اخیره خاتمه خرابیدل او ښه کیدل -نقل
265
Faridon Delsoz Niazai
2024-06-22 12:04:08
په دغه تصويرونو يو شخص مشهور امریکايي جوزف اسټس ( Joseph Estes) دي چې د پام وړ تاجر وو او انتهای درجې متعصب عيسوي وه او په مسلمانانو او اسلام طنز او خندا د هغه ورځينۍ عمل وو ، د مثال په ډول هغه به په تلويزنونو کي د کعبې په اړه ويل: مسلمانانو يو تور صندوق په صحرا جوړ کړي او د هغه عبادت کوي..
بل تصوير د حرمينو ( سعودي) له هيواد څخه د عبدالله القصيمي دي
مشهور عالم, داعي او مبلغ وو ، تر هغي چې خلکو ورته د دوهم ابن تيميه لقب ورکړ ، د هغه يو کتاب ډير شهرت ترلاسه کړ ( الصراع بين الاسلام والوطنيه)
په اهل علم کي دغه کتاب ډير مقبوليت وموند تر دي چې د حرم مکي د وخت امام د هغه په اړوند پوره قصيده ولوسته - مشهور عالم صلاح منجد دغه کتاب په هکله وویل: قصيمي دغه کتاب په ليکلو سره د جنت ټاپه ځان ته ولږوله
په 1980 کي قميصی هغه مهال يوسل او اتيا درجي تغير وکړ چې کله په بيروت کي په يوي عيسوي انجلي عاشق شو ، لدي ورسته هغه د دين خلاف د ګمراهو افکارو دفاع پيل کړه او بيا يي دغه دوه کتابونه وليکل:
" يكذبون لكي يروا الاله جميلا "
درواغ وايې چې خدای مونږ ښايسته ليدلي.
او بل کتاب يي:
« هذي هي الأغلال »
دا هغه ځنځيرونه دي ( کتاب ، لمونځ ، روژه او نور عبادت يي د غاړي ځنځير سره تشبيه کړ)
بيا هغه د خپل الحاد اعلان وکړ او د الله تعالی له وجود څخه يي انکار اعلان کړ
العياذ باالله
په1996 کي بيا ومړ او زمکې يي له وجود څخه پاکه شوه .
په همدي دوران کي عيسايي مبلغ جوزف اسټس د خپلي کورني په شمول د يوه مصري دعوتګر په لاس اسلام قبول کړ ، خپل نوم يي يوسف ته بدل کړ او په امريکا کي ورڅخه د اسلام لوي داعي جوړ شو چې د هغه په لاس په سلګونو خلک مسلمانان شول او د اسلامي دعوت يو لوي مرکذ يي هم پرانيست
قدرمنو او محترمو ورونو:
د ابتدا او پخواني اعمال له ياده وباسي، په هغه غرور مه کوي د انجام او خاتمي ته متوجه شي او عبرت واخلی.. په خپل ايمان او ضياع د اعمالو وويريږه د الله تعالی د محکمو اختيار په لاس کي مه اخله!
په نورو د کفر ، ارتداد او ګناه ټاپي پريږي د خپل ځان د ايمان ساتنې غم وخوري ، له بده مرغه ډيرو په سختيو کي قرباني ورکړه ليکن کله چي د منصب او نعمتونو وخت راغی هر څه يي د لاسه ورکړل او هير کړل، رشوت دوي خوري ، د مسلمان حق دوي خوري ، ظلم دوي کوي ، په دوه دري کالو کي دري څلور ودونه وکړل ، پاخه کورونه او تجارتونه يي خپل کړل او لا هم دغه سلسله روانه ده..
رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث مفهوم دي چې د بنده زړه د الله تعالی په ګوتو کي دي څرنګه يي چې وغواړي په هماغه دول يي اړوي ،
ځيني بيا د خلکو له خولو او قلمه ويره لري او هر څه په تخريب شميري ، د خلکو خولي او قلم مهم ندي د ملایکو قلم مهم دي د الله تعالی نظارت او ليدل مهم دي ، له هغه ويره پکار ده ، دلته خو به د خلکو خولي بندي شي ، ملايکي به څرنګه بندي کړي ؟ د الله تعالی نظارت به څرنګه بند کړي ؟ د خپل لاسونو او پښو شهادت به څرنګه بند کړي؟
هغه به درته بيا تر ټولو سخت حالت وي په هغو چي ته پري نن د جهنمي فتوا ورکوي جنت لوري ته روان وي او ته د اخري بدي خاتمي له امله جهنم ته لوري ته!
د دنيا ډير ظاهري تور به هلته سپين وي او ډير ظاهري سپين به هلته تور وي ..
الله تعالی د زمونږ ټولو اخري خاتمه په ايمان کړي..