To start downloading books

Please sign in or create an account.

Imran Akhtar 1 year ago 751
مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

عمران اختر

نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارونو د ترسره کولو فکري او ذهني استعداد راونغاړي.

مهارتونه په ژوند او کار کې د خلکو د تجربو له لارې انکشاف کوي؛ خلک کولی شي د مطالعې له لارې مهارتونه هم زده کړي. انسانان د مهارتونو او استعدادونو ټولګه ده، اما هر انسان د مهارتونو تشخیصول، زده کول، او پياوړي کولو لپاره تحقیق ته اړتیا هم لري، ځکه انسان خدايي او یا انساني الهام ته مجبور دي ترڅو په دې شي چې د خپل استعداد، مهارت او پوهې پواسطه ټولنې ته سهولتونه ایجاد کړي. د مختلفو مهارتونو لاسته راوړل د  ذهنې مهارت، فزیکي مهارت او فکري مهارت زیږنده ده، هڅه او کوشش په اساس رامینځته کیږي.

هر څوک کولی شي مهارتونه زده کړي او د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړي. د ژوند هر مسلک یا دنده ډیرو مهارتونو ته اړتیا لري، په دنده کې پاتې کیدل او په مسلکي برخه کې پوهه ترلاسه کول مهارتونو ته اړتیا لري. اوس نړۍ د مهارتونو ده، او هر هغه انسان په دنده کې او یا په مسلکي برخه کې غواړي چې لاسته راوړنې ولري، باید چې مهارتونه ولري.

تاسې به ډير لیدلې وي چې ځينې استادان ډير لایقه وي، اما د ښه تدریس انتقال مهارت نلري، زده کوونکي/ محصلان ترینه شکایت کوي. همدارنګه د کلي ملا امام چې د خبرو فصاحت او بلاغت ونه لري، ناست مقدیان یې په خبرو نه پوهیږي. د یو دفتر مدیر چې د موجوده وخت سره پر ټیکنالوژۍ سمبال نه وي، له انټرنيټ سره بلدتیا ونه لري د نویو مهارتونو څخه به ناخبره وي، او مدیریت مهارتونو د نشتون له کبله به چارې د اوسنې عصر مطلبق نه وي.

که مونږ همداسې ناخبره پاتې شو، او هیڅ د مهارتونو هڅه کې نه شو، لیري نه ده مونږ به د اوسنۍ ټيکنالوژۍ او مهارتونو نړۍ کې لکه څنګه چې تعلیم یافته او بي تعلیمه ترمینځ ستر واټن شته همداسې به د مهارتونو پر وړاندې لوستې انسانان بي وسه وي.

کاري مهارتونه، ارتباطاتو مهارتونه، تخنیکي مهارتونه، رهبرۍ مهارتونه، مدیریتې مهارتونه، اداري مهارتونه، او د ژوند مهارتونه هغه څه دي چې نن سبا ورته په هره برخه کې اړتیا لیدل کیږي.

د مهارتونو لوړول هم په شخصي او هم په مسلکي ژوند کې ډیرې ګټې لري، مهارتونو ته وده ورکول مونږ ته د ښو فرصتونو دروازه پرانیزي. 

د مهارتونو لاسته راوړلو لارې چارې:

 د هغه مهارتونو لیست جوړ کړئ چې تاسو یې غواړئ ترلاسه کړئ: ځینې ​​​​مهارتونه د نورو په پرتله په لوړه غوښتنه/ سطحه کې قرار لري. مخکې له دې چې مهارتونه ترلاسه کړو، لومړۍ باید هغه مهارتونه د اړتیا له مخې لیست کړو، په دې چې لومړیتوبونه وپيژنو او هغه مهارتونه چې د خپل شخصي او مسلکي ژوند د ښه کولو لپاره تر ټولو زیات اولیت لري هغه زده/ترلاسه کړو.

 خپل وخت او انرژي د مهارتونو ترلاسه کولو کې مصرف کړو: په دې باید پوه شو چې وخت او انرژي دوباره واپس نه رازي، نو د خپلو مهارتونو د ښه کولو لپاره هڅه وکړو ځان وهڅوو؛ چمتو اوسوو چې خپل وخت او پیسې د هغه مهارت په وده کې مصرف کړو کوم چې مونږ یې غواړو.

 د خپلو اهدافو او پرمختګ په اړه صادق اوسوو: د خپل مهارت ارزښت، اړتیا او د پرمختګ لپاره ریښتیني او ژمن اوسوو، او د خپلو مهارتونو د پراختیا لپاره مهال ویش جوړ کړو. خپل اهداف په داسې ډول وټاکو چې هغه ریښتیني او د لاسته راوړلو وړ وي ترڅو په ترلاسه کولو کې له کومې ستونزي سره مخ نه شو.

