جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 28, 2023
2 years ago
1,151 views
جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل:

لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک کړم. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په قانوني توګه اروپایي هیوادونو کښې زده کړې او تګ را تګ وکړئ.

په المان کښې معمولا پوهنتونونه فیس نه اخلي ( بعضې شخصي او د Baden Württemberg ایالت پوهنتونونه یې بیا اخلي، تاسې کولای شئ ډیر نور پوهنتونونه انتخاب کړئ) نو په همدې اساس په المان کښې تحصیل ډیر ارزانه دی. تاسو مکلف یاست د خپل ځان مصارف تامین کړی او په پوهنتون کښې تر داخلې اخیستلو وروسته المان ته د زده کړو لپاره لاړ شئ. پروسه داسې ده چې :

۱. باید د خوښې رشته او پوهنتون د انترنت له لارې په خپله پیدا کړئ. 
۲. د داخلې اخیستلو شرایط یې ولولئ او د غوښتنلیک ورکولو وخت یې معلوم کړی، تر څو په همغه مشخص وخت کښې ورته د خپل غوښتنلیک اسناد ولیږئ. 
۳. د داخلې په وخت کښې اسناد عموما په انلاین سیستمونو له لارې جمع کیږي، او ځینې پوهنتونونه بیا اصلی غوښتنلیک ( امضا شوې فورمې) هم درڅخه غواړی چې تاسې کولای شئ د پوست له لارې یې ورته واستوئ. 
۴. انتظار وباسئ تر څو ستاسې د داخلې سرنوشت معلوم شي. تاسو کولای شئ په څو پوهنتونونو کښې خپل اسناد جمع کړی او پس له ځوابه تصمیم ونیسئ په کوم یوه کښې زده کړې وکړئ. 
۵. تر ځواب اخیستلو وروسته، به تاسو د بانک سره د ایمیل په زریعه اړیکه ونیسئ او د اکونت جوړولو فورمې به له ډک کولو وروسته د پوست له لارې وراستوئ. له یو دوه هفتو وروسته به ستاسو اکونت جوړ شي او د ایمیل له لارې به بانک تاسو ته احول درکړي. تاسې بیا د یو کال پیسې (8000 یورو) به له عزیزی بانک څخه ورته ترانسفر کړئ. د دغو پیسو سند به سفارت ته د پوهنتون د داخلې له اسنادو سره د ویزې لپاره تحویل کړئ چې مطمین شي، تاسو د‌ځان مصارف تامین کولای شي. 
۶. له دې وروسته پروسه نژدې بشپړه ده او تاسې به د المان له سفارت څخه ویزه تر لاسه کړئ. د ویزې لپاره فکر کوم سفارت ستاسو څخه د الماني ژبې د کورس د ثبت نام سند هم غواړي چې تاسې کولای شي هغه په کابل کښې د ګویټه انستیتوت څخه تر لاسه کړي. که چیرې ستاسو ویزه رد شوه بیا به بانک ته بله فورمه ډکوي او اصلی به یې د پوست له لارې ورته رالیږئ تر څو بیرته خپلې پیسې تر لاسه کړئ.
۷.‌ دا پیسې ستاسو خپلې دي، یوازې تاسې دومره حق لري چې د میاشتې تر 800 سوه پورې ترې د ځان د مصرف لپاره واخلي. نورې د پوهنتون له خوا بلاک کیږي. 
۷. د دوهم کال لپاره هم باید تاسې په بانک کښې 8000 یورو ولرئ. تر څو ستاسو ویزه تمدید شي او تاسې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ. تاسو کولای شئ د درس په جریان کښې کار هم وکړئ تر څو د بل کال مصارف مو په خپله پوره کړئ.

د دې لپاره چې ستاسو شک لیرې شئ، درته ویلی شم چې زما خپل دوه - دری ملګري په همدې ډول په المان کښې زده کړې کوي. او نورو هم خپل غوښتنلیکونه پوهنتونونو ته استولي دي. . د زده کړو تر څنګ کار هم کوي او د مصرف څخه اضافه پیسې بیرته کورته لیږي. راڅخه غوښتنه یې وکړه چې د ډیرو مسجونو او پوښتنو لپاره یې دلته نوم ذکر نکړم که نه له ستاسو سره مې معرفي کول. نو که تاسې هم لږ زحمت وباسئ کولای شئ په همدې توګه په المان کې لوړې زده کړې وکړئ.
ڼوټ: دا معلومات تاسو د منبع  Mohammad Assem Mayar  په ذکر کولو سره کاپی کولای شئ.
د دې لپاره چې پروسه تاسو ته اسانه شي ، په راتلونکي کښې به هغه قانوني ارګانونه در وپیژنم چې تاسو سره په دې برخه کښې د لږ فیس په اخیستلو مرسته کوي. د یادولو وړ ده چې ډیری پوهنتونونه اوس د همغه ارګانونو څخه محصلین مني او ځینې یې بیا شخصي هم غوښتنلیکونه مني.
ستاسو د بریالیتوبونو په هیله.
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Dec 11, 2022
1,036 views

جبران خسارت ناشی از کرونا در حقوق خصوصی

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی)  موضوع که امروزه همه و در هر سن و سال و در هر گوشه و کنار در مورد آن شنیده‏اند و از آن ارعاب دارند همانا مصیبت کرونا است که به طرق مختلف فرد را مصاب می‏سازد، ولی آنچه در کنار مباحث طبی...

Feb 23, 2022
2,738 views

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ...

Mar 21, 2022
2,090 views

د عمل خلک شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي له دویمې نړېوالې جګړې وروسته، له یو لوړپوړي جاپاني چارواکي وپوښتل شول: "یواځې ستاسو هېواد و، چې امریکا پرې اټومي حمله وکړه. نو ویلای شو، تاسو د امریکا سرسخته دښمنان یئ؛ مګر ولې له تاسو د "مرګ پر امریکا" شعار نه اورو؟" ځوا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,229 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,016 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,685 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...