لنډه کیسه: ټکر

i
imranghani
Author
Feb 24, 2023
3 years ago
2,107 views
لنډه کیسه:  ټکر

ټکر (لنډه کیسه) 
لیکواله: شکېبا نادري

سړي نارې کړې: 
ــــ له بازاره خو به مو بل څه نه وي پکار؟
 غوټۍ خبره ور غبرګه کړه: 
ـــ نه پلاره، هر څه شته. ټول چمتوالی نیول شوی، مېلمانه به هم اوس راورسېږي. 
غوټۍ له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده، له المارۍ یې خپلې نوې جامې ور واخیستې، له موسکا په ډکه خوله یې په هېنداره کې د ځان ننداره کوله، غلي یې له ځان سره وویل: "هسې مې کله کله ځوروي، راته وایي چې بدرنګه یې زه خو څه بدرنګه نه یم." 
په کړس یې وخندل: "زه هم لېونۍ یم خپله د ځان ستاینه کوم." 
شېبه لا نه وه وتلې چې د وره کړپ شو، غوټۍ د وره په لور نظر وکړ، په وره کې ولاړې کوچنۍ نجلۍ په نیمګړي انداز وویل: 
ـــ ښایسته ترورې، مور مې وایي چې ژر راشه.
غوټۍ د تل څېر په خوږه لهجه  ماشومې ته وویل: 
ــــ ښایسته ترور د له تانه قربان شي، دا دی درغلم. 
بیا یې غلي وویل: "کاش چې ریاض دې هم ستاسو په څېر زما ښایست منلی وای." 
هر څه چمتو و، غوټۍ به هره شېبه خپل لاسي ساعت ته کتل، د شپې نهه بجې شوې مېلمنو ډوډۍ وخوړه هره چابه د ریاض پوښتنه کوله. غوټۍ به ژر وویل، په لاره کې دی اوس به راورسېږي. وخت په تېرېدو و خو د ریاض د راتلو هېڅ کوم خبر نه و، د غوټۍ په سترګو کې د ریاض د راتلو تلوسه لا په زیاتېدو وه، د موبایل په شیشه یې ګوته کش کړه تندی یې تریو کړ په سکرین کې د ریاض شته عکس ته وکتل او ویې ویل: "افففف ته څه وخت له دې بې پروایۍ اوړې راشه کنه." 
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصي چې د موبایل په سکرین د ریاض نوم ښکاره شو، غوټۍ د موبایل په شنه بټه غټه ګوته کش کړه پرته له سلام نه یې وویل: 
ـــ خیر دی اصلاح شه، نن زموږ د ژوند تر ټولو ځانګړې ورځ ده، یو کال دې ورځې ته په تمه و، خو ته نن هم په وخت رانغلې!!
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصې چې په مبایل کې یې د بل چا غږ واورېد:
ـــ بلی بلی اورئ!
ـــ تاسو څوک یاست او د دې موبایل څښتن مو څه کېږي؟
ـــ زما نوم سلطان دی، د موبایل څښتن موټر ټکر کړی، اوس مو روغتون ته راوړی تاسو ژر راشئ.
غوټۍ د دې خبرو په اورېدو چیغې کړې څه شوي، هغه خو ژوندی دی...

Related Articles

May 31, 2023
1,265 views

استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت

په استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت .Standard Size of Rooms in Residential Building and their Locationsد استوګنیزه ودانیو د پلانولو پرمهال د کوټو په سایز او موقیعتونو باندې پوهیدل ډیر ضرور وي .د کوټو سایز د لمر روښنايي ،د استوګن...

Jan 20, 2026
1,123 views

خواجه زی

پښتو ناول لیکوونکی خواجه زی  پېژندنه: زه خواجه زی یم، د پښتو ادب مینه‌وال او لیکوال. د ژوند ساده کیسې، مینه، ډرامه، او د کلیو ژوند مې د خپلو ناولونو او کیسو موضوع ګرځولې ده. زه هڅه کوم چې پښتو لوستونکو ته تازه، روانه او زړه راښکونکې کیسې وړاندې...

Apr 06, 2021
1,764 views

اولویت های رسانه یی

اولویت های رسانه یی مصطفی عمرزی از یکی از بزرگان فرهنگی ما پرسیدم که استاد محترم! در این اواخر، کمتر می نویسید؟ با تبسم گفت: نه، چنین نیست! حالم خوب است. منتها در نوبت ایستاده ام. وقتی توضیح خواستم، گفت که نوشته هایش را سر وقت می فرستد، اما مسوولان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,229 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,016 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,685 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...