آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟
لیکوال - محمد محق
ژباړه - ریاض مقامزی
”... په اسلام کې د جهاد او وسلې ته د لاس ور وړلو فلسفې په اړه له پخوا پراخ بحثونه موجود وو او تر ننه دوام لري. آن ډېر پخوا زمانو کې د فقهاوو ترمنځ دا بحث پیل شو، چې د جنګ په څېر یوه تباه کوونکي او ويجاړوونکي کار ته شریعت ولې جواز ورکړی؟
ددې موضوع د فلسفې پيداکولو او توجيه لپاره مختلف نظریات رامنځته شول؛ خو تر ټولو معقول نظر د امام ابوحنيفه و. هغه د شريعت له نظره د جنګ د جواز دلیل ظلم باله؛ نه کفر. یعنې پر دې آند و، چې که یو څوک کافر وي، دا کار له هغه سره د جنګ جواز نه شي راکولای؛ خو که يو څوک ظالم وي نو د جنګ جواز حتما شته.
د حنفي مذهب تکړه مفسر او فقيه "قاضي ابوبکر جصاص" په دې اړه ويلي: "د ستمګرو او ظالمو حاکمانو پر وړاندې د جګړې په اړه د هغه تګلاره مشهوره ده. له همدې امله اوزاعی(د اهل حدیثو له مشرانو څخه دی.) ويلي چې امام ابوحنیفه مو تر هغې وزغمه چې د شمشېر فتوا يې صادره کړه." (احکام القرآن، ج 1، ص 81)
امام ابوحنيفه دا نظر په داسې شرايطو کې ورکړ، چې د اموي او عباسي خلافتونه يې ليدلي وو. د خلافت یادې دستګاوې پر ظلم او جنايت مرتکب کېدلې او د خلکو پر وژلو يې پیل کاوه. په داسې حال کې چې مشران يې امیرالمؤمنین بلل کېدل او په هغه وخت کې پرته له مخالفته د اسلامي نړۍ مشري يې کوله.
د خلفاوو او چارواکو ظلم ددې سبب کېده چې خلک ناراضه شي او پر وړاندې يې پاڅون وکړي. د هغه وخت د حاکمانو پر وړاندې له مشهورو پاڅونونو څخه يو هم په ۱۲۲ هجري قمري کې د «زید بن علي» قيام دی، چې له علوي کورنۍ څخه و. دا هغه څوک دی، چې د زیدیه مذهب بنسټګر بلل کېږي. امام ابوحنيفه له هغه څخه ښکاره ملاتړ وکړ او د اموي خلافت پر وړاندې د نوموړي پاڅون يې په بدر جنګ کې د پيغمبر ص جهاد ته ورته وباله. که څه هم هغه د ناروغۍ له کبله و نشوای کولای په جګړه کې برخه وخلي؛ خو له خپلې شخصي شتمنۍ څخه يې لس زره درهم د جنګي وسایلو پېرلو لپاره زید ته ولېږل. بالاخره د امويانو پياوړې امپراطوري چې د له هسپانیې تر منځني آسيا پراخه وه د مختلفو پاڅونونو له امله ختمه شوه. تر ټولو مهم پاڅون د خراسان د خلکو و، چې مشري يې ابومسلم خراساني کوله.
عباسیانو په دې وعدې سره چې پر خلکو به ظلم نه کوي واک ترلاسه کړ؛ مګر ډېر وخت تېر نه و، چې هغوی هم د خپلو مخالفینو پر وژلو پيل وکړ. ابومسلم او ځینې نور يې ووژل. دا ځلې نوي مخالفتونه شروع شول او پاڅونونه بیا پیل شول.
یو له هغو کسانو څخه چې پاڅون يې وکړ محمد بن عبدالله و، چې په نفس زکیه مشهور و. هغه له هاشمي کورنۍ څخه و. دا قیام په ۱۴۵ هجري قمري کې وشو. امام ابوحنيفه له دې پاڅون څخه هم ملاتړ اعلان کړ او فتوا يې ورکړه چې د عباسیانو پر وړاندې جګړه کې ګډون له اويا نفلي حجونو سره برابر دی. (الکردری، ج 1، ص 71)
د حکمرانانو د ظلم پر وړاندې د امام ابوحنيفه شجاعانه درېدل ددې سبب شوی چې څو ځلې ونیول شي او شکنجه شي. څو کاله يې په تبعيد او له ظلم څخه په تېښته کې هم تېر کړي دي. تر دې چې وفات شو. او دا یو له هغو عواملو څخه دی، چې نوموړی يې د اسلامي تاریخ پر یو کمساري فقيه بدل کړ.
پر دې اساس ويلای شو، چې د امام ابوحنيفه په آند جنګ او مسلحانه پاڅون ته «کفر» مشروعيت نه ورکوي؛ بلکې ظلم او ستم ددې کار مشروعيت راکوي...
د ت.البانو په اړه خو ټول خلک پوهېږي چې د جنګ او وژنو ...“
نوټونه:
۱ - دا ليکنه اوږده وه؛ خو ما يې هماغه مهمه برخه را پښتو کړه.
۲ - آزاده ژباړه ده، ډېر پام پر مفهوم شوی.
۲ - ټولې خبرې د لیکوال دي؛ زما هېڅ ډول نظر پکې دخيل نه دی.
درنښت