خلقو ته ښه پته وه چې د ھغوئ د جمات امام داسي کس دے. چي په خيټه‌کښې ئې حرام پراته دي او مونځ پسې نه کيږي خو بيا به هم په دے سخته يخنۍ کښې خلقو اودس اوکړو او شاته به پسې اودريدل. هسې به ښکته بره شوه ځان به ئې هم ستړے کړو او خپل قيمتي وخت به ئې هم ضائع کړو..

ما ورته ډير اووئيل چې ھندو که ځان ډير ستړے کړي خو بيا تري هم خدائې ناراضه وي -خو د افسوس خبره دا وه چې دومره جرأت چا هم نه شو کولے چي امام صيب ته ئې دا ويئلے وے چې يا خو دا حرامخوري پريږده او يا دا امامتي- 

 په دغه شان عبادتونو کښې د محلے د خلقو ژوند تير شو او ډيرو له پکښې مرګ هم راغے خو تر مرګه پوري چا هم دغه جرأت اونه کړو چې حق اووائې .او دا تپوس اوکړي چي که څوک حرام خوري نو مونځ پسي کيږي او کنه؟  

ليک. محمد الياس