کمال خان څوک و؟

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
4,702
کمال خان څوک و؟

 

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ.

کمال خان څوک و؟

د نوموړي په اړه دوکتور اعظم سيستاني ليکي: "د ايوان سميت په نوم انګرېز افسر چې د جنرال ګولډ سمیټ د سکرتر په توګه دنده درلوده، په "۱۸۷۲م" کال کې له کوهک بند څخه تر کمالخان بندر پورې سفر کړی دی، هغه د کمال خان شجره داسې بیانوي: "جان بیک د (خان جانخان، اسلام خان یا اسلم جان، او نواب خان) په نامه درې زامن درلودل. د خانجان خان زوی ابراهیم خان نومېده، چې د چخانسور واګي یې په لاس کې وې. امام خان چې د اسلم خان زوی و، حسین آباد یې په خپل واک کې درلود. خو د نواب خان زوی "سردار کمال خان" نومېده، چې "چهاربرجک" سیمه یې په اختیار کې وه. پخپله کمال خان بیا اته زامن درلودل، چې "محمد عمر خان، محمد رضا خان او سرفراز خان" یې ډېر مشهور وو.

د سردار کمال خان نفوذ پر هغو کوچي بلوچانو ډېر دی، چې د هلمند له سیند چپ طرف ته د کمالخان بندر او رودبار ترمنځ پراته دي. رودبار سیمه بیا د نوموړي او سردار امام خان ـ چې د کمالخان ترور زوی دی ـ ترمنځ وېشل شوې ده. او هر یو یې خپلې کلاګانې لري، خپلو کسانو او زامنو ته یې سپارلي، چې د ځمکو د عایدات په وېش کې نظارت وکړي. د سردار امام خان پر نسبت د کمال خان ځواک ډېر دی."

په لنډ ډول ویل شو، چې کمال خان پر وطن او خپلو خلکو مئين شخص و، چې سلګونه کلونه وړاندې یې ژوند کاوه. نوموړي د خلکو له سمې مرستې پرته د لرګیو او شته امکاناتو په مرسته چهاربرجک سیمه کې یوه اندازه اوبه مهار کړې. پر مټ یې شاوخوا سیمې ښيرازه شوې. خو د ګوډ تيمور په وخت کې پر یاده سیمه برید وشو او هغه بند له منځه يوړل شو.

له هغه وروسته سردار محمد داوود خان وویل، چې یاد بند به جوړوي، خو له بده مرغه شهید کړای شو. نوموړي هم خپل ارمان ګور ته یووړ. د خوښۍ خبر دا دی، چې یاد بند په اوس وخت کې جوړ شو. د کمال خان او سردار محمد داود خان ارمانونه به پوره شوې وي.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د طبي تشخیص تاریخچه
Pashto
Oct 16, 2021
2,030 views

د طبي تشخیص تاریخچه

طبي تشخیص تاریخچه د طبي تشخیص تاریخچه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې د امهوتب په دوران کې او په یونان کې د هایپوکراټ په دور کې په ډېرۍ تیزۍ او چټکۍ سره رامنځته شوه.تشخیص ته رسېدل په تیوریګانو ولاړ وو او دا ټولې تیوریانې په شلمه پېړۍ کې ولیکل شوې....

Written by Wranga Read more
که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!
Pashto
Apr 26, 2022
2,731 views

که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د ویده کېدو پر مهال انسانان بېلابېل خاصیتونه لري. دا ځانګړنې هم د ویده کېدو په چاپېریال او هم د ویده کېدو په ډول پورې اړه لري. څوک ناوخته ویده کېدل خوښوي څوک وخته، څوک په ښي اړخ پرېوځي، څوک په چپ او ځينې بېخي سرچپه پرېوځي. ددې...

Written by Riaz Muqamzai Read more
څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟
Pashto
Jul 08, 2020
5,751 views

څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده...

Written by Ketabton Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article