To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات

ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات

242
Faridon Delsoz Niazai
2023-07-06 20:40:19

په ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات 

ترتیب او لیکنه : جانداد جهاني

نوټ: (په ایتالیا کې د زده کړو مینه وال را منشن کړئ)

که څه هم آیټالیا ډیر پخواني پوهنتونه لري او په تیرو سلګونه کلونو کې یې ډیر نوابغ، علما او د بشریت د سرنوشت تغیرونکي په خپلو پوهنتونو کې روزلي دي خو افغانانو تازه په ایټالیا کې له تحصیل سره مینه پیدا شوې ده، هره ورځ لسګونه کسان د ایټالیا د پوهنتونو په اړه پوښتنې کوي او مالومات غواړي. ما د افغان محصلانو پوښښتنو ته په کتلو  هڅه کړي په دې لنډه لیکنه کې تاسو ته د ایټالیا د پوهنتونو او تحصیلي وضعیت په باب مالومات ترتیب کړم.

# د ایټالیا د پوهنتونونو عمومي وضعیت او مزیت

آیټالیا د مدیترانې بهیرې په غاړه پروت اروپایي هیواد دی چې د ژوند سطحې، اقتصاد، کار، تحصیل او امکاناتو له پلو د نړۍ په غوره لسو هیوادونو کې راځي. د ایتالیا ملت او دولت له ډیر پخوا تعلیم او تحصیل ته ځانګړې توجه لرله ځکه خو د نړۍ ډیر پخواني پوهنتونونه په ایټالیا کې شته دي. که چیرته تاسو نړیوال رنکینګ ته هم مراجعه وکړئ د ایټالیا اکثره پوهنتونه د نړۍ په کچه په غوره رینک کې موندلی شئ. ددې لپاره چې د خپل علمي راتلونکې په اړه مو ښه تصمیم نیولی وي کولی شئ د ټاکل شویو پوهنتونو په خپلو ویب سایټونو کې د هغو رینکونه وګورئ. 

نظر  امریکا ، کاناډا او انګلیستان ته په ایټالیا کې د تحصیل یو مزیت دا دی چې دولت د اکثره پوهنتونو تعلیمي پروګرامونه سپانسر کړي دي او له محصلینو څخه یا کم او یا هم هیڅ فیس نه اخلي.  په دې اړوند ابتدایي مالومات تاسو د هر پوهنتون په ویب سایټ کې موندلی شئ خو نهایي مالومات تاسو ته هغه وخت په لاس درځي چې کله پوهنتون تاسو ته د قبولي لیک(  Acceptance Letter) درکړي چې په هغه د پوهنتون هغه فیس چې باید پرداخت شي مشخص شوی وي. د فیس له تخفیف او معافیت ور هاخوا د ایټالیا اکثره پوهنتونونه هر کال مشخص مقدار سکالر شیفونه هم اعلانوي نو که چیرته تاسو داسې پوهنتون ته اپلای کړې وي چې هغه سکالرشیپونه لري او تاسو ښه تعلیمي کوایف ولرئ ممکن له پوره سکارشیپ څخه برخمن شئ چې په دې شکل به د کور او غذا تر څنګ د جیب خرچه هم درکوي. البته که دا سکالرشیپونه تر لاسه نکړئ هم اندیښنه مه کوئ. په ایټالیا کې د ایالتي سکالرشپونه هم شته چې معمولا ناداره محصلینو ته مختص شوي دي ددې سکالرشیپونو لپاره ټول افغانان په شرایطو برابر دي او دې سکالرشیپ ته هغه وخت اپلای کیږي چې کله تاسو ایټالیا ته راشئ دا چې څنګه کیږي هغه جلا بحث دی.

نظر  المان، فرانسې، پولنډ، هنګري او نورو اروپایی هیوادونو ته د ایټالیا د تحصیلي پروسې مزیت دا دی چې که پوهنتون یې فیس هم ولري تر څو چې ایتالیا ته نه یاست راغلي پوهنتون د فیس غوښتنه نه کوي او تاسو داخلې اخیستلو، قبولي او پری انرولمنټ په وخت کې د فیس پرداخت ته اړتیا نلرئ.  همدا علت دی چې د ایتالیا تحصیلي ویزه تاسو ته تر بل هر اروپایي هیواد په کم مصرف تمامیږي.
 

# کار له کومه ځایه غاز کړو؟ 

ددې لپاره چې ایټالیا کې د خپلي خوښې پوهنتون پیدا کړئ تاسو کولی شئ د سټډي فورټل(  Study portal ) یا د ایټالیا د خپل داخلي ویبسایټ انورسیټالي( Universitaly ) څخه استفاده وکړئ. یا هم کولی شئ د ګوګل له لاري ایټالیا کې یو غوره پوهنتون او د خوښي رشته ومومئ او ثبت نام ورته وکړئ. که څه هم د اکثره پوهنتونونو پورټلونه فرق کوي ولې د ماستري برنامې لپاره یې اکثره لاندي اسنادونه غواړي.

