حافظ ګل محمد مرغزی او احمد شاهي شاهنامه

س
سیدادریس سادات
Author
1 min read
10
حافظ ګل محمد مرغزی او احمد شاهي شاهنامه

متن 

حافظ ګل محمد مرغزی د پښتو په کلاسيکه شاعرۍ کې یو ډېر تکړه شاعر تېر شوی چې د احمدشاه بابا په دور کې یې ژوند کړی، نوموړی له احمدشاه بابا سره په ډېرو نظامي سفرونو کې ملګری و، دی د موسی زوی د پښتونخوا د صوابۍ د مرغز نومي کلي دی چې د دربار لیکوال و او په ( ۱۱۲۶ هـ ق) کې پیدا شوی دی. نصاب،اتم ټولګی، ۱۳۹۶: ۱۴۰

استاد رشاد لیکي چې د حافظ ګل محمد مرغزي د خاپوړو ځای د مرغز نومي کلی دی چې د پېښور شمال شرقي لوري ته پروت دی، دغه سیمه د کوزې پښتونخوا د صوابۍ یو کلی دی چې د صوابۍ ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري، دلته زیاتره خلک د قوم له لحاظه یوسفزي دي او یو څه پکې اکاخېل او یاراخېل هم شته. 

په تخمیني لحاظ د دغه کلي تاریخ درې سوه کاله پخوانی ګڼل کېږي او دغه کلي ته ځکه د لرغوني کلي په نظر نه ګوري چې په دغه کلي کې ډېر کم علمي کدرونه تر سترګو کېږي. یاد، ۱۳۹۵: ۲۷

دا چې مرغز څه ډول ځای دی؟ تاسې کولای شئ چې ویډیوګانې یې په سوشل میډیا کې وګورئ، اوس لپاره به زه تاسې ته د حافظ ګل محمد مرغزي او شاهنامې په اړه معلومات درکړم.

حافظ ګل محمد مرغزي ډېر شعرونه داسې لیکلي چې د پښتنو لپاره نصایح وړاندې کوي، دا د رحمان بابا د سبک لاره ده او دا هم امکان لري چې دی دې هم لکه د یونس خیبري، میهن خلیل، معزالله خان مومند، نواب محبت خان، اخوند ګدا او حافظ الپوري په څېر د رحمان بابا د سبک پیرو شاعر وي؛ مګر دا چې ولې یې د رحمان بابا د ادبي مکتب پیرو نه دی حساب کړی؛ نو شاید عمده دلیل یې دا وي چې د دې په اړه کره معلومات نشته او که شته هم؛ 

نو ډېر لږ دي. بهیر، ۱۳۹۲: ۶۸

د رحمان بابا د سبک د پيرو په پلوۍ يې يوه بېلګه وړاندې کوم:

د مجلس یاران دې ولاړل را به نه شي

که تل ژاړې د مرغز په ګورستان

يا:

ګاه دې مخ، کله دې څنګ

ګاه دې صلح، ګاه دې جنګ

اوس خندا کوه خوشحال شه

له زړه لرې کړه دا زنګ

که دولت درسره ډېر شي

خود به پاتې شې ملنګ

تمام لاندې شول تر خاورو

ډېر یوسف غوندې خوشرنګ

له اشنا سره اشنا شه

که ته ډېر یې شوخ و شنګ

حافظ پاڅه قلندر شه

بس دی پرېږده نور اهنګ

له دغه کلامه یې هم معلومېږي چې شاید دی د رحمان بابا د سبک پیرو شاعر وي.

داسې ښکاري چې د ژوند ډېره برخه یې له هېواده بهر په پنجاب کې تېره کړې وي، له شعرونو یې داسې ښکاري چې په پاني پت جګړه او بیا ډهلي کې هم له احمدشاهي لښکرو سره یو ځای و، له وطنه په جدایۍ کې یې یو بیت دلته را اخلو:

که مرغز لرم وطن

ترې جدا یم په دا تن

دا امید لرم له خدایه

که مې بوزي له دې ځایه

که سفر کړي د ختن

هیر به نه کړي خپل وطن

په کمند د غم اسیر یم

بې وطنه اوس فقیر یم

د ختن د ملک غزال یم

اوس بندي د غم په جال یم 

دا چې ما ته دا شخص ولې مهم ښکاره شو چې څېړنه پرې وکړم؟ د دې علت دا و چې دغه شخص احمدشاهي شاهنامه لیکلې ده، په یادې شاهنامې علامه عبدالشکور رشاد پېژندنه او تعلیق لیکلی او محمدمعصوم هوتک یې د متن سمونه او سریزه چمتو کړې، کتاب ۷۷۲ مخونه لري او د پښتو ادب یو مهم اثر ګڼل کېږي. یون، ۱۴۰۱: ۱۷۶

ویل کیږي چې احمدشاه بابا هند ته د خپلو لښکر کشیو پر مهال د پښتو ژبې همدې شاعر ګل محمد مرغزي ته دنده سپارلې وه چې د پښتو ژبې دریمه شاهنامه یعنې احمد شاهي شاهنامه ولیکي.

