د جرمني Hilde domin scholarship بورسونه:
د بورسونو دا کټګوري هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې وکړی شي جرمن پوهنتونو ته د ځان د تهدید په اړه قناعت ورکړي. په دې ترتیب جرمن پوهنتونونه بیا نوموړي کسان بورس ته نوماندوي. ډيډلاین یې د جنوري تر پایه دی. د اسنادو د ارزونې پروسه یې هم متفاوته ده. د هر چا اسناد چې ژر ورغلل هغه ارزول کېږي او په اړه یې تصمیم نیول کېږي.
زه تر اوسه له څو کسانو خبر یم چې د بورسو په دې کټګوری کې مخ ته تللي. یو دوکتورا بورس ته معرفي شوی. که څه هم ډيډلاین نه دی را رسېدلی خو نوموړی یې اخري پړاو ته رسېدلی چې ممکن ژر د بریا احوال ورکړي. همدارنګه بل ځوان چې خپله یې هڅه کوله، وکړی شول د یوه پوهنتون پروفیسور ته قناعت ورکړي تر څو دی هم دې بورس ته نوماند کړي. اسناد یې ورکړل او ممکن د ده سرنوشت هم ژر معلوم شي.
له همدې کبله مې سپارښتنه ده چې تر هر څه لومړی د پوهنتون استادانو او د ماسترۍ د برنامو دایرکټرانو ته ایمیلونه وکړئ. د خپل تهدید په اړه ورته ووایاست او ترې وغواړئ چې دې بورس ته مو نوماند کړي. دا هم اړینه نده چې تاسې په لومړي پړاو کې له پوهنتون داخله واخلی، یوازې پوهنتون باید تاسې نوماند کړي، داخله بیا په راتلونکو میاشتو کې اخیستی شئ.
دا چې اوسمهال نجونې پوهنتون او کار ته نشي تللی، زما په اند د هغو د منل کېدو چانس بیخي ډېر دی. غوره دا ده چې زیار وګالئ او لومړي پړاو کې یې بریالي شئ.
نوټ: زه د چا سره په اختصاصي ډول مرسته نشم کولای. یوازې لار درښیم. نور زیار مو خپله وګالئ. خو خبر یم چې څو کسانو همدا لار تعقیب کړې او ژر ممکن بورس ترلاسه کړي چې ورسره د ایستلو ژمنه یې هم کړې.
https://www.daad.de/en/the-daad/what-we-do/sustainable-development/funding-programmes/funding-programmes-for-students-a-z/hilde-domin-programm/
https://twitter.com/assemmayar1
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Articles
3 articlesولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟
ژباړه ـ ریاض مقامزی کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې "فلانی" په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې...
جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول
شايد لوستل يي ډير مفيد وي په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول Constructing a building on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره (waterlogged) یا (Swamp land) یا (Marsh land)ځم...
ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟
لوستل به یي کوم تاوان ونلري؛که وخت لرۍ نو ویي لولۍ! د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟ بيا نو ولي په نړي کي در...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...