ګلابو (ناول) - دوهمه برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

غالب غلی شو، له ځانه سره یې ویل:
- ګلابو! امممم، یانې ګل ببو، نه نه یو وار حاضري جوړه شي خپله بهٔ مالوم شي

غالب څو شیبې غلی ؤ، بیا یې لهٔ ځانه سره وویل:
- کهٔ نوم یې ګل ببو وي، دا خو زما د نیکونو د وخت نوم دی

له همدې سره استاد ټولګي ته دننه شو، شور ماشور ختم شو ټولګي کې چوپتیا خوره شوه چې دروازه ټک ټک شوه یو ځوان ؤ غږ یې کړ:
- یو کس دې پهٔ یوه پاڼه کې د ټولو نومونه ولیکي بیا یې د پوهنځي دفتر ته راوړئ چې حاضري مو چاپ شي

غالب لاس پورته کړ ویې ویل:
- زهٔ بهٔ یې ولیکم بیا یې دروړم

کس بیرته ولاړ غالب شوکت ته وویل:
- تهٔ یوه تشه پاڼه راکړه 

شوکت پاڼه ورکړه ویې ویل:
- یاره! د یو نوم لپاره دومره زحمت وباسې
- ته غلی شه! زه پوهیږم چې څه وکړم

غالب ولاړ د څو کسانو نومونه یې ولیکل چې د هغې نوبت را ورسید ورغی، ویې ویل:
- وبښه نوم او د پلار نوم ؟

انجلۍ سترګې را پورته کړې غالب ته یې وکتل او پهٔ مُسکۍ لهجه یې وویل:
- ګلابو… نه وبښه، هوسۍ د پلار نوم عبدالغفور

غالب پهٔ لړزیدلو لاسونو نوم ولیکلو هوسۍ وویل:
- یخه تبه لرې لکه چې کُرونا یې

غالب ورو وویل:
- د مینې تبه ده اغلې ګلابو

هوسۍ پهٔ غوصه وویل:
- په دغه نوم یوازې زما نږدې ملګري ماته غږ کوي، پهٔ خپل حد کې اوسه

غالب غلی روان شو…

رخصتي شوه خو غالب خپه ښکاریدو شوکت وویل:
- یاره نو ته زړه مه خوره ټولې انجونې دغسې کوي لومړیو کې وروسته به هرڅه سم شي
- پریږده یاره! ژوند کې مې مینې ته وخت نهٔ ورکولو چې مئین شوم اوس مینه ماته وخت نهٔ راکوي

شوکت د غالب پهٔ اوږه لاس کیښود ویې ویل:
- غم مکوه زه درسره مرسته کوم ما داسې ډیرې ستونزې حل کړې دي 

غالب څهٔ ونهٔ ویل، لنډه شیبه وروسته شوکت بیا وویل:
- هسې یاره تاته یې څهٔ وویل چې داسې خپهٔ شوې

غالب سوړ اسویلی وویست ویې ویل:
- یاره زه یې تر تأثیر لاندې راغلم لاسونه مې ریږدیدل ویل یې تبه لرې ما وویل د مینې تبه لرم اغلې ګلابو نور غوصه شوه

شوکت یو دم پهٔ خندا شو ویې ویل:
- هههه! څومره ساده یې نو دومره ژر خو د مینې پهٔ اړه هیڅ مه وایه لومړی یې له ملګرتیا پیل کړه
- نه نه! زما نهٔ ملګرتیا نهٔ کیږي انجونو سره مې ملګرتیا کله هم نده کړې

د غالب او شوکت لاره جُدا شوه غالب د خپل کور پهٔ لور روان شو او شوکت د خپل منزل…

- یوه ورځ وروسته

غالب پهٔ ټولګي کې ناست ؤ، شوکت راغی کښیناست غالب غلی ؤ شوکت وویل:
- څهٔ شوي زړګیه؟ ولې د شعر بند دی؟

غالب پهٔ غوصه وویل:
- پریږده یاره اعصاب مې خراب دي
- هسې ستا لپاره مې ټوله شپهٔ سوچونه وکړل یوه لاره مې پیدا کړه

غالب شوکت ته رډ رډ وکتل ویې ویل:
- تیر یم ترې، ماما مې ریښتیا وايي چې انجونو او بس پسې بهٔ منډې نه وهې، ما یوه غلطي وکړه

شوکت مُسک ویې ویل:
- ته مئین نهٔ یې دروغ وایې، پهٔ مینه کې د پای ټکی نهٔ وي صرف کامې وي کامې…
- ښه سیي ده زه مئین نهٔ یم خو ته خپله خبره وکړه څهٔ سوچ د کړی؟
- نه اوس یې نه وایم تا اول نازونه وکړل
- اووف! ووایه نو
- ښه ګوره د رخصتۍ وخت کې بهٔ ورشې او کتابچه بهٔ ترې وغواړې ووایه چې ما نوټ ونهٔ لیکلو همغه پرونۍ تبه بهانه کړه
- ښه نو پهٔ کتابچه څهٔ وکړم؟
- کتابچه بهٔ ځان سره کور ته یوسې خپل نمبر بهٔ پکې ولیکې سبا بهٔ یې ورکړې

غالب پهٔ غوصه وویل:
- پریږده یاره زهٔ نمبر چاته نهٔ ورکوم خو کتابچه اخلم ترې کهٔ خپله یې نمبر لیکلی ؤ ښه ګني هیڅ

د رخصتۍ وخت کیدونکی و غالب پهٔ انجلۍ غږ وکړ:
- هوسۍ !

انجلۍ شاته را وکتل ویې ویل:
- څه دي؟
- اممم ما نوټ ندی لیکلی ناروغ یم کهٔ کتابچه د راکړې…
- ګوره زما خط خراب دی پرې پوی بهٔ نشې
- پوهیږم پرې ته یې راکړه سبا یې حتماً درته بیرته راوړم

هوسۍ کتابچه ورکړه رډ رډ یې ور وکتل ویې ویل:
- ګوره کهٔ کُرونا وې نو لهٔ ما لرې اوسه او بل اوس خو بهٔ کتابچه درکړم خو صنف کې نور هم شته بل ځل یې له بل چا واخله

غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:
- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ

پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی…

د دوهمې برخې پای!