لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په نړۍ کې بېلابېل سازمانونه د خپلو اهدافو لپاره کار کوي. یو له دوی څخه د اسلامي همکاریو سازمان هم دی، چې نن (ډیسمبر، ۱۹، ۲۰۲۱ز) یې د افغانستان په اړه ناسته درلوده، ترڅو په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې وکړي. شاید تاسو ته هم ددې سازمان په اړه پوښتنې پیدا شوې وي؛ موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې سازمان په اړه تاسو ته د پیدا شوو پوښتنو ځوابونه درکړو.  

تاریخچه  

د "۱۹۶۹ز" کال د سیپټمبر په "۲۵ مه" نېټه، د پنځه ویشتو اسلامي هېوادونو استازو په مسجدالاقصی کې د اورلګېدنې په غبرګون کې د مراکش په پلازمینه "رباط" ښار کې ګډه ناسته ترسره کړه، چې په حقیقت کې همدا ناسته ددې سازمان د جوړېدو اساس بلل کېږي.

له تاسیس څخه تر "۲۰۱۱ز" کال پورې یې نوم د "اسلامي کنفرانس سازمان" و، چې وروسته یې نوم د اسلامي همکاریو سازمان ته بدل کړای شو. د "۱۹۸۲ز" کال د فبرورۍ له نهه ویشتمې څخه د مارچ تر څلورمې نېټې ددې سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عربستان په "جده" ښار کې ناسته ترسره کړه، ترڅو د سازمان لپاره یو دارالانشا تاسيس کړي. په اوس وخت کې "۵۷" اسلامي هېوادونه ددې سازمان غړي دي، چې مرکز یې د سعودي عربستان په "جده" ښار کې موقعیت لري.  

د اسلامي همکاریو سازمان وپېژنئ!

ددې سازمان بشپړ نوم "Organization of Islamic Cooperation" دی، چې اکثرا د "OIC" په مخفف سره ښودل کېږي. په لومړیو کې د "OIC" فعالیتونو په سیاست پورې محدود و؛ خو د وخت په تېرېدو دا محدودیت ختم شو او په اوس وخت کې له سیاست ورهاخوا د اقتصاد، امنیت، فرهنګی، بشري حقونو، تروریزم ضد او نورو برخو کې فعالیتونه کوي. د مسلمانو او اسلامي نړۍ د ګټوـ ارزښتونو ساتنه او د نړېوالې سولې ترویج ددې سازمان اساسي هدف بلل کېږي. د اسلامي همکاریو سازمان د هېوادونو د غړیتوب پر اساس له ملګرو ملتونو "United Nation" څخه وروسته په نړۍ کې دویم لوی بین الحکومتي سازمان دی.

OIC پنځه تخصصي بنسټونه، پنځه فرعي ارګانونه، ۱۸ اړوند بنسټونه، څلور نړېوال پوهنتونونه او شپږ دایمي سیاسي نمایندګۍ لري. اسلامي انکشاف بانک "IsDB" یو له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې د همدې سازمان تر چتر لاندې کار کوي. دا بانک شاوخوا پنځه میلیارده ډالر سرمایه لري.  

افغانستان او OIC

افغانستان له پیله تر اوسه ددې سازمان غړی دی. البته د "۱۹۸۱-۱۹۹۲ز" کلونو ترمنځ چې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل لاندې و، په دې سازمان کې زموږ د هېواد غړیتوب ځنډول شوی و؛ مګر له "۱۹۹۲ز" کال وروسته یې بېرته خپل غړیتوب ترلاسه کړ. په "۲۰۱۱ز" کال کې افغانستان له دایمي غړیتوب څخه د سفارت پوړۍ ته ارتقاع وکړه. خو اوس یو ځل بیا داسې برېښي چې دا سازمان له افغانستان سره تعامل ته لا تیار نه دی. دا ځکه چې نن په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ خالي پرته وه او د ا.سلامي ا.مارت د بهرنیو چارو وزیر ا.میر.خان م.تقی ته په ګروپي عکس کې هم اجازه ور نه کړل شوه.