ځلیدونکي کانکریټ

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Feb 25, 2024
2 years ago
927 views
ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits

انجینر فرید عاطف
ځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونکې سطحه لري.معمولا داسې کانکریټ په استوګنیزه او سوداګریزه ودانیو کې کاریږي .
په دې مقاله کې مونږ  ځلیدونکو کانکریټو د کار ډول ،ډولونو ،ښیګڼو او نیمګړتیاو په اړه بحث کوو.
د ځلیدونکو کانکریټو ډولونه .   Types of Burnish Concrete Finish  
د ځلیدونکو کانکریټودوه مهم ډولونه په لاندې ډول  دي.
1. اوسپنیزه ګلمالې ځلیدل . Steel Trowel Burnishing
په دې میتود کې ،د غوښتل شوې ښویه او ځلیدونکې سطحې(luster surface) ترلاسه کولو لپاره اوسپنیزه ګلماله کول (trowelling) کاریږي.دا کیدای شي د لاس ګلماله کولو په واسطه وي او یا هم میخانیکي ګلماله کولو سره وي . د کانکریټو ځلیدو پروسې دڅو فکتورونه په واسطه اغیزمنیږي لکه د کانکریټو ځای په ځای کول ،سلمپ ،تخته کول ،وروستي مخ پریښودو تخنیک او اوبه ورکول .د کانکریټو خواص باید په جدي ډول وڅارل شي څو لوړ کیفیت لرونکي وروستۍ سطحه ورکړي.د کانکریټو مقاومت باید لږترلږه 32MPa  وي څو میده دانه ذرات شتون ولري او ښه ښویه وروستۍ سطحه ترلاسه شي.د اوسپنیزګلمالې ځلیدو پروسې معمولا دا غواړي چې د کانکریټو سلمپ له 80mm  تر 100mm  پورې وي او د بدلون او منښت اندازه یې 15-20mm  پورې .غوښتل شوې ځلیدونکې سطحه باید غیرقابل نفوذ ،ښویه او مداومت لرونکې وي او د ګلمالې هیڅ ډول نښې ورپورې پاتې نه وي .
2. موم اویا ژاوله ځلیدل . Wax or Resin Burnishing
په دې ډول ځلیدو کې ،موم او ژاوله د کانکریټي فرش لپاسه د پوخ په توګه کاریږي .د فرش موم ،مایع پالش مواد او ژواله ډوله پوخ ورکول هم کیدای شي د ځلیدونکې سطحې ترلاسه کولو لپاره وکارول شي.دا څو طبقه یې کارول دي چې وروسته له اوبو ورکولو سپارښتنه کیږي .دځلیدو درجه د کانکریټو کثافت ،پوخ ډول او د ځلیدو ترلاسه کولو د پروسو د تخنیک په کیفیت پورې اړه لري.
د ځلیدو پروسیجر. Burnishing Procedure
1. د ځلیدونکو کانکریټو مشخصات . Burnished Concrete Specification
a) هغه کانکریټ چې باید ځلیدونکي وي باید له AS 1379  سره سمون ولري.
b) کانکریټو کې کاریدونکي جغل نومینال سایز باید 10, 14 or 20 mm     وي او دپمپ په واسطه ځای په ځای شي.
c) که په پام کې وي چې ځلیدونکې کانکریټو فرش باید رنګه وي نو د رنګ ډول ،سیمنټ او پګمنټ باید مشخص شي.
d) کانکریټ باید 80-100mm ولري د ±15-20mm  تغیر په منلو سره .
2. د کانکریټو لیږدول ،ځای په ځای کول او وروستی مخ . Concrete Transportation, Placing and Finishing
a) کانکریټ باید په دوراني ټرکونو کې ولیږدول شي څو ژر تر ژره کیني .
b) کانکریټو ته اضافي اوبه ورزیاتې نه شي.
c) د کانکریټو قالب پرته له دې چې سوري په کې پاتې او خطونه ولري باید ترغوښتل شي ځای پورې ډک شي.ټول سوري او ټیټ ځایونه باید له کانکریټو سره ډک شي نه د دوغې سره .
d) کانکریټ پوره تخته شي څو په کانکریټو کې پاتې شوې او نښتې هوا راووځي .هغه سلبونه چې پیړوالی یې له 200mm  زیات وي immersion  ویبراتورونه وکارول شي.
3. د سطحې ځلیدل .. Surface Burnishing

