د الله استازي او رښت ( قانونونه یا ايين )!!!
دا ځمکه، اسمانونه او هر څه څې د دې دواړو په منځ کې شتون لري. دا ټول په پنځي ( سویي شلخي، سویي دیسي، طبیعي یا نيچرل تخلیقي) ډول الله بوږولي (جوړ کړي) دي.
هر هغه څه څې اند ( نظر)، وند ( پام یا فکر ) و لري، په ټولو پنځي څیزونو کې ورته څښتن ( بر (ج) څې هغه وايي ٬٬ زما نوم الله دی،، الله) یې د دې پوهه هم ورکړې. څې زما پنځي څیزونو نه په شلخي بڼه له پنځي څیزونو ګټنه واخلئ. لکه ساړه هواوېچه ده، داسې توکي واخلئ څې سړه هواوېچه ماته کړي او تاسو پرې توده شئ، په سړه هوا کې څې ستاسو ساړه کېږي، لرګي و سوزوئ څې توده هواوېچې رغښت و کړي او توده وږمه جوړه کړي، او یا تودې ښتې واغوندئ، همداسې برېښنا څې له پنځي مسو، ښادو، خازینونو، تارونو، پړو، او ښېښو څخه تودښه او روښنایي او سړه هواوېچه پنځه وي.
یا توده هواوېچه( ګرمې هوا یا ګرمې وږمې) څخه داسې څېزونه باندې یې الله وړتیا را کړې څې سړه هوا ترلاسه کړو څې زموږ د ژوند څارې په مخ وېسي. همداسې ۱۸۰۰۰ پوښتنې له ځان څخه کولی شو. څې له کومو پنځي څېزونو څخه څې تياره ده، رڼا ده، ورېځ، اسمان، ځمکه، باد، ږلۍ، برېښنا، تالنده، اوبه، غرونه، سينونه، سمندرونه، یخ، واوره، لوړ او ژور، لوږه، تنده، پېړوالی، لوړوالی، ټیټوالی، خوږوالی، تریخوالی، ارمتيا، مستي، ګړندیتوب، ځل، بډاینه، لېوالته، لټتوب او داسې نورو .... . ته داسې توکي او الې ترلاسه کړو څې موږ ترې په ژوند کې ګټنې واخلو.
ژوي ( پیلنۍ مانا یې یا ۱. انسانان) او ژوي ( دوېیمه مانا یې یا ۲. څاروي، حیوانات) تر پایني پېر پورې له خپل اند او وند څخه ژورې پوښتنې کوي، او ځوابونه یې ترلاسه کوي، څې په پیله کې یې نوي څېزونه په شلخي یا مصنويي بڼه بوږ وي. داسې شلخي یا سویي پنځي څیز په پینۍ کې شتون نه لري څې په هغه کې دې پنځي توکي ( مواد، څیزونه ) شتون و نه لري، په بله مانا څې ټول ديسي ( بدل، شلخي، مصنوي، سویي پنځي ) توکي او الې له پنځي توکو یا هغه څېزونو څې الله په پنځي بڼه پنځولي دي له هغو پرته بوږول ( جوړول) ناشوني دي.
د دې له پاره ژوي ( انسانان) سرکښه، له تېروتنې تش نه دي، ځینې یې له سرکشۍ او تېروتنو تېری کوي، څې کړنې یې ډېرګړو ( ډېرو خلکو ته) نه لږ ګړو ( لږو خلکو ته ) زیان ( تاوان) او تاوانونه رسوي. له ځان څخه پر ټیټو وګړو ځل (څې ورته عربي ژبه کې ظلم وایو) کوي. برخې یې خوري، ښه کړه وړه نه کوي، ښې معاملې، ښې پرېګړې نه کوي، په هېڅ کړ کې د سړي زوی نه وي (که څوک یې ګاونډی وي هغه ترې نه په کړاو یا عذاب کې وي، که کوم تن سره یې ځمکه یا پوله، انګړ او کرونده پوله لري هغه ترې په کړو کې وي، که چا سره یې ښېخې کړې وي چاته یې لور ور کړې وي او یا ترې چا لور کړې وي ور سره په کړاو کې وي. داسې کړ به نه وي څې دی په کې دې سړي زوی غوندې کانې و کړي؛ څې یوه وارې ورسره په مسلو او معاملو کې مخ شې بیا به در ته ښه ښکاره څرګند شي.)، رښت ( حق) یې اخلي، رټي یې، په لرګۍیو یې وهي ( هغه به تش لاس وي او دی به یې په کونداغونو دربوي، یا به یې د ټوپک په میلونو وهي، یا میلونه ورچوښوي او ورمنډي څې دا د ځل پاینۍ نښه او د رټلو پای دی)، شته، بډاینه، سوکالي، ژوندی یې اخلي. همدې سرغړونو له پاره الله دې پینۍ ته خپل اسماني لیکنی رښت ( قانونونه) را لېږلي دي، څې دغه کړنې و کوئ او دغه کړنې مه کوئ. څې د الله دا ټولواک رښتو ټولواله په ځمکه او اسمانونو کې د اوډون ( ترتیب، یا نظام، یا نظم ) ټینګ او روغ ساتي؛ د سرغړونې په بدله کې په دې دنیا کې سرټيټي کوي او په هغې دونیا کې یې په اور سوزوي یا اور ته اچوي. هغه د دوزخ تور غوړاشکه اور څې ټوټې، ټوټې کونکی ( کونی) دی.
