د کورني کتابتون اغیزې

K
Ketabton
Author
Jul 08, 2020
5 years ago
4,726 views
د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او شخصي دي. عامه کتابتونونه اکثریت د دولتي او شخصي ادارو، پوهنتونونو، مکتبونو او نورو علمي مرکزونو مربوط وي، چې له کتابونو یې د همغو ادارو کارکوونکي د یو محدود وخت لپاره ګټه اخلي. د کتاب له استفادې وروسته یې بیرته هماغه کتابتون ته سپاري. بل خوا، شخصي کتابتونونه عمومآ د پیسو په مقابل کې کتابونه پر مشتریانو پلوري، چې بیا د تل لپاره ترې استفاده کولی شي.   ډیری لوستونکي د کتابونو له رانیولو او لوستلو وروسته دغه کتابونه د کور په یو مناسب ځای کې ساتي او د وخت په تیریدو سره یو کوچنۍ کتابتون ترې جوړیږي، چې بیا هر وخت د اړتیا پر وخت د کورنۍ هر لوستی غړۍ د مناسب کتاب د پیدا کولو لپاره ورته مراجعه کوي او په اسانۍ سره د ضرورت وړ کتاب رااخلي او مطالعه کوي یې. د کورنۍ د ټولو غړو له مطالعې سره د نه شلیدونکي اړیکې رامنځته کیدل، د کورنۍ د ماشومانو د مطالعې سره مینه پیدا کیدل او د اړتیا پر وخت مناسب کتاب ته لاسرسۍ او د کتابونو له ضایع کیدو مخنیوی هغه ګټې او تاثیرات دي، چې کورنۍ کتابتون یې لري. په دې لیکنه کې غواړم د خپلې تجربې پر اساس یادو شویو نقطو ته اشاره وکړم.

په کور کې د کتابونو لپاره د ځای مشخص کول د کورنۍ د غړو لپاره کتاب ته لاسرسۍ اسانوي او له مطالعې سره یې مستقیمه اړیکه او علاقه پیدا کوي. د کور غړي لا تشویقیږي ترڅو چې هم خپله مطالعه وکړي او هم نور وهڅوي، چې له کتابتون په ګټنې خپل معلومات او مطالعه پراخه کړي. په دې سره د کورنۍ د غړو اړیکه له مطالعې سره اوږدمهاله کیږي او تل غواړي له وخت په استفادې کتابونه او معلومات مطالعه کړي، چې مثبتې اغیزې یې کورنیو او په ټوله کې ټولنې ته متوجه دي.

کله چې کورونو کې کتابتون موجود وي د کورنۍ ماشومان هم له کتاب سره مینه پیدا کوي او د وخت په تیریدو سره له مطالعې سره نیږدې کیږي، علاقه پیدا کوي، او د لوستنې سره عادت او کتابونه لولي. د نورو وخت ضیاع کوونکو کارونو پرځای د کتاب پر لوستلو تیروي او معلومات یې زیاتیږي. څه ډول، چې ماشومان هر ډول عادت ډیر په اسانی او زر خپلوي، د کتابتونو او کتابونه په لیدلو سره هر وخت هڅه کوي، چې کتاب راواخلي په لومړیو کې د لوبو په ډول او په تدریج سره یې د لوستنې هڅه وکړي. په دې طریقه، موږ په ډېرې اسانۍ سره  په خپلو ماشومانو او ځوان نسل کې د مطالعې او زده کړې روحیه پیاوړي کولی شو.

ما د ماشومتوب له دورې بیا تر ننه د خپل مسلک مربوط او د عمومي برخې ټول کتابونه له لوستلو وروسته د کور په یوه ځانګړي برخه کې په الماریو کې ساتلي، چې زما او د فامیل لپاره مې د کتابتون حیثیت لري. ډیر وخت هڅه کوم خپل ماشومان یادو کتابونو ته متوجه کړم او د کتاب نیولو او نه څیري کولو تمرین ورسره وکړم. په تدریج سره ګورم چې له کتاب سره یې مینه زیاتیږي او د مناسب استعمال لارې یې زده کوي. هر لوستی کس پخپله کورنۍ کې دا کار کولی شي، خو یوڅه حوصله او وخت ته اړتیا لري.

د کورني کتابتون بله ګټه دا هم ده، چې د لوستنې اثار او لیکنې د تل لپاره مخفوظې او د له منځه تلو له خاطر ساتل کیږي. همدا ډول، موږ ته دا وړتیا راکوي چې په اسانۍ سره د ضرورت پر وخت کتاب ته لاسرسۍ پیدا کړو.  ډیری کسان کتابونه له لوستلو او یا نه لوستلو وروسته د کور پر یو او بل ځای کې غورځوي او ختا د سونګ د توکو په ډول ترې استفاده کوي دا کار که څه هم د اسلامي او انساني ټولو اصولو خلاف دی، له بلې خوا له مطالعې سره د انسان اړیکې پرې کیږي او زړه نه ښه کوي چې لوستنه وکړي، د اړتیا پر وخت کتاب په اسانۍ سره نشي پیدا کولی او له سرګردانیو سره مخ کیږي.

د کورني کتابتون جوړول د زیاتو نورو ګټو ترڅنګ د د کورنۍ په غړو کې د مطالعې او لوستنې سره مینه پیدا کوي، ماشومان هڅیږي چې له کتاب سره عادت او کارول یې زده کړي او همدا شان، د کتابونو او اثارو په ساتلو کې مرسته کوي او د اړتیا پر وخت په ډېرې اسانۍ سره کتاب او اثار پیدا کولی شو. ټول لوستي او ختا نالوستي کسان باید هڅه وکړي، ترڅو د ځان او کورنۍ د غړو لپاره کتابتونونه رامنځته کړي، تر څو، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړي او د لوستلو توکي له ضیاع څخه وساتل شي.

Related Articles

Sep 30, 2021
2,320 views

د هاګ نړېواله محکمه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د ځينو مهمو جنګي جرمونو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو ل...

Oct 28, 2023
1,908 views

جرم او سزا ناول لنډیز

Crime and punishment! ،"«جرم او سزا« د پي ايس او  د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول  characters نومونو لږ ګران دي...

Apr 09, 2023
1,127 views

بارونه چی د پل د ډیزاین کی نیول کیږی

12  ‌ډوله بارونه چې د پل ساختمانونو لپاره په پام کې نیول کیږي . 12 Types of Loads Considered for Design of Bridge Structuresد پل ساختمانونو د ډیزاین لپاره بیلابیل بارونه په پام کې نیول کیږي .دا بارونه  او د هغو ترکیب د کارولو په وخت  په ټولو شرایطو ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...