قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
1,449
قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!
#حضرت #عمر #فاروق رض  
د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ.

يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ يې کړ, چې په ښي لاس خوراک وکړه!
سړي ځواب ورکړ: هغه مصروف دی!
عمر دوه ځله خپله غوښتنه تکرار کړه او سړي همدا ځواب ورکاوه.
نو عمر رضي الله عنه په قهرجنه لهجه ورته وويل: په څه شي مصروف دی؟
سړي ځواب ورکړ: د موته په غزا کې زخمي شو او له حرکت څخه ولويدۂ.
عمر رضي الله عنه ځای پر ځای کېناست, اوښکې يې له سترګو روانې شوې او همدا پوښتنې يې کولې:
اودس څنګه کوې؟
جامې دې څوک درته وینځي؟
سر او ځان دې څوک در وینځي؟
او څوک او څوک او څنګه...؟
او له هرې پوښتنې سره يې اوښکو پر مخ لارې جوړولې.
بيا يې امر وکړ چې هغه ته يو خادم, يوه سورلۍ او خواړه ورکړي او له هغه يې د بښنې غوښتنه وکړه چې له حاله يې امیرالمؤمنين ناخبره و.
په دې توګه په جګړو کې د معيوبو د قانون بنسټ کېښودل شو.
—————/—/-//———
قوانین داسې جوړېږي...
همدې عمر رضي الله عنه یو بوډا ولېدۂ چې د ده په خلافت کې خیرات غواړي. پوښتنه يې ځنې وکړه, چې ولې دا کار کوې؟
سپینږيري ځواب ورکړ: زه يهودي يم او بايد جزيه ورکړم!
عمر ورته وويل: چې کله زلمی وې مونږ ته دې جزیه راکوله او اوس زمونږ دنده ده چې ستا کفالت وکړو! او يهودي بوډا ته يې میاشتنی معاش وټاکه.
فاروق رضي الله عنه کورته راځي او په دې اړه يو فرمان ليکي چې له هيڅ بوډا او بېوسه يهودي څخه به جزیه نه اخیستل کېږي, بلکې هغه ته به میاشتنی معاش ورکول کېږي او دخلافت اجرايه قوه د عمر دا فرمان پلی کوي.
————
همداسې د کورنۍ ساتنې ټولنيز قوانين جوړېږي:
اميرالمؤمنين رضي الله عنه پخپله د شپې له لوري د مدينې په لارو او کوڅو کې ګرځي, د جاسوسۍ لپاره نه، بلکې د خلکو له ستونزو نه د خبرېدو په موخه، چې په دې کې د يوه واړه ماشوم بېدرېغه کريکې اوري, کورته نږدې کېږي او پوښته کوي چې په ماشوم څه شوي؟
د ماشوم مور ځواب ورکوي: غواړم دا ماشوم له شېدو بیل کړم.
دا خو يوه عامه خبره ده چې هره مور ماشوم د رضاعت له مودې وروست له شېدو بېلوي؛ خو اميرالمؤمنين په خپله لاره نه ځي، بلکې د ماشوم له مور سره تر هغې خبرې کوي، ترڅو چې دا ورته په ډاګه کېږي چې دا ماشوم له وخت نه وړاندې د مور له شېدو بېلېږي او سبب يې دا دی چې دا کورنۍ سل درهمو ته عاجله اړتيا لري او بیت‌المال له رضاعت نه ورورسته هر ماشوم ته سل درهمه ورکوي.
عمر خپل کور ته راځي, خو د ماشوم ژړا يې په غوږو کې انګازې کوي او خوب ته يې نه پرېږدي.
له ځای څخه پاڅېږي او فرمان ليکي چې له دې وروسته به د ماشوم له زېږېدو سره د هغه کورنۍ ته سل درهم ورکول کېږي.
او له دې فرمان نه قانون جوړېږي ترڅو په ټولنه کې د ماشوم حقوق خوندي شي او مخکې له وخته د مور له شېدو محروم نه شي.
که چېرې عمر رضي الله عنه له دې مور سره بحث نه وی کړی نو دا قانون به نه ؤ جوړ شوی.
———————
فاروق رضي الله عنه له خپل ورور (زید) سره ډېره مينه لرله, چې د رده په جګړو کې شهید شو.
يو سهار د مدينې په بازار کې امیرالمؤمنين عمر د خپل ورور له قاتل سره مخامخ کېږي, د زید قاتل مسلمان شوی او د عمر رضي الله د رعیت يو غړی دی.