الله ځمکې ته خپل استازي او رښت ( قانونونه یا ايين ) کله؟؛ او ولې و لېږه؟!!!.
په هغه پېر کې بر (ج) ځمکې ته خپل پیلنی استاز را و لېږه څې په پینۍ کې انسانانو هېڅ شتون نه درلود، دیوان، پېران، ناپېژنده ژوي، اېبلیس او نورو د بر (ج) پنځونکي پرې ژوند ګړ وو، هغوی په کې وراني، وژنې، تېري، سرتمبۍ، لویي او ربړونې و کړې، ځینې د دوی یې تری تم کړه او ځینې یې د دې خپلو ناوړه کړنو له امله زموږ له سترګو پټ کړه، زموږ په چارپېر یال کې زموږ په شاه او خوا ژوند کوي. خو زموږ د انسانانو په سترګو نه ښکارېږي، موږ ویني خو زموږ سترګو ته الله دا وړتیا نه ده ورکړي په پنځي ډول څې هغه و وینو. او د هغوی سترګو ته یې دا وړتیا ور کړې. بر (ج) د انسانانو پلار، پیلنی سړی یا ادم صفي الله (د بر رښتنی ملګری) اسمان کې پیدا کړه، او بیا یې ترې پیلنۍ میرمن هوا پیدا کړه، بیا یېې له جنت ( بڼ، اسمان) ځمکې ته د ژوند تېرولو له پاره را کوز کړه، یوه یې سریلنکا کې سرندیف غره باندې، او مېرمن یې سعدي عربستان، مکې کې راښکته کړه، له ننه څخه ۷۶۱۰ کاله وړاندې، یوه له بله لرې وو، دې سزا له پاره څې له مڼې څخه یې یوه مړۍ کړې وه، د بر (ج) خبرې ته یې درنښت نه و کړی. دلته څې بېل، بېل یوه له بل څخه لرې را کښته شو نو څو کاله یوه له بل په سې ګرځيدل، له سریلانکا نیولې په اېند له اباسین تېر ، لمپاکا (لغمان) ته، له کابل تېر له اېرات (هرات) ایران ته، او له ایراک مکې ته لاړ، او الته د نور غره کې یا ارفات څلي څخه یې خپله میرمن له کلونو ورسته پیدا کړه، او دیدن یې سره و شو. د ژوند په تېرېدو یې کوشنیان پیدا او ستر شو؛ کوشنیانو یې د ښځو کولو له پاره ریبارانې و کړې. ودونه یې وکړه، ابېل (حابيل) یې کابېل (قابېل ) د حوس او پوست یا رنګ یا خایست پرستۍ په سټه خپل ورور و واژه.
پلار یې پر دې کړنې ډېر و در دېده، او بل الته په جنت کې ابلېس ( شیطان) پرې چل ( چ. ل یا چریکي لار ) څخه ګټنه وا خسته، ورته ويل یې دې مڼې نه ماضي بر (ج) منه کړی یې. تاسو ته یې ویلې!!!؟ دې ته مه نږدې کېږئ!!!، تاسو یوه دانه و شکوئ او وې خورئ څومره خوږ خوند لري. بر (ج) هېڅ څه در ته نه وایي. دوی یې و غولول او له یوې مڼې یې یوه مړۍ یا خوله یا غاښ خرپ پورته کړه؛ څې دا کړنه په رښت کې د الله له امر څخه په تېروتنې تېر وتنه وه. بر (ج) دوی ځمکې د ژونګړ کېدو او ګڼې ګوڼې ډېرېدو له پاره پنځولي وو، څې د بر (ج) ورکړې پوهه تته کړي.
