سنګ کاری Stone Masonry

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
2,613
سنګ کاری Stone Masonry

سنګ کاري Stone Masonry, Rock Masonry :

سنګ کاري هم دساختماني کارونو له جملې څخه دی او برآورد يې په مترمکعب سره ترسره کيږي ، د سنګ کارۍ دحجم 30-35 فيصدو پورې مصالحه Mortar (1:6) په نظر کې نيول کيږي.په جلال اباد او شاوخواسيمو کې دسنګ کارۍ لپاره دکامې دغره له تيګو څخه چې ښه جنسيت لري زياته استفاده کيږي.اوس مهال په جلال اباد ښارکې ديوموټرتیږې قیمت 1700افغانۍ دی چې یو موټر2.5مترمکعب تیږه انتقالوي ( نظر د موټر حجم ته توپیر لري) پدې اساس دیو مترمکعب تيږې قيمت 700 افغانۍ دی او يوفني کارګر کولی شي چې دورځې 2.5 مترمکعب سنګ کاری وکړي بايد په ياد ولرو چې له يو فني کارګرسره دوه غيرفني کارګران هم په برآورد کې محاسبه کيږي.دفنی کارګردورځې اجوره 800افغانی او دغیرفنی کارګراجوره 300افغانۍ ده.
نوټ : کیدی شی اوسنی قیمتونه فرق ولري. 

پوښتنه: په جلال اباد ښار کې د1مترمکعب سنګ کارۍ دتمامیدو قيمت پيداکړۍ چې دمصالحې نسبت يې 1:6 وي؟
حل:
ديومترمکعب تيږې قيمت=700 af
ديومترمکعب لپاره داستادکاراجوره=دورځی اجوره/دورځې کار=800/2.5=320 Af/m3
ديومترمکعب لپاره دغیرفنی کارګراجوره=دورځي اجوره/دورځی کار=300/2.5=120Afxنفرکارګر2=240 Af
دکارګرانو ټوله اجوره=320+240=560 Af
څرنګه چې دسنګ کارۍ 30-35 فيصده حجم مصالحه نيسي نو په يومترمکعب سنګ کارۍ کی 1m3x30%=1x0.3=0.3m3 مصالحه استعماليږي.
مخکې مو پیداکړ چې په يو مترمکعب سنګ کارۍ کې 0.3مترمکعب مصالحه استعماليږي اوس په نوموړی حجم کې د سيمنټو او شګې مقدارپيداکووچي نسبت يې6/1 دی.
1+6=7     (1برخه سيمنټ او 6برخې شګه ده)
دسیمنټو حجم=0.3/7x1=0.043m3
دشګې حجم=0.3/7x6=0.258m3

څرنګه چې مصالحه په لوندحالت کی استعماليږي دغه حجمونه هم په لوند حالت کی لاسته راغلي او په عمل کی مونږ وچه مصالحه محاسبه کوو یعنی کله چی شګه او سیمنټ له بازار څخه اخلو په وچ حالت کې وي کله چې ورسره اوبه ګډيږي دزراتو ترمنځ چې کومې خالیګاوې دي هغه کمیږي په نتیجه کې دمصالحې حجم کميږي نو ددې لپاره چې دموادو حجم وچ حالت کې لاسته راوړو نو لاسته راغلي عددونه په 1.28کې ضربوو.
سيمنټ=0.043x1.28=0.055m3
شګه=0.258x1.28=0.33m3
څرنګه چې په بازارکې سيمنټ دوزن په اساس او شګه دحجم په اساس خرڅيږي نو دسيمنټو دوزن دپيداکولو لپاره لاسته راغلی حجم دسيمنټو په حجمي وزن کې ضربوو:
دسيمنټووزن=0.055 m3x1440kg/m3=80kg /50kg=1.6 bag
 یادونه:(ديوبوجۍ سيمنټووزن50کیلوګرام دی)

ديوموټرشګې قیمت په جلال اباد کې 1500افغانۍ دی چې یوموټر 2.5مترمکعب شګه انتقالوي پدې اساس دیو مترمکعب شګې قيمت په جلال اباد کې 600افغانۍ کیږي او ديو بوجۍ سيمنټو قيمت 300افغانۍ دی نو دسيمنټو او شګې قيمت په لاندې ډول پيداکوو:
سيمنټ=1.6x300=480Af
شګه=0.33x600=200Af

د اوبو او سمنټو نسبت یا په مصالحه کې داوبو مقدارپيداکول: 

اوبه دسيمنټو دتعامل اساسي عنصردی. د کانکریټو په مکس کې د اوبو او سیمنټو د وزنونو تر منځ نسبت W/C)  Water and Cement Ratio) ډیر مهم دی ځکه همدا دواړه (اوبه او سیمنټ) د ټولو شیانو د نښلولو مسؤلیت لري او د کانکریټو په دوام او مقاومت باندی مستقیما تاثیر لري. د اوبو اندازه باید نه دومره کمه وي چې کانکریټ ډیر سخت وی او سم ریخت نشي یعنی کانکريټ باید ښه تحرک او پلاستيکيت ولري. او نه باید دومره زیاتی وی چې د کانکریټو په خواصو منفی تاثیر وکړی ځکه داوبوزياتوالی دکانکريټ دمقاومت دکموالي او په کانکریټو کې د درزونو باعث ګرځي.
 داوبو اوسيمنټو نسبت باید د 0.3 او 0.8 په منځ کې وي.  که د اوبو او سمینټو نسبت 0.4 وی معنی دا چی په کانکریټ مکس کی باید د سیمنټو د وزن 40 فیصده اوبه واچول شي .

دغلظت له مخې کانکريټ په لاندې ګروپو ويشل شوی :
1. سخت کانکريټ w/c=0.3-0.4
2. پلاستيکی کانکريټ w/c=0.5-0.7
3. اوبلن کانکريټ w/c=0.7

په کانکریټ مکس کې د اوبو او سیمنټو د نسبت پیداکول د لابراتور کار دی. چې لابراتوار نظر د کانکریټو په مارک (فشاری مقاومت) دغه نسبت تعینوي. چې عموما د عادي کانکریټو لپاره  0.6 یا 0.7 او د لوړ کیفیت کانکریټو لپاره تقریبا 0.4 نیول کيږي. 
د پلاستر د مسالی او د خشتکاری یا سنګ د مسالی لپاره هم تقریبا د 0.2 نه تر 0.8 په منځ کې نسبت نیول کیږي.
په پورتني مثال کې د سمنټو وزن 80 کیلوګرامه لاسته راغلی نو د اوبو مقدار په لاندې ډول محاسبه کوو: 
دکانکريټ لپاره اوبه=w/c=0.5  => w/80=0.5=>w=80x0.5=40kg=40lit
په عادی حالت کې يوکيلوګرام اوبه يوليتر حجم لري.
پدې ډول ديومترمکعب سنګ کارۍ قیمت په لاندې ډول لاسته راوړو

Related Articles

3 articles
May 18, 2021
2,434 views

نژاد پرستی در ادبیات فارسی

نژاد پرستی در ادبیات فارسی (از هدایت و علوی تا درویشیان و بادکوبه یی) یوسف عزیزی بنی طُرُف فرج سرکوهی، پستی نوشته است در بارهء سخنان هنرمند بوشهری، سعید شنبه زاده و منکر نژادپرستی اتنیکی در ایران شده؛ اما پس از نقدها و کامنت های بسیار پذیرفت که اش...

Jan 09, 2022
2,156 views

د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستو...

Nov 10, 2020
2,072 views

د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
35,902 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,533 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,553 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article