د فورسېج (Forsage) شرعي حکم څه دی؟
سوال: د فورسېج ترتیب داسي دی، چي ته فرضا ۲۷۰۰ افغانۍ په کمپنۍ کي پانګه اچوې، چي کمپنۍ ۱۷۰۰ ګرځوي او ۱۰۰۰ ستا دي، اوس کمپنۍ تاسي ته یو ټیم جوړوي، کله چي تاسي یو کس ودې ګروپ ته داخل کړئ نو کمپنۍ تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، ایا دغه کار د شریعت په رڼا کي جائز دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په دې فورسېج کي دا مشکلات سته، چي کله تاسي ۲۷۰۰ جمع کړئ نو ۱۰۰۰ دوی ګرځوي ، دوهم مشکل دادی چي تاسي یو غړی ورته پیدا کړئ بیا د هر غړي پر سر باندي تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، بل په دې کمپنۍ کي هیڅ کاروبار نسته د همدې مشکلاتو په رڼا کي د فورسېج په کمپنۍ کي انلاین کار کول ناجائز دی داځکه:
۱: دغه قمار دی دا ځکه چي تاسي چي کوم رقم افغانۍ جمع کړئ دا اول ځل کمیږي ( چي ۲۷۰۰ جمع کړئ ۱۰۰۰ کمپنۍ اخلي ) او بیا ستاسي دغه روپۍ بېله کوم کار وباره اضافه کیږي (د غړي پر سر ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي) او قمار حرام دی په نص سره، په دې کمپنۍ کي چي هرڅوک غړی سي و هغه ته نفع شروع سي او ده ته دا معلومه نه وي چي عقد چا کړیدی، نه دا شرعي عقد دی بلکي دا نامعلوم عقد (عقد مجهول) دی او بر عقد مجهول باندي نفع اخستل ناجائزه ده.
یآیها الذین امنوا انما الخمر والمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون. (سورت المائده: ۹۰)
لان القمار من القمر الذی یزداد تارة و ینقص اخری وسمی القمار قماراً لان کل واحد من المقامرین ممن یجوړ ان یذهب ماله الی صاحبه و یجوز ان یستفید مال صاحبه و هو حرام بالنص. (کتاب الحظر والاباحمة، فصل فی البیع ج: ۶ ص: ۴۰۳ ط: دارالفکر)
۲: بل مشکل دادی چي تاسي چي صرف یو غړی ورته پیدا کړئ ، پر غړیتوب د بل چا باندی اجرت درکوي چي دا په شریعت کي ناجائز دی، یو داسي کمېشن په اسلام کي جائز دی چي تاسي تکلیف او مشقت و ګالئ خو په دغه د فورسېج کمېشن چي تاسو ته درکوي دا ناجائز دی.
۳: په عمومي ډول سره په (Multi-Level Marketing) سره تړلي کمپنیانې په دې کي دا خطره هم سته چي که چیري کوم چا پیسې پکښې جمع کړې او نور غړي یې ورته پیدا نکړل کېدای سي چي ټوله سرمایه (مثلا ۲۷۰۰) له منځه ولاړې سي، داچي په دې کمپنۍ کي نه شراکت سته، نه مضاربت او ټوله سرمایه ولاړه سي دا لکه دغه سرمایه چي غلا سوه، دا ځکه هیڅ شرعي عقد پکښې نسته، چي موږ په دې کمپنۍ کي تحقیق کړیدی په دې کي سود، فریب، قمار او مال له منځه تلل دا ټول سته ، چي سود په نص سره حرامه ده او فریب هم په شریع کي حرام دی، نو ځکه ناجائز دی.
Related Articles
پلسترکاری کې مهمې نقطې
په پلسترکاری کې مهمې نقطېليکنه: انجنير عبدالظهور الفت۱_ د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه...
آبیاری چیست
آبیاری_چیست؟ آبیاری عبارت است از رسانیدن آب مورد نیاز نبات با دخالت انسان جهت رفع نیاز نبات می باشد. هرگاه نباتات نتوانند در طبیعیت آب مقدار ضرورت خویش را بشکل نورمال بدست آرند و با دخالت انسان نیازمندی نبات رفع گردد به آن آبیاری گفته میشود. خلاصه...
د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!
له بدۍ سره د مقابلې لارې لیکنه: لېمه دلیل موږ او تاسو په ټولنیز ژوند کې له ډېرو داسې کسانو سره مخ کېږو، چې موږ په بېلابېلو طریقو سهواً یا قصداً ځوروي. پوښتنه دا ده، چې مونږ باید د دوی پر وړاندې له کوم عکس العمل څخه کار واخلو؟؟ بدیو ته ځواب معمولا...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...