نو دا یې د پلار ( ادم ع) خبرې دي څې په خپله خوله یې و ويل ٬٬ ای! زموږ پالونکیه!، موږ پر ځان ځل (ظلم) کړی دی، او که ته موږ ته بښنه و نه کړې او پر موږ مهرباني (رحم) و نه کړې، نو اړینه ده څې موږ به له تاوان کونکو څخه شو.،، او په عربي ژبه کې دا څې ویلي وو ٬٬ (ربنا ظلمنا أنفسنا وإن لم تغفر لنا وترحمنا لنكونن من الخاسرين)،، (القران الکریم، ۲۰۰۳ زېږدی، ۱۳۸ چوپړی) د لوړوالي (الاعراف) په څپرکي کې څې د کوران (قران) اووم څپرکی دی، او له اسمان څخه ځمکې ته د رالېږلو لړۍ (نزول) کې نهه دېرشم څپرکی دی، له ص څپرکي څخه ورسته را لېږل شوی، د بند ( کړۍ یا مسرې یا ایت) ګڼه یې ۲۳ دی. رسول الله ص ته دا جبرايل امین ( فرښتې) په مکه مکرمه کې ویلي دي، د کوران (قران) پاک په اتمه برخې (ونډه، خوا یا لوری یا سیپاره) کې شتون لري.
له دې څخه کره څرګندېږي چې انسان له ټولو څخه وړاندې، الله، ځان، میوې، اوبه، ونې، بوټي، فرښتې، خواړه، کالي، ختې، جنت، ځاځ (ظلم)، ته، دا، هغه، دوی، مهرباني، بخښنه، موږ، ویل، تاوانیان، ځمکه، او هغه شیان چې په هغه خبرې څې یوه تن یوه ته او بل تن بل ته او بل تن بل ته ويلي وي او په اوږ پېر کې خوله په خوله او سینه په سینه نورو و ګړو ته رسولي وي (نقلي) او په اند برابرې (عقلي) بڼه په پيل پېر کې د انسان ورته اړتیا وه دا ویکي زده او یاد وو. ادم ع لومړی ښوونکی د ژبو او شیانو و چې فرښتو ته یې زده کړه او پوهه ورکوله او ورکړې ده.
ادم او حوا ته په پښتو ژبه او د نړۍ په ټولو ژبو پوهه الله ورکړې وه، که کوم ژوی داسې اند او وند و لري څې بر (ج) په پښتو ژبه نه پوهېږي، او د پښتو لیکدود او کره پښتو پوهه نه لري یا نورې ژبې او عربي ژبه په پښتو ژبه ورمنډي، هغه و ګړي ټول رښت پټونکي ( کافران) او له بر سره په ګډونکي (مشرکین) دي. د ټولو ژویو د ژبې زېرمه له یوې ټاکلې القا شوي زهن پوهې څخه سرچېنه اخلې، د دې له پاره د چې د ټول پنډوسکي ژوندګړو ژبې یوه تر بل سره ډېرې رېښې لري. په ځانګړې بڼه زموږ اریاني ژبه پښتو له ټولو ژبو سره ډېرې نږدې رېښیزه تارونه او اړېکې سره لري. هر ابېڅی، غونډ، غونډله، غبرګغږونه او غږونه یې سره په ټوله کې په علمي بڼه پرتلنه کړو دا به کره و مومو، زما خپله دا نظریه همداسې ده. له ده سره د بر له لوري کومه ورځپاڼه ( صحیفې) او لیکی ( کښلې یا کېتابونه ) نه وو، خو دی به د ۱۳۰ کلو په عمر کې وو څې بر ج د هغه زوی له وژل کېدو ورسته بل زوی د اېبټ الله ع (شيث) په نوم ورکړه. او هغه څې ځوان شوه بیا بر (ج) ور ته د رښت ( قانون) ۵۰ ورځپاڼې ور کړې.