یو لارښوونکي ته اړتیا شته: له دې څخه په ساده ډول د هغو کسانو یادونه ده چې مونږ یې ستاینه کوو، کوم کسان چې په هغه مهارتونو کې ښه دي او مونږ یې ترلاسه کول غواړو. که اړتیا وي، کولی شئ د دوی سره د اړیکو نیولو هڅه وکړئ، چې د اړیکو نیول او ساتل خپله یو مهارت دي.

د خپلو مهارتونو د ښه کولو لپاره پلان ولرئ: یوځل چې تاسو خپلې موخې او پرمختګ وټاکئ ، تاسو د عملي کولو لپاره پلان ته اړتیا لرئ. ددې پلان له مخې کولی شئ د مهارتونو پراختیا لپاره اکشن پلان او تطبیقي پلانونه ترتیب کړئ، ترڅو مهارتونه ترلاسه کړئ.

د مهارتونو ترلاسه کولو لپاره ملاټر ته اړتیا لرئ: د قوي ملاتړ سیسټم درلودل د مهارت په وده کې ډيره مرسته کولاي شي. په علمي برنامو او په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون وکړئ ترڅو د اړیکو مهارت مو پياوړي شي.. البته اړینه ده چې په علمي او ټولنیزو برنامو کې ګډون وکړئ ترڅو مو د مهارتونو په ترلاسه کولو کې په غیر مستقیم ډول حمایت ترلاسه کړي وي.

د خپل پلان، پرمختګ او مهارتونو څارنه وکړئ: د فیډبیک ورکولو او ترلاسه کولو لپاره یو سیسټم جوړ کړئ. ترڅو د خپل پلان او پرمختګونو په اړه مثبت او منفي تبصري ترلاسه کړئ، ددې ګټه دا ده چې تاسې خپلو کارونو ته نور هم متوجي او دقیق کیږئ، د نورو څخه د فیډبیک غوښتنه وکړئ، یا خپل فعالیت د اړوندو مثالونو سره پرتله کړئ.

د هر مهارت په زده کړه خوښي څرګنده کړئ: د مهارتونو وده او د نوي شیانو زده کول ستره لاسته راوړنه ده چې د ترلاسه کولو وروسته پرې خوشالي وکړئ. د ژوند څخه خوند واخلۍ مګر په هغه صورت کې چې مهارتونه ترلاسه کړئ.

په لومړي صنعتي انقلاب کې، د ټوکر صنعت او د بخار انجن اختراع د 18 پیړۍ ترټولو مهم بشري لاسته راوړنې ګڼل کیدي. له هغه وروسته او د لومړۍ نړیوالې جګړې په شاوخوا کې د بریښنا، تیلو او فولادو صنعت د انسان په ژوند کې لوی لوی بدلونونه رامنځته کړل. په دریم صنعتي انقلاب کې چې یوازې شل کاله وړاندې یې دوام درلود؛ الکترونیکي او ډیجیټل ټیکنالوژۍ لکه انټرنیټ د انسان په ژوند کې ډیر بدلونونه رامینځته کړل.

په څلورم صنعتي انقلاب کې چې موږ اوس په کې یو، نوې ټیکنالوژي لکه مصنوعي ځيرکتیا، روبوټکس او نور راڅرګند شوي. دا ټیکنالوژي به د خلکو په شخصي او مسلکي ژوند کې د لوی بدلون لامل شي. له همدې امله، دا اړینه ده چې ژر تر ژره خپل ځان د بدلونونو سره اعیار کړوو او مهارتونه زده کړو ترڅو په راتلونکي کې د ټیکنالوژۍ ښکار نه شو، او په نړۍ د سیواد سره سره بې سیواده حساب نه شو.

Related Articles

ناکامی

ناکامی (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی بُن بست های ایجاد شده یا عمدی، بالاخره افغان ها را بر سر چهار راه دیگری قرار داده اند که حق شان نبود. امید ها در نزدیکی های دو دهه، اما از نفس افتیده اند. در جریان تنقید سیاسی، اجتماعی و فرهنگی حکومت های پساطالبانی، افغان های زیادی سعی کرده اند آشکار بسازند که نباید به ادامه ی تورید نسخه های آماده ی حکومتد...

کجکي ډيم

د کجکي ډيم په هکله معلومات1: د کجکي بند د ظاهر شاه په دوران کښي په 1953 کال کښي جوړ شوی دی2: کجکي ته د 46588 کیلو متره مربع ساحي څخه د باران او واوري اوبه راځي3: د کجکي بند د 1715 ميليون متره مکعب اوبو د ذخيره کولو لپاره ډيزاين شوى وو چي اوس يى د ظرفيت اندازه 1134ميليون متره مکعب ته راکښته شوي ده  5: د کجکي بند د 150 میګاه واټه برق د تولید ظرفیت لر...

ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او ختيز پاکستان ېې ورته وېل . که څه هم چې بنګالېانو خپله ژبه لرله خو پر هغوي باندې د پاکستان رسمي ژبه (...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...