لازم اسنادونه 
اول: پاسپورت ( باید حد اقل یو کال وخت ولري )
دویم : د لیسانس ډیپلوم او ټرانسکریپټ چې د خارجه وزارت تائید وي.
دریم: د انګلیسی ژبې سند لکه ټافل، آیلټس یا ډولینګو
څلورم: یو موټویشنل لیټر 
پنځم: دوه ریکمنډیشن لیټرونه 
شپږم: ایرو پاس فارمټ سي وي.

مرستندویه اسناد
اول: تذکره او تولد کارت 
دویم: د کاري تجربې سند 
دریم: تقدیر نامې او تصدیق نامې 
څلوم: د علمي لاسته راوړنو شواهد 

که چیرته یاد اسناد په لاس کې لرئ نو تاسو کولی شئ  پوهنتونو ته ثبت نام وکړئ.  ثبت نام معمولا له جنوری څخه پیل کیږی او بیا ان تر مارچ پوري دوام کوي خو لازمه ده وخته ثبت نام وکړئ. معمولا د پوهنتونو پورټلونه د اپلکیشن فیس لري او ایټالیا کې دا فیس له ۳۰ تر ۶۰ ایرو وي چې انلاین پرداخت کیږي.

د پوهنتون لخوا تر قبولي ورسته باید په یاد کورس کې لمړۍ داخله یا (Pre _ Enrolment ) وکړئ او یاد سند له نورو اتلس قلمه اسنادو سره چې معمولآ د ایټالیا د هیواد د سفارت له لوري اعلانیږي د ایټالیا هیواد سفارت ته یوسئ. د سفارت نوبت نیونه له مخکي شرط دی چې معمولا یې د ایران هیواد کې د کاکس (CKGS)  شرکت تنظیم کوي.
د اسنادو له تسلیمي شل ورځي ورسته ویزه ترلاسه کړئ او بیا ورسته د ایټالیا ټکټ وکړئ او ایټالیا ته تشریف یوسئ.

# په ایټالیا کې د تحصیل مصارف

اکثره افغانان په ایټالیا کې د تحصیل او تحصیلي ویزې د پروسس د مصرف خبره کوي. که څه هم دې پوښتنې ته قطعي ځواب ستونزمن دی خو زه هڅه کوم ددوو سناریو ګانو په وړاندي کولو سره تاسو ته مطلب واضح کړم.

د کم مصرف سناریو 
مثلا تاسو یو پروګرام ته ثبت نام کوئ او په لمړي ځل د لمړي پوهنتون څخه مثبت ځواب تر لاسه کوئ. تاسو تر اوسه یواځې ۳۰ ایرو مصرف کړېدي. د پوهنتون ستاسو علمي بګراونډ او اسناد خوښیږي او تاسو ته پوره سکالرشیپ درکوي،  دې حالت کې د پوهنتون له فیس څخه خلاص یاست او علاوه د بدوباش مصارف مو پوهنتون ورکوي نو بانک سټیتمنټ یا بانک ګرنټي ته هم اړتیا نلرئ. پوهنتون ستاسو اسناد ایران کې سفارت ته لیږي او د سفارت نوبت درته نیسي د ویزې ۵۰ ایرو فیس ورکوئ او ویزه اخلئ شاید ۳۰۰ دری سوه ایرو ټکټ وکړئ او ایټالیا ته راشئ شاید داپیسې مو هم بیرته پوهنتون درکړي او علاوه نوره جیب خرچي هم درته حواله کا. په دې شکل مو تر ایټالیا د را رسیدلو مصارف د ایران په شمول تر زر ۱۰۰۰ ډالر  نه زیاتیږي.

تر ټولو د ډیر مصرف سناریو 

تیر کال ما د اکثره راتلونکو محصلینو کیسې واوریدلي هغو چې ډیر مصارف یې کړي وو  کیسه یی داسې وه . د ثبت نام او مدارکو د برابرولو لپاره یې کنسلټنسي ته ۵۰۰ ډالره له مخکي ورکړي وو د اسنادو د ویرفکیشن او د ایران د ویزې او پاته کیدلو لپاره یی ۱۰۰۰ زر ډالر یا هم تر دي زیات مصرف کړي وو ایران کې د سفارت د نوبت اخیستلو لپاره میاشتي انتظار او بیا د نوبت په اخیستلو یې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ ډالر ورکړي وو بیا د بانکي سټیتمنټ او بانک ګرنټي لپاره یې له ۲۰۰۰ تر ۴۰۰۰ مصرف کړی وو او بلاخره د ویزې له صدور ورسته له دفتر سره د شوی قرار داد له مخي مجبور وو له ۳۰۰۰ تر ۶۰۰۰ ډالر نور ورکړي. د هغه برسیره دلته د ځای او ډوډۍ پیدا کول او ځان چلول هم په لمړیو کې یوه اندازه مصرف ته اړتیا لري.
یاني داسي کسان شته چې له ۵۰۰۰ تر لسو زرو ډالرو یې ټول ټال مصرف راغلی او داسي هم شته چې تنها زر ډالر یی مصرف شوی.

