پراېم کوټ اندازه د يو متر مربع ساحې
463
Faridon Delsoz Niazai
2023-05-10 02:49:59
په يو متر مربع ساحه کې بايد څو ليټره پراېم کوټ (prime coat) واچول شي.
د پراېم کوټ اندازه د يو متر مربع ساحې لپاره د انکشاف دهات د وزارت د تخنيکي مشخصاتو لمخې (0,8-1,4) ليتره ښودل شوى. خو په ساحه کې بايد په يو متر مربع کې (1,2-1,8)ليتره پراېم کوټ واجول شي. که د بېس کورس په طبقه کې پورته اندازه پراېم کوټ واچول شي نو په خه ډول پراېم کوټ د بېس کورس په طبقه کې penetration کولاى شي. د بېس کورس او اسفالټو د طبقو ترمنځ د ښه چسپش (bonding) سبب ګرځي.
د پراېم کوټ د اچولو په وخت بايد د اتموسفير د حرارت درجه څومره وي?
د پراېم کوټ د اچولو په وخت کې بايد د اتموسفير د حرارت درجه د 15 درجه د سانتي ګراد څخه کمه نه وي. کله چې د حرارت درجه د 15 درجه د سانتي ګراد څخه کمه وي نو د حرارت د درجې د کموالى له اثره پراېم کوټ د بېس کورس په طبقه کې نفوذ penetration نه شي کولاى. نو ځکه بايد په يخ موسم کې د اسفالټو (asphalt) اچول توصيه نشي.
کله چې د پراېم کوټ د اچولو په وخت کې د اتموسفير د حرارت درجه 15 درجه د سانتي ګراد وي نو بايد پراېم کوټ د بېس کورس د طبقې لپاسه تر (75h) ساعتونو پورې پرېښودل شي. تر څو د بېس کورس په طبقه کې ښه نفوذ penetration وکړي.
کله چې د (Bitumen %40) او (kirosen 60%) له مخلوط څخه استفاده وشي. نو پدې صورت کې د پراېم کوټ په 1000lit کې (400lit) قير او (600lit) د خاورو تېل وي.
د پراېم کوټ د اچولو دمخه بايد د Base Course طبقه د Compressore د ماشين په واسطه پاک کاري وشي. او سطحه بايد نم او رطوبت ونلري.
1) cleaning the top of Base Course
2) Base Course Layer should does not have moisture.
کله چې د بېس کورس طبقې پورتنئ برخه رطوبت ولري نو لاندې دوه ستونزې رامنځته کېږي.
1) د اسفالټ (asphalt) په طبقه کې کرک (crack) رامنځته کېږيښ.
2) د (heavy load traffic) د برېک له اثره د موټر تاېرونه اسفالټ له ځان سره کش کاږي او د سرک په سطحه د موړو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دا پدې معنى چې اسفالټ د بېس کورس د طبقې سره سم نه ده Bond شوى. او يا د بېس د طبقې Brooming سم صورت نه دى نيولى. د کور کټنګ Core Cutting په وخت کله چې د اسفالټو څخه کور Core اخيستل کېږي که د اسفالټو سره د بېس کورس د موادو يو اندازه ووتل نو بېس کورس د اسفالټو سره ښه Bond شوى. او که چېرې يوازې اسفالټ ووتل نو دادمعنى لري.