حافظ ګل محمد مرغزی چې د احمدشاه بابا په لښکرو کې شامل وو، احمد شاهي شاهنامه یې ولیکله، چې یو ځل په جنګ کې له منځه ولاړه او بیا یې د سره ولیکله.

چې یوازینۍ معلومه نسخه یې اوس د بریټش په موزیم کې خوندي ده.

په زبان دراني 

ښه بیان دی افغاني

د احمد شاه در دران 

پکې حال مې کړه بیان 

چې کتاب مې شي تیار 

په تحریر زما نګار 

په لښکر کې د سردار 

په تاراج شه د کفار

په څو ورځو وم خاموش

بیا مې شعر راغی په جوش

مثنی مې شاهنامه شوه

بیا تازه مې دا خامه شوه

                         وزیري، ۱۳۹۴: ۱۳۴

عبدالکریم عامر په یوه ویډیو کې چې یوټیوب کې یې خپره کړې؛ ویلي دي چې حافظ ګل محمد مرغزی د میا عمر څمکني مرید و او میا عمر څمکنی داسې پیر و چې احمدشاه بابا به هم د ده په لاره تېرېده؛ نو ضرور به یې له ده نه دعا اخیسته او د ده عقیدت ته به ورته.

دا چې د وخت پادشاه ورځي؛ نو له دې څخه هم معلومېږي چې دا اعلا، منلی او باوري پیر و.

عامر دا هم وایې چې حافظ ګل محمد مرغزي په دوو زامنو د محمدي نوم ایښی او د دې علت دا و چې یو زوی یې محمدي مړ شوی؛ نو بیا یې بل زوی باندې له مینې هماغه نوم کېښود.

ده ځان قریشي عرب یاد کړی او د ابوبکر صدیق په اولاده کې په لاندې ډول ځان حسابوي:

د حافظ علي نسب دی

که په ذات، په خېل عرب دی

د حضرت صدیق اولاد دی

په قریشو کې دی یاد دی

دا به یې هېڅ نه شي پکار

بې له فضله د ستار

دا چې ولې دی ځان ته حافظ وايي؛ نو د دې هم کره معلومات نشته؛ خو شاید یا د قرآن حافظ وي او یا یې هم ځان ته لقب غوره کړی وي.

د ده ژوند تر ۱۱۷۹ کاله پورې یقیني دی او دا داسې معلوم شوی چې د حافظ په شعرونو کې د یو بل شخص چې ده ته نږدې دی؛ د هغه یادونه یې په شعر کې کړې او د هغه د مرګ نېټه موږ ته معلومه ده؛ نو ځکه یې موږ هم ژوند تر ۱۱۷۹کاله پورې یقینې ګڼو.

په همدې اساس د دغه مقبول شاعر يو منظوم کتاب چې شاهنامه نومېږي؛ موږ ته راپاتې ده، دغه شاهنامه د حافظ ګل محمد مرغزي منظوم اثر دی، ياده شاهنامه څه باندې دوه نیم سوه کاله پخوا حافظ ګل محمد مرغزي لیکلې چې د دوکتور عبدالشکور په زیار په ۱۳۸۷ ل کې د رشاد اکاډمۍ له خوا خپره شوې، تر دغه وخته د دغې شاهنامې قلمې نسخې د انګلستان په بریټیش موزیم کې ساتل کېدې، په دغه کتاب کې د احمدشاه بابا د ۱۶ کلونو ځینې تتې او خورې ورې پيښې بیان شوې دي.

دغه شاهنامه په پښتو کې یواځنۍ معلومه شاهنامه ده چې موږ ته یې د احمدشاه بابا د وخت ټولې پېښې ټکي په ټکي رارسولي دي؛ خو دا چې دغه شاهنامه اوس اوس چاپ شوې؛ نو د ډېرو پښتنو لاس ته هم لا ورغلې نه ده او په ډېرو کمو ځایونو کې ترې استفاده شوې ده. عامر، ۱۴۰۴: yt

احمدشاهي شاهنامه ۳۶ بحثونه او فصلونه لري چې پیل یې داسې دی:

اول ثنا ده د سبحان

چې پادشاه دی د جهان

که هزار مې زبان

په څو قسمه که بیان

نه به شي له ما ادا

که ګویا شي واړه دا  

                                                    نیازی، ۱۳۷۶: ۲۴۴

د حافظ مرغزي له شعره داسې ښکاري چې دی ښه پوخ او د ښې قريحې خاوند شاعر تېر شوی، ياده شاهنامه يې په نظم ليکلې او د نظم بحر يې لنډ منظوم بحر دی، دغه بحر پخوا ډېرو لوړو شاعرانو پاللی او د دغه بحر په شعر کې تجربه کول څه اسانه خبره نه ده.

د ده له شعره موږ پوهېږو چې دی په هغه وخت کې ښه شاعر او د ښې مطالعې خاوند تېر شوی، کېدای شي چې حافظ مرغزي ډېره نوره شاعري هم کړې وي؛ خو لا موږ ته په لاس نه ده راغلې.

