استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 31, 2023
2 years ago
1,274 views
استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت

په استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت .
Standard Size of Rooms in Residential Building and their
 Locations
د استوګنیزه ودانیو د پلانولو پرمهال د کوټو په سایز او موقیعتونو باندې پوهیدل ډیر ضرور وي .د کوټو سایز د لمر روښنايي ،د استوګنو د حرکت او طبیعي هوا ننوتو ته زمینه برابروي .
په استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایزونه او د هغو موقیعتونه.
1. د تفریح یا د اوسیدو کوټې سایز . Size of Drawing or Living Room:
د تفریح کوټه یا اوسیدو کوټه د کورنۍ د غړو او میلمنو د ناستې لپاره  یوه مشترک ،ارام او زړه راښکونکی ځای وي .ځیني وخت دا کوټه د ښه راغلاست خونې او یا هم ډوډۍ خوړلو کوټې  په توګه هم کاریږي .د تفریح کوټه باید د ودانۍ په منځنۍ برخه کې داسې برابره کړای شي چې له مخامخ برنډې او ډوډۍ خوړلو ځای سره نښتي وي .د تفریح کوټه باید روښانه وي او تهویه ولري .
 
د تفریح کوټه په ټوله ودانۍ کې ترټولو لویه او غټه وي نو ځکه د هرډول مراسمو لپاره کاریدای شي.د تفریح کوټې سایز په دې پورې اړه لري چې په راتلونکې به د څه لپاره وکارول شي.د تفریح کوټې سټنډرډ سایزونه دادی 
.4200mm (14ft) X 4800 mm (16ft)   تر   5400mm (18ft) X 7200mm (24ft)
2. د خوب کوټې . Size of Bedrooms:
د خوب کوټې ته باید داسې موقعیت ورکړل شي چې ښه تهویه ولري او په ورته وخت کې په پرده او خوندیتوب په پام کې ونیول شي.په عمومې ډول د خوب کوټې باید د ودانۍ یو څنګ ته وي چې داسې یې لږترلږه یو دیوال د ښې تهویې  او رڼا لپاره پاتې شي .د خوب کوټې باید په د باد په طرف ځای په ځای شي .د دې کوټو موقعیت باید داسې وي چې د سهار لخوا لمر رڼا ورننوځي .د کړکیو مساحت باید لږترلږه د کوټې د مساحت 10%  په اندازه وي .د کوټې حجم باید د غټانو لپآره 9.5  مترمکعب او د ماشومانو لپاره  5.5 مترمکعب پرکس وي .
 
ښه خبره داده چې د خوب کوټې سره نښتی تشناب او کمود هم وي .د خوب کوټې سټنډرډ سایزونه په لاندې ډول دي .
3000mm (10ft) X 3600mm (12ft) to 4200mm (14ft) X 4800mm (16ft)
3. د میلمه کوټې سایز . Size of Guest Room:
د میلمه کوټه به ښه رڼا وي او ښه تهویه ولري .دا کوټه باید د ودانۍ په یوطرف کې د تفریح کوټې ته نژدي وي .
 
د میلمه کوټه باید له نور کور سره نښتی نه وي او خپل ځانګړی تشناب او کمود ولري.د میلمه کوټې سټنډرډ سایز په لاندې ډول دی . 3000mm (10ft) X 3600mm (12ft)
4. د برنډې سایز Size of Verandah:
د برنډې لپاره ترټولو ښه موقیعت جنوب  او لویدیځ څنډې دي.که د ودانۍ مخ ختیځ ته وي نو بیا ختیځ ته هم ورکول کیږي.برنډه د اتنظار خونې په توګه هم کاریږي .برنډه شخصي اپارتمان ددخلیدو له ساحې جلا کوي .برنډه ددې لپاره ورکول کیږي چې  دودانې مخ په لمر برخو دیوالونه د ورځې په اوږدو کې سیوری وساتی .ځکه نو باید  فرش مساحت  2/3    برخې څخه زیات برخه خالیګا ونه لري.د ګرمو سیمو لپاره هرکور باید یوه مخامخ او یوه د څنګ برنډه ولري.د برنډې سایزونه په لاندې ډول دی .1800mm (6ft) to 3000mm (10ft)   .برنډه ډیری وخت چجه لری.
5. دفتر کوټې سایز . Size of Office Room:   
د دفتر کوټه د برنډې په یوڅنګ کې وي او له نورو کوټو سره نښتې نه وي .ځینی وخت د دفتر کوټه د میلمه کوټې په توګه هم کاریږي .ددفتر کوټې سایزونه په لاندې ډول دي .3000mm (10ft) X 3600mm (12ft)   
6. د خوړو کوټې سایز .. Size of Dining Room:
په عمومي ډول د خوړو کوټه باید د  تفریح کوټې یا هم اوسیدو کوټې سره په څنګ کې وي  او هم پخلنځي ته نژدي وي .په ډیری عصری کورونو کې د خوړو کوټه او تفریح کوټه یوځای کیږي او یوه لویه کوټه ترې منځ ته راوړي .
 
