولې دا خبره دومره مضبوطه نه ده ولې چې مشر حميد بابا دے او د سرخېلۍ دغه هار حميد بابا ته په غاړه شوے دے خو دا خبره د چانه پټه نه ده چې په حميد بابا پسې دويم د سبک هندۍ شاعر کاظم خان شېدا دے، د دوي نه علاوه کامګار خان خټک، علي خان،محمدي صاحبزاده، حنان بارکزۍ او د دې سره سره معذالله خان مومند، عبدالعظيم راڼيزے وغېره هم څه نا څه د دې سبک پلويان وو ـ
ستاسو کشر رفيق الوت