دا چې د شاهنامې په اړه ډېر معلومات په لاس کې لرو او په هر ځای کې په اسانه پیدا کېږي؛ نو نور پرې نه غږېږم، هیله ده چې زما دغو معلوماتو تاسې ته یو څه ګټه کړې وي.

په اخر کې د حافظ ګل محمد مرغزي په دغه څو بیتونو له تاسې څخه رخصت اخلم.

چې فرمان د شهریار و

په زیبا ښکلی ګفتار و

چې حافظ دې شاهنامه که

په جهان دې دا نامه که

شهنامه دې که رنګین

جوړ زیبا درشمین

پکې حال دې د جهان وي

ښه ګنجونه دې عیان وي 

                             احمدي، ۱۴۰۳: ۱۳۰

پايله

معلومه شوه چې حافظ مرغزی د مرغز د کلي دی او دی د ښې شاعرۍ تر څنګ يو ښه ناظم هم دی، د ده شاعري او ټول اثار تر اوسه نه دي راټول شوي او دا يوه تشه هم ده، دلته تر يوې اندازې هڅه شوې چې د ده د شاعرۍ نورې بېلګې هم راواخيستل شي او د دې تر څنګ د ده د ځينو ناويلو اړخونو روښانول هم زموږ د موضوع يو اصل دی.

وړانديز

زه د دغې لنډې څېړنې په اخره کې يو وړانديز لرم چې هغه هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ محترم مقام ته يې کوم:

۱- که د حافظ مرغزي په ژوند او اثارو يوه د نوماندۍ علمي پروژه اړوند څېړونکي ته ورکړل شي او تر څنګ يې د ده ټول اثار راټول او منظم چاپ شي؛ نو يوه لويه تشه به راډکه شي، ما غوندې د يوه مينه وال تنده به هم پرې خړوب او هم به د ادب ميدان ته يو څه برابر او وړاندې شي.

مأخذونه 

۱ ــ  د پښتو ادبیاتو تاریخ منځنی کلاسیک ادبي پېر، شهسوار سنګروال نیازی، کابل،  ۱۳۷۶ ل. 

۲ ــ  پښتو نثر منځنۍ دوره، پوهیالی فهیم بهیر، ۱۳۹۲ ل. 

۳ ــ د ښوونځي نصاب،اتم ټولګی، پښتو، ۱۳۹۶ ل.

۴ ــ  پښتو د تاریخ په بهیر کې، محمد اقبال وزیري، هالنډ، ۱۳۹۴ ل.

۵ ــ  ادب تاریخ کلاسیکه دوره، پوهنیار جهانزیب احمدي ، د بشرمل زرغون په زيار، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۱۴۰۳ ل.

۶ ــ  د پښتو لرغونو ادبیاتو محتوایې فورمونه، پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذ، ۱۴۰۱ ل.

۷ ــ پښتانه قبیلې وپېژنئ، ډاکټر لطیف یاد، ۱۳۹۵ ل.

۸ ــ د استاد عبدالکريم عامر یوټیوب چینل. ۱۴۰۳ ل.  

Related Articles

3 articles
Nov 16, 2021
2,501 views

په ملي حقوقو کې د نړيوالو حقوقو د ادغام تګلارې، اصول او معيارونه

د افغانستان د ۱۳۸۲هـ ش کال اساسي قانون نيمګړتياوو ته په کتلو، د ا،ا،ا د نوي اساسي قانون د تدوين لپاره يوه مفيده او تعريف شوې حقوقي نسخه ګڼل کېږي، هېله لرو چې د هېواد د راتلوونکي سياسي تګلوري په تنظيم کې ترې ګټه واخيستل شي.عمومي توضيحات: د ملي حقوقو ا...

Aug 17, 2024
1,681 views

مستعمل کمپیوټر اخیستلو مخکې باید دا ۱۰ شیان چېک کړئ

د مستعمل کمپیوټر اخیستلو مخکې باید دا ۱۰ شیان چېک کړئ: 1. پروسیسر (Processor): د کمپیوټر دماغ ګڼل کیږي. د پروسیسر ډول (Intel یا AMD) او سرعت (GHz) ته پاملرنه وکړئ. د کورني یا دفتري کار لپاره Core i5 یا Ryzen 5 مناسب دي، خو د درنو کارونو لپاره Core i...

May 10, 2021
2,179 views

جامعه ی منحط

جامعه ی منحط مصطفی عمرزی وقتی می نویسم «جامعه ی منحط»، نهایت نارضایتی ما را آشکار می سازد. ببینید! ما ناگزیریم حتی بر مواردی هم انتقاد کنیم که رفع و روب آن ها خیلی آسان است. به عبارت دیگر، ناتوانی مدیریتی در افغانستان، شکل حاد دارد.  از چند ماه به...

Recommended For You

Jun 02, 2023
34,120 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,256 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,104 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article