لیکوال: وحید زهیر

په وطن کې د تېر نظام له سقوط او تحول وروسته د ځوانانو تر منځ یو
بحث د زده کړو او د کاروبار په وخت دی. ځينې ځوانانو درسونو ته شا کړه، په وروستیو سمسټرونو کې یې پوهنځي پریښودل. یو شمېر نور چې د درسونو وخت یې دی، د ټولو امکاناتو سربېره، تحصیل یا رسمي زده کړې بې ګټې بولي او په هیڅ پوهنتون کې داخل نه شو. یوه عامه ستونزه چې زموږ څو نسلونه یې تکراروي، د تعادل نه درلودل او د متوازنو لارو نه ټاکل دي. یوه برخه چې راونیسي، بله ترې وشړيږي. دوی وايي مستقيماً باید ازاد کاروبار شروع کړي، ډیرې پیسې به وګټي.
دا څو کاله مخکې چې موسسې او د ډالرو بنډلې وې، خلکو په درسونو ایمان راوړی و. نن ورځ خلک د درس پاڼه نه اړوي. د اوسني عصر له پرمختګونو ښکاري چې نژدې راتلونکي کې ممکن د ښوونځيو، پوهنتونونو او یا د زده کړو په سیستمونو کې لوی بدلونونه راشي خو له منځه تګ یې هیڅ امکان نه لري. علمي ادارې یوازې د مسلکي زده کړو ادرسونه نه دي، بلکې د ټولنیزتوب، د اخلاقو، د فکرونو د تنوع او د بیلابېلو خلکو سره د تعامل د تجربه کولو مرکزونه دي. یو څوک ممکن ووايي چې مارکیټونه، بازارونه، نړیوال تجارتي هبونه او ټول کاري ځایونو کې هم خلک ورته تجربې ترلاسه کولی شي. ښه خبره ده، خو بې وخته او په لالچي چاپیریال کې دا شیان تجربه کول د بې لالچه خلکو د تجربې هومره خوږوالی او اوږدمهاله ښه اغیز نه لري.
کاروبار څه مانا؟ د ګټو معاملې؟ ډیر سنجیده او فکري خلک چې نه وي، هغو ته ګټې یوازې مادي ګټې ښکاري، نور هیڅ ارزښت نه لري. په دغسې یو چاپیریال کې به د یو معصومه ځوان د جذباتو څه قدر وي او څه به زده کړي؟
د کار او پیسو سره مخالفت په کار نه دی. پیسه ښه ده، ډیره ښه ده خو چې سمه او د عمر په یو طبعي پروسې لاس ته راشي. بې وخته، بې خرته پیسه یو بې ذوقه او بې خبره انسان ته هیڅ ګټه نه رسوي.
نړۍ د سرمایه دارۍ نظام نیولې. عام خلک هم په دې جالونو کې د ټولنیزو رسنیو د انفلوینسرانو، د سینمايي او ورزشي ستورو د ژوند ظاهري بڼې په لیدو په کې ونښلي. په سرمایه مړښت نه شته، قناعت عیب ګرځیدلی دی او د دې اخر به افسوس وي.
ښه لاره دا ده چې ماشومان، ماشومتوب وکړي. نوي ځوانان، د نوي ځوانانو غوندې ووسي. ځلمي زده کړې او کار دواړه وکړي.
څنګه یې وکړي؟
دا ځينې خنډونه چې موږ ځانو ته لویې لویې ستونزې کړي دي. غرونه راته ښکاري، یوازې په نظم او ډسپلین یې ماتولی شو. وخته پاڅيدل، ورځې ته برنامه لرل، مناسب خواړه خوړل، دوامداره زده کړه او کار کول، نوي مهارتونه زده کول، خوشاله اوسېدل او وخت وخت سره ځان ارزولو سره هیڅ شی د چا مخه نه شي ډب کولی. لنډه دا چې پوهه، پیسه، خوشالي درې واړه مهم دي خو یوازې پیسو پسې منډه وهل، عقلاني لاره نه ده.