د خوړو کوټې سایز په لاندې ډول وي . 3600mm (12ft) X 4200mm (14ft) to 4200mm (14ft) X4800mm (16ft)
7. پخلنځي سایزSize of Kitchen:
پځلنځي باید د ودانې په شمال –ختیځ څنګ یا هم یو کونج کې ورکول شي .پخلنځي باید د خوړو له کوټې سره ونښلول شي او باید دباندې وتلو لپاره یوه بله لار هم ولري.که شوني وي پخلنځي ته داسې موقعیت ورکول شي چې د سهار لخوا لمر ورننوځي .پخلنځي باید  کړکی او د لوګی اوبوی وتلو لپاره یوه مورۍ ولري .د کړکۍ مساحت باید د چت مساحت 15%  کم نه وي .په پخلنځي کې باید دست شوی او کافي اندازه المارۍ ورکول شي .که شوني وي د پخلنځي سره نښتی یوګودام هم ورکول شي .د پخلنځي سټنډرډ سایزونه . 2500mm (8ft) X 3900mm (13ft) to 3000mm (10ft) X 3600mm (12ft)

8. ګودام  Store Room:
کودام باید پخلنځي ته نژدي وي .د ګودام کوټې سایزونه په لاندې ډول کیدای شي .
2500mm (8ft) X 2500mm (8ft) to 3000mm (10ft) X 3000mm (10ft)
9. پنتري . Pantry
پنتری چې په فارسي کې ورته ابدارخانه وايي هغه کوټه ده چې د خوړولو کوټې سره نژدی جوړیږي څو هلته پاخه خواړه وساتل شي.په دې کوټه کې یو شمیر المارۍ هم وي .د پنتري کوټې سایزونه په لاندې ډول دی .
2500mm (8ft) X 3000mm (10ft)
10. د تشناب کوټه او کمودخونه . Size of Bathroom and WC:
نن سبا دا ډیر دود دی چې هره کوټه کې تشناب او کمود ورکول کیږي .دا هغه وخت شونی ده چې اوبه پریمانه وي .تشناب او کمودخونې ته باید پوره تهویه ورکول شي.که شونی وي تشناب ته دوه کړکۍ ورکول شي یوه یې د تهويي لپاره د ځمکې له سطحې 2000mm  بره او بل یې لږ ټیټ ورکول شي خو بیا هغه ښیښه ورکول شي چې ګلداره وي .که تشناب او کمود یوځای وي نو سایزونه یې په لاندې ډول وي .WC (combined): 1800mm X 1800mm to 1800mm X 2500mm
که جلا وي نو تشناب . (separate): 1200mm X 1800mm
کمود .WC (separate): 1200mm X 1200mm
انجنیر محمد فرید عاطف

Related Articles

Dec 07, 2020
4,648 views

د سردردۍ اسانه درملنه

په اوس وخت کې سردردي یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې هره ورځ ډېری انسانان ترې ځورېږي. ویلی شو، چې تقریبا موږ ټولو سردردي ليدلې ده، مګر ځينې داسې وګړي هم شته، چې دوامداره سر درد یې حالت ورځ تر بلې خرابوي. د سر درد کمه او ډېره کچه زموږ پر ورځنيو چارو اغېز...

Mar 27, 2021
4,018 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Oct 19, 2023
2,057 views

د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

دا شنه ځمکه عربان دي او په سره دايره کې بند اسرايل دي!نفوس: عربان له څلورو سو ميليونو هم زيات دي اسرايل ايله 8 ميليونه هم نه دي!اقتصاد : د اسرايل څوڅو څو چنده زياته پيسه عربانوسره ده خو د نړۍ اويا سلنه اقتصاد باندې د اسرايل اغيزې دې!نړۍ سره وصل: عربا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,357 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,057 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,771 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...