خواجه زی

King Khan
King Khan
Author
1 min read
5,346
خواجه زی

پښتو ناول لیکوونکی خواجه زی 

پېژندنه:

زه خواجه زی یم، د پښتو ادب مینه‌وال او لیکوال. د ژوند ساده کیسې، مینه، ډرامه، او د کلیو ژوند مې د خپلو ناولونو او کیسو موضوع ګرځولې ده. زه هڅه کوم چې پښتو لوستونکو ته تازه، روانه او زړه راښکونکې کیسې وړاندې کړم.

زه خپلې لیکنې خپل شخصی ټلګرام  چینل کی نشر کوم دا یی لینک دی

https://t.me/pashtoonovels0

البته تازه می فسبوک اکانت هم د  خواجه زی صاحب په نوم جوړ کړی او هلته هم نشرات کوم

https://www.facebook.com/profile.php?id=61572668542014&mibextid=ZbWKwL

تر څو لوستونکي هر وخت زما نوې کیسې او ناولونه په آسانه توګه ولوستل شی. که تاسو د پښتو ادب، رومانټیک، ډرامه، او اسرار کیسې خوښوئ، نو زما لیکنې به ستاسو لپاره ځانګړې تجربه وي.

زما لیکل شوی ناولونه عبارت دی له :

1: ګرګ آشتي ناول 

دا ناول چې ژانر او کیسه یې زیاتر عاشقانه او اجتماعي ده د یو جنۍ د ژوند کیسه روایت کوي چې ښار کې اوسیږی او خپل د کور کلې لومړۍ جنۍ ده چې پوهنتون کې درس وایی، په پوهنتون کې دا په یو هلک مینه کیږی او فکر کوی همدا رښتینی مینه ده؟ خو قسمت یو بل څه دیته ټاکلې ... کوم کسان چې د عاشقانه او عین حال کې روان داستان د ویلو شوقیان دی دا ناول ورته معرفی کوم په درې پړاو کې لیکل شوی لومړۍ پړاو ګرګ آشتي دویم شهرې جنۍ په کلې کې او دریم د پښتون غیرت په نوم.

2: ابلیس ناول

دا ناول ډارونکي کیسه لری یو هلک په نوم د محمد طاها د یو عادی ژوند په لټه کیدی خو قسمت ورسره یاری نکوی او تل ستونزی مخکې راځې او غټ ترینه ستونزه هم د پیریانو ده؟! دا ناول څلور پړاو لری لومړۍ پړاو زیاتر د پیریانو په اړه دی خو دویم او دریم پړاو ناول جنایي او پولیسي برخي ته داخل کیږی نو کوم کسان چې د جنایي ناولونو شوقیان دی دا ناول ویلی شی د دی ناول لومړۍ پړاو د ابلیس په نوم دی دویم یې بوجۍ دریم ته څوک یې؟ او څلورم زقوم.

3: زما غږ حرام حرام ناول

دا ناول د یو عقیدی پر بنسټ چې ځینی کسان یې لری لیکل شوی په نوم د "تناسخ" هغوي دا عقیده لری چې د انسان روح هیڅکله نه مړ کیږی او هغه چی کله لاړ شې نو د یو بل چا بدن کی ننوځې، البته دی ناول کب د مړ روح سره کوم کار نشته، کیسه یی داسی ده چې یو جنۍ د ماشومتوب څخه خپل د کاکا د زوی په نوم ده خو دی ورڅخه بیحد بد راځې او نه یې خوښیږی کرکه او نفرت یې تر دی حد دی چې غواړی ځان وژنه وکړی 

خو همدی حال کی د دی او د دی د هغه کوژدن روح یو دبل جسمونو کی بدلیږی؟! مطلب جنۍ ځې د هلک بدن ته او هلک د جنۍ بدن ته ... خو رښتینی نړۍ می نه زیاتر د خوب حال کی دا کار کیږی خلاصه د هغه کسانو لپاره چی تخیلي او هیجانی او هووو داسی اخ او ډب ناولونو شوقیان دی دا ناول توصیه کوم د دی ناول هلک بیحد غوسه ناک دی بیحدددد دا ناول همدی یو پړاو کې لیکل شوی.

4: النحیط ناول

دا ناول د یو رښتیني کیسي پر بنسټ لیکل شوی، د ناول کیسه د یو جنۍ د ژوند روایت کوی چې د همسایه ښځه یې بار،بار د دی مرکي ته راځی او دا خپل زوی ته غواړی خو د جنۍ کورنۍ وایی موږ بیګانه کسانو ته لور نه ورکو خو دومره دا ښځه ځې راځې چې بلاخره دوی مجبور کیږی لور ورکړی، خوووو خلاصه بیحد غمژن داستان لری کوم کسان چې د غمژن ناولونو شوقیان دی دا ناول دی ضرور ووایی ...

#او_هغه_ناولونه_چې ما یوازی ځان ژباړلی

1- د دوزخ څخه یو سړي لومړۍ او دویم پړاو.

2- رټل شوي ګناه.

زما ناولونه شاید تاسو په وټساپ یا نور ګزوپونو کی ویلی وی خو هغه زما چینل نه دی او نه هم ما ورته خپل د ناول د نشر کولو اجازه ورکړی هغوی خپل د چینل مخکی وړلو لپاره زما ناولونه زما بی اجازه نشر کوی ځینی خو یی حتا زما نوم لا نه لیکی دا ادبی غلا او غیر قانونی کړنه ده هر ملګری چی زما د لیکنو او ناولونو شوقی او مینوال دی د دهمدی دوه آدرس څخه ما تعقیب کولای شی مننه

1 Comment

Sign in to leave a comment.

Saeeda Aryan
Saeeda Aryan 1 month ago

سلام او درناوی محترم استاد خواجه زي صاحب! 🌷 زه د «ابلیس» ناولونو له مینه والو څخه یم او ستاسو ټول ناولونه مې په ډېره مینه او شوق لوستي دي. اوس چې د «کتاب راکړه» په نوم پنځم جلد خپور شوی، ډېره لېواله یم چې هغه هم ولولم. یوه ستونزه لرم؛ زه واټساپ او ټیلیګرام نه لرم، نو ځکه ستاسو له هغه ځایه د ناول لوستل راته ممکن نه دي. که مهرباني وکړئ، غواړم پوه شم چې ایا د «کتاب راکړه» رسمي PDF نسخه به خپره شي، یا کومه بله قانوني لاره شته چې زه یې ترلاسه او ولولم؟ ستاسو د ښکلو لیکنو او زحمتونو څخه ډېره مننه. تل دې بریالي او سرلوړي اوسئ.

Related Articles

3 articles
Jun 02, 2023
1,255 views

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلاف...

Nov 28, 2021
5,401 views

که په ځان کې مو دا نښې وینﺉ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یﺉ چمتو!

لیکنه: شکېبا نادري، که په ځان کې مو دا نښې وینئ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یئ چمتو!   واده کول داسې پرېکړه ده چې د انسانانو له ټول ژوند سره نه شلېدونکې اړیکه لري، کله چې یو کس غواړي واده وکړي، لومړی باید له هر اړخه ورته ځان تیار کړي، لکه مالي اړخ،...

Dec 18, 2021
6,428 views

حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر   پېژندنه: حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
41,022 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Dec 17, 2020
32,313 views
1

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Nov 26, 2020
32,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article