دا تر دې پوری اړه لري ستاسو خپل علمي ظرفیت او کوایف څه دي کوم اسناد لرئ کومو پوهنتونو او ریشتو ته اپلای کوئ پوهنتون تاسو سره څومره مرسته کوي، څومره سکالرشیپ درکوي. کوم وخت کې سفارت ته مراجعه کوئ ایټالیا کې سپانسر لرئ کنه. کارونه مو خپله کوئ که بل څوک یې مخکي وړي؟  که بل څوک وي په کومو شرایطو یې مخکي وړي؟ دا او دې ته ورته فکټورونه ستاسو مصارف تعین کوي نو ځکه لازمه ده مالومات راتول کړئ او مجربو خلکو سره مشورې وکړئ. 
دا چې په ایټالیا ته له را رسیدلو ورسته  کې د تحصیل، سکالرشیپ او کار په باب کوم ټکي په نظر کې ونیسئ هغه د یوې جلا لیکنې موضوع ده چې په بله لیکنه کې که اړتیا وه تشریح به یې کړو. 

# په ایټالیا هیواد کې مشهور سکالرشیپونه کوم دي ؟ 

لکه د نورو پرمختللو هیوادونو غوندي په ایټالیا کې هم د نړیوالو محصلینو لپاره د سکالرشیپونو ځانګړي پروګرامونه دي چې هر کال ورڅخه سلګونه کسان برخمن کیږي. که څه هم تر اوسه زیاتره هندي پاکستاني او افریقایي محصلین له دغو پروګرامونو مستفید کیدل او د افغانانو ونډه ډیره کمه وه خو که تاسو هم په وخت اقدام وکړئ ترلاسه کولی یې شئ.
ډيری هغه افغانان چې ښه علمي بګراونډ ولري ، په پوهنتون کې یي ښې نمرې اخیستي وي په ښو داخلي او خارجي پوهنتونو کې یې زده کړي کړي وي ( GPA) یي لوړه وي د ټافل یا ایلټس جګي نمرې ولري او یا هم ښه کاري بګراونډ ولري کولی شي د آیټالیا له  مشهورو سکالرشیپونو څخه برخمن شي. دا سکالرشیپونه چې اکثره یي خپله د پوهنتونو لخوا او یو تعداد یي د مشخصو بنسټونو له خوا ور کول کیږي رقابتي او د وړیتا په اساس ورکول کیږي. 
ایټالیا کې مشهور سکالرشیپونه دا دي:
1. Italian Government Scholarships for Foreign Students
2. University of Bologna Scholarships for International Students
3. Politecnico Di Milano Merit-Based Scholarship Program
4. Scuola Normale Superiore PhD Scholarships Program
5. Universita Cattolica International Scholarship Program
6. University of Pavia Scholarships for International Students
7. Bocconi Merit and International Award Program
8. EDISU Piemonte Scholarship in Italy
9. Padua International Excellence Scholarship Program
10. Politecnico di Torino International Scholarships
ددې لپاره چې ددې هر سکالرشیپ په اړه لا ډير مالومات تر لاسه کړئ او اول لاس مالوماتو ته مو لاسرسی وشي لاندي لینک کلیک کړئ (  https://scholarshipscorner.website/scholarships-in-italy-for-international-students/ ) او د هر سکالرشیپ پروګرام په اړه لا زیات مالومات ترلاسه کړئ که چیرته مو کوم یو خوښ شو موجوده لینکونو څخه استفاده وکړئ او اصلي ویب سایټونو ته ننوځئ اپلای وکړئ او د نړئ په غوره پوهنتونو کې د زده کړو فرصت ترلاسه کړئ. که چیرته رهنمایي ته اړتیا وینئ د سکالرشیپ نوم له دې ځایه کاپي کړئ او یوټیوب کې یي سرچ کړئ ددې سکالرشیپونو لسګونه ګټوني به ومومئ چې خپلي تجربې او لارښونې یې درسره شریکي کړې وي. 