a) د اوسپنیزه ګلمالې ځلیدل .\Steel Trowel Burnishing   
i. دکانکریټو داوسپنیزه ګلمالې ځلیدونکې سطحه  دکانکریټو په سطحه د  تکراري کار په واسطه ترلاسه کیږي یا د لاس په واسطه ګلماله کولو سره او یا هم میخانیکي ګلماله کولو سره ،دې کار ته ترهغې دوام ورکول کیږي څو ځلیدونکې سطحه ترلاسه شي. 
ii. د کانکریټو په سطحه تکراري کار کول د کانکریټو سطحه سختوي او مداومت او غیرقابل نفوذوالی او هم یې سولیدو پروړاندې مقاومت لوړوي.
iii. ګلماله کول باید له ثابت او مناسب فشار ورکولو سره ترسره شي.هرګلماله کول باید د مخکینې ځل سره په 90  درجه زاویه کې ترسره شي څو تش ځایونه پاتې نه شي او ټیټې برخې هم لیول شي.
iv. که چیرې په کانکریټو کې د اوبو مقدار کمیدو له امله د کانکریټو کاروړتیا ټیټه شي ،نو اضافي اوبه باید ورزیاتې نه شي.
b) موم او یا ژاوله ځلیدل .. Wax or Resin Burnishing   
i. که چیرې د کانکریټو دسطحې لپاره موم او یا ژاوله وکارول شي نو هغه باید اوسپنیزه ګلمالې په واسطه ګلماله شي څو داسې سطحه ترلاسه شي چې د ګلمالې نښې پرې نه وي او پام باید وشي چې د کانکریټو د سطحې رنګ خراب نه شي.
ii. چیرې چې ژاوله او یا نور کیمیاوي سیل کوونکي مواد کاریږي نو د تولیدونکې کمپنۍ لخوا ورکول شوو سپارښتنو په پام کې نیولو سره وکارول شي.
iii. هغه ځای کې چې طبیعي موم کاریږي نو نو د تولیدونکې کمپنۍ لخوا ورکول شوو سپارښتنو په پام کې نیولو سره وکارول شي.
4. د کانکریټو اوبه ورکول .Concrete Curing   
a) کانکریټو ته لږترلږه 14  ورځي او زیات نه زیات 28  ورځې اوبه ورکول شي څو کانکریټ لامده وساتل شي او د تودوخې له امله د لمدبل ضایعاتو مخه ونیول شي.
b) کانکریټ ته اوبه ورکول باید زر ترزره ترسره شي.دا باید د کانکریټو د ځای په ځای کیدو له وخت وروسته 3  ساعتونو نور ونه ځنډول شي.
5. د سطحې سیل کول .Surface Sealing   
a) په عمومې صورت ،دا ډول کار لپاره ،ننوتونکي سیل کوونکي کاریږي څو د کانکریټو سطحه د اوبو ورکولو د پروسو له بشپړیدو وروسته سیل شي.
b) د سیل کوونکو موادو او اوبوورکولو پروسې تولیدونکو کمپنیو د سپارښتنو له مخې ترسره شي.
c) د کانکریټو سطحه باید په دوامداره ډول پاکه وساتل شي.
د ځلیدونکو کانکریټو ښیګنې .Advantages of Burnished Concrete   
a) دځلیدونکو کانکریټو وروستۍ سطحه مداومت لري او نهایت مضبوط وي .دا کولی شي ددرندو قدمونو او وسایلو پروړاندې ودریږي .
b) که دځلیدونکو کانکریټو سطحه په سم ډول جوړه شي ،ښه سیل شي او ښه وساتل شي د کانکریټو فرش له سلو کلونو زیات عمر لري.
c) څومره چې د کانکریټو سطحه ښویه او منظمه وي ساتل یې اسانه وي .باید پام وشي چې په سطحه ګرد جمع نه شي.
d) که داسې سطحه سمه جوړه شي اوبو ښه مقاومت لري.
د ځلیدونکو کانکریټو نیمګړتیاوې .Disadvantages of Burnished Concrete   
a) څرنګه چې ګلماله کولو سره کانکریټ غلیظ کیږي او مداومت یې لوړیږي ،کانکریټ سختیږي نو د قدم لاندې ښه احساس نه ورکوي او که داوږدې مودې لپآره پرې ودریږي مستریح نه وي .
b) یوه بله نیمګړتیا یې داده چې دا کانکریټ نه شي کولی چې تودوخه وساتي نو ځکه په ژمي کې دداسې کانکریټو سطحه یخه وي .
c) که داسې کانکریټ په سم ډول سیل نه شي او  سم جوړ نه شي نو داسې کانکریټو کې نم ننوځي او بل داچې کله پرې قدم وهل کیږي اواز ورکوي .

Related Articles

Nov 15, 2021
2,757 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

Jul 08, 2023
1,717 views

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بر...

Apr 12, 2021
1,795 views

از هنر های مردم ما

از هنر های مردم ما مصطفی عمرزی سرزمین ما، همان گونه که تاریخ طولانی، مردم سلحشور و مذهبی آن شهرت دارند، به خاطر داشتن کالای های مختلف سنتی، از جمله قالین و قره قل نیز مشهور می باشد. این فرآورده ها مهمترین تولیدات صادراتی کشور را نیز تشکیل می دهند....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,229 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,016 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,685 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...