بالا:
په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې ده او ولس يې وايي.
کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرامر ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا جلا بحث دی.
په کندهارۍ لهجه کي (باره) او (بالا) ډېر ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي دا بې مانا کلمات دي، آن دا چي ځيني خو ګرسره پسخند په وهي.
ځيني ليکوالان، خو داسي فکر هم کوي چي (بالا) د دري ژبي د لوړ (بلند) مانا لري، خو حال دا چي دا کلمه پښتو ده او زماني قید (Adverbs of Time) بلل کېږي.
په لاندي مثالونه کي غواړم دغه قید ښه در ته روښان کړم.
۱: زه بالا (نور) ستا سره شراکت نه کوم.
۲: زه بالا (نوره) ډوډۍ نه خورم.
۳: زه بالا (نور) دفتر ته په خپل موټر کي ځم.
په ځينو جملو کي (بالا) کلمه د اندازې قيد هم وي چي د اضافه او زيات مانا ور کوي، لکه په دې جملو کي:
۱: اوس (پاو بالا، پاو باندي) لس بجې دي.
۲: احمد ته د خپل پلار له ميراث څخه په يوه کور (بالا، زيات) سل جريبه ځمکه ور و رسېده.
۳: دا ټوکر لس سانتي متره (بالا، زيات) يو متر دی.
۴: احمد په دوې میاشتي (بالا، اضافه) شل کلن دی.
۵: دا ځمکه څه (بالا، اضافه) لس جريبه ده.
یادونه: د (باره) موضوع په بل پوسټ کي در ته تشرح کوم.
پوسټ در سره لاس پر لاس کړئ.
د کندهارۍ لهجی کی (بالا) څه معنا
Related Articles
د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)
لیکنه ـ ریاض مقامزی تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته را...
ګلابو - دوهمه برخه
ګلابو (ناول) - دوهمه برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي غالب غلی شو، له ځانه سره یې ویل:- ګلابو! امممم، یانې ګل ببو، نه نه یو وار حاضري جوړه شي خپله بهٔ مالوم شي غالب څو شیبې غلی ؤ، بیا یې لهٔ ځانه سره وویل:- کهٔ نوم یې ګل ببو وي، دا خو زما د نیکونو د وخت...
په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې
په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې لیکنه: شرر ساپی حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...