د ادم (ع) زوی شیث ع له پښت څخه یې پښتون پښت پیلېږي، د شیث ع رښتې اولاده ده، چې پښتو ژبه یې سینه په سینه خپل زوزان ته رسولې ده، غیرت، مېړانه، عزت، پت، ابرو، کمزوري ملاتړ، زورور نه نه ملاتړ، کورنی ژوند، له یوې ناروغۍ پیداشویو جوړو نکاح نه کول، عدل، خلافت ( مشري )، امانت ساتل، په ژمنه و درېدل او د یوه الله پالنه یې پښتو وه.
دوی بیا د مکې له دښتو سرو غرمو څخه ځنګلونو، مېوو لرونکو ونو او سړې هواوېچې لرونکو سیمو ته، بېر ته لمپاکا لووري را ستانه شو، او بېرته سرلنکا ته لاړه، دو باره به بيا را و ګرځېدل، یوه ځای کې به یې یوه کوشنی یا زوی پرېښوده سې الته ستر شي، او مېنې ودانې کړي، نو لمپاکا (لغمان)کې څې کوم کوشني پرې خوده هغو ته یې لمپاکېنز ( لغماني ) ویل، یوه کوشنی یې بخدي کې ودان شو، له پنځ سین (پنج سین یا جیهون یا امو سین ) ګڼه ګوڼه ور واوختله، اوسنۍ روسي لوري لاړه او د ژویو ګڼه ګوڼه یې و زېږوله، بله ډله یې له بخدي څخه په اېراک مکې او له مکې سوريې او له سوريې اروپا ته خواره شو په پیلنۍ یو پېرونو کې. همداسې بیا له یوه ځی (ځای) څخه بل ځی ته یې زوزان ( زوزات یا کوشنیانو یا انسانانو )کوچ (سفر) کوو یا کډې وړلې.
د انسانانو پلار یا پیلنی سړی یا ادم صفي الله (ع) د زوګړې پېر ( وخت ) څې کله ادم ع له اسمان څخه ځمکې ته را کوز شو د سریلنکا سرنديف غرونو کې یا هغه کال څې اېبلیس (شیطان) څې د لمپاکا په شګو غونډۍ ( اېبلیس پټنی یا شیطان ګومګ) څې د لغمان مرکز ولسوالۍ یا مهترلام ولسوالۍ کې شتون لري او ځیني یې اوس د دې ولایت نوې ولسوالۍ بادپښ سیمې پورې اړوند شمېري ته را کوز شوی و له هغه پېر ( وخت) یا له اسمان څخه ځمکې ته د دوی دواړو د راکوزېدو کال څخه ۰ ټکی کال یا صفر کال یا په همغه کال څخه سل کاله وړاندې په اسمان کې زوکړه شوی، پرته له پلار او موره په داسې ډول بر (ج) په خپلې وړتیا سره څې وې ویل زوکړه شره له خټې څخه په همدې بڼه یې هډ او څېره و بوږېدله؛ له نن څخه ۷۷۱۰ کاله وړاندې یا ۵۶۷۵ مخ زېږدي کې؛ ۹۳۰ کاله یې د عمر کچه وه؛ د بوږېدو په پېر داسې ښکارکېده څې د ځوانۍ په عمر کې دی یانې ۴۰ کلن په څېره و څې بر (ج) خپل استازی و ټاکه د پرښتو، ابليس او خپل ټول پنځي بوږونکو پيداورو په وړاندې، ۴۸۴۵ مخ زېږدي کې یا ۶۸۸۰ کاله وړاندې د نجف ولایت د اېراک هېواد کې مړ شوی او د ادم (ع) ادېره کې خورو ته سپارل شوی دی.
بر ( الله ج) د دې له پاره خپل رښت پینۍ ته را و لېږه څې خپل بوږونکي پرې سمې، روغې او نیغې لارې لوري روان کړي. د دې دندې له پاره یې په انسانانو کې سپېڅلې او د پاک زړه غښتلي وګړي استازي ( پیغمبران ) و ټاکه. او ځینې له استازو ته یې د وګړو د روغولو او له کږې کانو لرې ساتلو له پاره خپل د رښتو ( قانونونو ) غونډ د ورځپانې په ډول او کښلو ( لیکو یا کېتابونو) په ډول اووه تنو استازو ته ور کړه. څې لاندې ترې په څرګنډ ډول یادونه شوي ده. وګړي او وګړې خو نه پوهېږي، د دوی د پوهېدلو او پورتنۍ موخې د سرته رسولو له پاره یې یوه سلو څلورویش زره استازي دې پينۍ ته را و لېږل. څې له دې ټولو استازو څخه ۲۵ تنو نومونه په کوران کې شتون لري او دې ټولو استازو په خپل پېر کې د خپل د پېر هغه استازو څې د دوی په پېر کې ژوندګړ وو او ورځپاڼو او کښلو لرونکي وو د هغوی ورځپاڼو او کښلو باندې به یې د وګړو په منځ کې پرېکړې کولې او خپل ژوند به يې پر مخ وړه.