# ایټالیا کې غوره پوهنتونونه کوم دي ؟

په ایټالیا کې د زده کړو اکثره مینه وال د غوره پوهنتونو پووښتنه کوي. که څه هم غوره لار داده چې بني ادم باید خپله څانګه مختلفو پوهنتونو کې وګوري او بیا د کریکولم او هغه څانګه کې د پوهنتون رینکینګ وګوري خو بیا هم غوره پوهنتونونه معمولا غوره امکانات لري تاسو کولئ شئ دې لیست کې د ایټالیا غوره پوهنتونه وګورئ او خپل غوښتنلیکونه ورته ولیږئ. 

1 Università degli Studi di Bologna
2 Università degli Studi di Padova
3 Politecnico di Milano 
4 Università degli Studi di Milano 
5 Università degli Studi di Torino
6 Politecnico di Torino
7 Sapienza Università di Roma
8 Università degli Studi di Pisa
9 Università degli Studi di Napoli Federico II
10 Università degli Studi di Firenze 
11 Università degli Studi di Genova 
12 Università degli Studi di Trento 
13 Università degli Studi di Milano-Bicocca
14 Università Ca' Foscari di Venezia 
15 Università Cattolica del Sacro Cuore
16 Università degli Studi di Pavia
17 Università degli Studi di Roma Tor Vergata
18 Università degli Studi di Modena e Reggio Emilia
19 Università degli Studi di Catania Catania
20 Università Commerciale Luigi Bocconi Milano
21 Università degli Studi di Parma Parma
22 Università degli Studi di Palermo 
23 Università degli Studi di Trieste Trieste ...
24 Università degli Studi Roma Tre Roma
25 Università degli Studi di Siena Siena
26 Università degli Studi di Verona Verona ...
27 Università degli Studi di Cagliari Cagliari ...
28 Università degli Studi di Bari Aldo Moro
29 Università degli Studi di Salerno Fisciano
30 Università degli Studi di Ferrara Ferrara
31 Università degli Studi di Perugia Perugia ...
32 Università degli Studi di Udine Udine ...
33 Libera Università Internazionale degli Studi Sociali 
34 Scuola Internazionale Superiore di Studi Avanzati
35 Università della Calabria Arcavacata di Rende
36 Università del Salento Lecce ...
37 Scuola Normale Superiore di Pisa
38 Università degli Studi di Bergamo 
39 Scuola Superiore di Studi Universitari e Perfezionamento Sant'Anna 
40 Libera Università di Bolzano 
41 Università degli Studi di Urbino Carlo Bo 
42 Università degli Studi di Brescia Brescia
43 Università degli Studi di Messina
44 Università Politecnica delle Marche 
45 Università degli Studi dell'Aquila
46 Università degli Studi G. d'Annunzio
47 Università degli Studi di Sassari Sassari ...
48 Università degli Studi del Piemonte Orientale 
49 Università degli Studi della Campania Luigi Vanvitelli 
50 Università degli Studi di Macerata
51 Università degli Studi dell'Insubria 
52 Università Iuav di Venezia 
53 Università degli Studi della Tuscia 
54 Università degli Studi di Camerino
55 Università degli Studi di Napoli "L'Orientale" Napoli
56 Politecnico di Bari Bari ...
57 Università degli Studi del Molise Campobasso ...
58 LIUC Università Cattaneo Castellanza
59 Libera Università di Lingue e Comunicazio
60 Università degli Studi di Cassino e del Lazio Meridionale
61 Università degli Studi della Basilicata Potenza ...
62 Università degli Studi di Teramo Teramo ...
63 Libera Università Maria SS. Assunta
64 Università degli Studi del Sannio di Benevento
65 Università per Stranieri di Siena Siena
66 Università per Stranieri di Perugia 
67 Università degli Studi di Foggia Foggia ...
68 Università degli Studi Mediterranea di Reggio Calabria 
69 Scuola IMT Alti Studi Lucca Lucca
70 Università degli Studi Magna Graecia di Catanzaro 
71 Università degli Studi di Scienze Gastronomiche
72 Università degli Studi Suor Orsola Benincasa Napoli ...
73 Università Campus Bio-Medico di Roma
74 Università Vita-Salute San Raffaele
75 Università degli Studi di Napoli Parthenope
76 Link Campus University Roma ...
77 Università HUMANITAS di Milano 
78 Università degli Studi di Enna Kore 
79 Università degli Studi Internazionali di Roma 
80 Università Europea di Roma
81 Istituto Universitario di Studi Superiori Pavia
82 Università della Valle d'Aosta Aosta
83 Università degli Studi di Roma Foro Italico 
84 Università LUM Jean Monnet Casamassima ...
85 UniCamillus University

که په دې باب پوښتنې لرئ یا رهنمایي غواړئ زه مو خدمت کې یم. 

Good luck!  See you soon in Rome

غوښتنه: پوست همداسې زما له فیسبوک څخه شیر کړئ، تر څو لوستونکي ما پیدا کړي او که اړونده پوښتني لري په وخت ځواب ورکړم.

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 11 months ago
Recommended Articles