عمر په قهرجنه لهجه ورته وايي:
په الله مې دې قسم وي چې ډېر بد مې درنه راځي!
اعرابي په بې پروايۍ ترې پوښتنه کوي: اې اميرالمؤمنينه! ايا ستا دا کار ستا په حکومت کې زما له حقوقو څه کمولای شي؟
عمر رضي الله عنه ځواب ورکوي, چې نه!
اعرابي چې د اميرالمؤمنين د ورور قاتل دی, بې خياله د عمر له څنګه تېرېږي او وايي:
ستا مينه څه د پېغلو مينه نه ده چې زه به پرې وځورېږم! يعنې زما او ستا ترمنځ پرته له حقوقو او مسؤوليتونو نور څه نه شته.
عمر رضي الله عنه نه په غوصه کېږي او نه یې زندان ته لېږي, بلکې د اعرابي د ملنډيز برخورد او جرأت پر وړاندې غلی پاتې کېږي او په خپله لاره روانېږي, ځکه چې پر دې باوري دی چې الله جل جلاله انسان ته د خبرو د آزادۍ حق ورکړي او د قهر او غصې پر کنټرول يې امر کړی دی..!!
او د همدې اعرابي د جرأت په سبب په ټولنه کې د بيان د آزادۍ قانون رامنځ ته کېږي!
————————————-
او بله هغه مؤمنه ښځه چې د جمعې په يوه ورځ يې د امیرالمؤمنين د لقب له يادولو پرته په لويه لار خليفة المسلمين ودراوه او ورته يې وويل: اې عمره! په خپله رايه کې خطا شوی يې! (عمر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د مهر يو معين حد وټاکه چې قانوني بڼه يې غوره کړه) خو دا ښځه د خپلو او نورو ښځو د حقوقو څخه په دفاع د عمر رضي الله عنه نظر او قانون ردوي, اميرالمؤمنين خاموشه اودرېږي, نه امر کوي چې ښځه په درو ووهئ او نه يې زندان ته لېږي, بلکې په لوړ غږ په خپله ښوېيدنه اعتراف کوي (أخطأ عمر وأصابت إمرأة) او د مهر په اړه خپل قانون بدلوي او ټولنې ته واک ورکوي چې د خپلو دودونو او توان سره سم مهرونه وټاکي.
—————-
د الله تعالی د حکم په رڼا کې قوانين داسې جوړېږي!
چې د ټولنې ستونزې، دودونه، غوښتنې او حالت په نظر کې نيول کېږي او دا کار هغه مهال کېدای شي، چې د چارو واکداران د ټولنې په تل کې وي او له خلکو سره ګډ ژوند ولري.
هو!
نه انسانان نور شوي او نه ژوند بدل شوی، خو بدلون په دې کې دی چې په ټولنه کې امیرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله تعالی عنه نه شته دی!!!

ژباړه: محمد شعیب قریشي

او په اخیر کی دا پوهنتونه شروع کړی. 
نن می د مکتب استاد  زرنجه چلوله.
د مسجد امام می  راڅخه سل روپی قرض واخیستی .

Related Articles

3 articles
Jan 06, 2021
8,098 views

له زړه تنګون څخه د خلاصي لاره!

لیکنه ـ ریاض مقامزی زړه تنګون او خفګان په ټوله نړۍ کې یو اروايي ستونزه ګرځېدلې. ډېری وګړي د خفګان او زړه تنګون احساس لري. ددې حالت عوامل ډېر دي او په ټولو وګړو کې د یوې وجهې له امله نه وي. نو ځکه خو یې په یوه علت ټينګار ناسمه خبره ده. اقتصادي ستونزې...

Aug 31, 2021
4,051 views

لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

پرون مې په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز درکیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو...

Nov 08, 2020
5,860 views

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟ ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
34,212 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,277 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,127 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article