پښتو ادب او مېرمنې
په پښتنه معاشره کښې داسې مېرمنې هم په نظر راځي چې د کور د کارونو سره سره د بهر په کارونو کښې هم د خپلو سړيو سره څنګ په څنګ ولاړې وي او د ژوند سفر په شريکه ترسره کوي ــــ
هرکله چې دغه پښتنې مېرمنې په هر کار کښې د سړو مرسته کوي نو په ادبي مېدان کښې هم د دوي ستړې د هېريدو نه دي بلکې د ستاٸېنې وړ دي ـ او په حقيقت کښې دوي د خپلو سړو سره په مقابله کښې روانې وي او غواړي چې خپل ادب ته وده ورکړي ـــ د دې په ضمن کښې مونږ دا هم وٸېلے شوو چې د فولکلور يعنې اولسي ادب زياته برخه د دغه مېرمنو کارنامه ده ـ خو په کلاسکي فن کښې هم دوي د قدر وړ ونډه لري چې په دغه پښتنو مېرمنو ليکوالانو کښې يوه حليمه حافظه هم ده ـ
حلميه حافظه په کال ١٠٦٥ خواٶشا کښې په اکوړي کښې پېدا شوې ده چې د ستر خوشحال بابا لور او د عبدالقادر خان خټک خور ده ـ حليمه يوه عارفه، عالمه او اديبه ښځه وه چې ورسره ٸې د قرآن پاک د حفظ شرف هم حاصل کړے ٶ ــ
نو دغه وجه وه چې شعر ٸې د مجازي عشق په ځاے حقيقي عشق پله دے ــــ د دې سره سره د موصوفې شعر د حيادارۍ، پښتونولۍ او اسلام پالۍ عکاسي هم کوي ـ يو غزل ٸې تاسو ته ډالۍ
د اشنا په فکر خوښه هسې شان شوم
نه پوهېږم چې ممتاز که شاه جهان شوم
چې ٸې کړمه ستا په مينه سرفرازه
ثناءخوانه په څو رنګه د رحمان شوم
چې ممتاز مې د اياز لاړو له زړه نه
سربلنده تر محمود غوندې سلطان شوم
و هر چا وته چې ګورم واړه دے دے
د جمال په ننداره ٸې شادمان شوم
غېر فکر مې د زړه نه رابهر شو
په خليل و په عدو باندې يکسان شوم
حليمې د غماز مکر زيات له حد شو
چې د بېل له پاره نه که په ګمان شوم