د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

K
Ketabton
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
2,106 views
د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

ځينو ملګرو په دې اړه پوښتلی وم، لنډ وضاحت لیکم:
د امریکا د استازو مجلس ٤٣٨ څوکۍ لري او دا څوکۍ د هر ایالت د نفوس په تناسب مشخصې دي. په دې کې د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي چې ایالت نه دی درې څوکۍ هم شاملې دي. د امریکا سنا ١٠٠ څوکۍ لري چې د هر ایالت دوې څوکۍ کیږي:
٤٣٨+١٠٠= ٥٣٨ څوکۍ. دا فارموله ذهن کې وساتئ، په همدې اساس غږېږو او همدا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو فارموله بللی شو.
ایلکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده بلکې د ولسمشر د ټاکلو یو سیسټم او بهیر دی.
دغې فارمولې ته د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې ایلیکټورل کالج وايي چې موږ یې انتخاباتي رایې هم بللی شوو.
افغانستان کې خلک مستقیمآ کاندید ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ٥٠+١ پوره کړې ولسمشر ټاکل کیږي؛ امریکا کې هم همداسې کیسه ده خو په ‌‌‌‌‌‌ډېر متفاوت ‌‌‌‌‌‌ډول.
هاغسې چې مې وویل د امریکا هر ایالت د استازو په خونه او سنا کې څوکۍ لري. مثلآ: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په مجلس کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. په انتخاباتو کې خلک په دغه ایالت کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ډېرې رایې وګټلې، دا ایالت او د دغه ایالت دا ١٣ انتخاباتي رایې يا الیکټورل کالج ګټي. نورو ایالتونو کې هم همدا فارموله ده، هر ایالت کې چې هر کاندید اکثریت رایې وګټلې، د هغه ایالت ټول ایلکټورل کالج ګټي. او هر کاندید چې ٢٧٠ انتخاباتي رایې الیکټورل کالج وګټلې، د امریکا ولسمشر ټاکل کیږي. البته دا الیکټورل کالج د استازو د مجلس او سنا له څوکۍ سره هېڅ تړاو نلري، دا یوه فارموله ده چې د دغو دواړو خونو د څوکیو د شمېر په حساب عملي کیږي. په دغه سیستم باندې امریکا کې دننه هم نیوکې کیږي؛ ځکه چې کله د یو کوچني ایالت انتخاباتي رایې د یو لوی ایالت تر رایې هم مهمې ګڼل کیږي.
امریکا کې دموکرات پلوه ایالتونو ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او د جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته رید یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو کې وي چې سوینګ سټېټ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالت نه دموکرات دی او نه جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلی شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتوونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.

Related Articles

Aug 04, 2024
1,322 views

گیلاس و آلوبالو

گیلاس و آلوبالو:گیلاس میوه بزرگ – گوشتی و شرین تولید مینماید. گیلاس که برای تولید شرینی باب و برای مارکیت تازه کشت میگردد. باید توسط دست جمع آوری گردد. درختان گیلاس در مقابل سردی زمستان و گرمی تابستان حساسیت دارند.پندک های میوه گیلاس خوشه های دارای 2...

Jul 13, 2022
2,019 views

ولې باید مطالعه وکړو؟

ولې باید مطالعه وکړو؟ • ځکه چې ذهن مو روښانه کېږي. • په خبرو کې مو فوق العاده بدلون رامنځته کېږي.• حافظه مو پياوړې کېږي.• د ښې مطالعې پر مټ کولای شو ښه ویناوال هم شو.• ښه او بد سره بېلولای شو او ښې پرېکړې به کوو.• په پوهه کې مو زیاتوالی راځي.• ښه او...

Feb 09, 2022
3,094 views

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,359 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,636 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...