اوس په روان پېر کې د وګړو د لاس لاندې کولو، کنټرولو، له هغوی څخه د ګټنې اخستلو، د واک او ګډۍ لاندې ساتلو را وستلو باندې غواړي، څې داسې امرونه او حکمونه و کښي څې ټولنه پرې هغه لوري مزل و وهي، را ولي یا کش کړي؛ او یا روان کړي. دې رښت (قانون یا ايين ) ته انساني رښت وايي، څې ډېری ماهر وګړي، رښت پوهان، سړې تودي ( تجربې) لرونکي وګړي او وګړې، د شخړو او جګړو بولندویان، ستر سوداګر، تخنیکي سلاکاران او مرستیالان او د ځانکړو خدمتونو ( پټ میري) مشران، او شپه میري ( پولیسو) مشران او ساتونکو ( پوځیان، عسکر) مشران او د جرګې مشران سره کې ني او رښت کښي ( لیکي). او پر هغې پرېکړې کوي. لکه د کرکېلې، لېږد رالېږد، کېندنې او ګدۍ چلولو څارې رښت. څې دا ټول د بر ( الله ج) د رښت څخه ټېټ دي، د بر د رښت لاندې پرې پرېکړې کېږي، هېڅ کله د هېڅ تن که هغه ان د بر استازی وي؛ د بر د رښت څخه به لاندې وي، د بر د رښت په وړاندې به د بر له رښت څخه پورته نه پلی کېږي. څې د بر رښت راغی په هره مسله کې دا ټول به هېڅ کېږي صفر یا ټکی کېږي به یا ایسته به غورځول کېږي، یا په ديوال به یې ولي. د بر رښت به پلی کېږي.
د نورو رښت منل لکه د هر تن او د هر لوري څې جوړ شوي وي، څې په هېوادونو کې پرې، پرېکړې کېږي هغه د بر له رښت څخه پورته وي، یا په کوران کې شتون نه لري. هغه د بر د رښت، رښت نه دی. د هغې منونکي او هغه رښت ( قانون یا ايين) منونکي ته اېنکاري یا نه منونکی ( کفري یا خورو کې پټ ) رښت وايي. او هغه وګړي څې وایي موږ د دې بڼه رښت لرونکي یا د لاډميکالي رښت ( ايين) منونکي یو، موږ ايين منو، موږ ايين نه خراب وو، موږ د ایين مخکې نه ودرېږي، موږ شر خوونکي نه یو، دا زموږ ايين دی، د دې ايين له پاره موږ ډېرې ویني ور کوو، ډېري وینې توی وو، نورو هېوادونو کې پرې اسلام ساتو. داسې سګنال لرونکې خبرې کونکي وګړي له ښاغلي ( حضرت ) فرعون، ښاغلي ( حضرت ) ښه داد (شداد)، ښاغلي ( حضرت ) امان (حامان) او ابوجهل اجي (حاجي)، د کوریشو جاسوسانو او عبدالله د اوبی زوی او سلول مسي صیب (صاحب) څخه ځلګر (ظالمان او سخت زړي ) وګړي دي. دې ډول وګړو ته به الله ډېره درنه او کلکه زورنه ورکوي. که بر ( الله ج) پېژني الته به ور سره حساب و کړي. په کلک اور کې به یې و سوزوي، په دونیا کې به یې په کلک ( سخت یا د سپي) په عمر مردار کړي. دا داسې سخت زړي و ګړي دي څې لکه د غلو په ډول یې مشران هم پټ وي، نه یې څوک ویني!!؛ نه چاته ځان ښکاره کوي!!؟ او نه یې څوک ويني!!؟؛ ډېری مسلمانان وژني، په هغه سیمه کې څې ازان کېږي، هغه سیمه کې څې مسلمانان وي، دوی یې پټو اوړېدونکو چلونو، او نومونو وژني او له منځه وړي. له زرو کلونو وړاندې څې هغوی وګړو د بر رښت منلی وي، د بر رښت ته یې غاړه اېخښې وي، د بر رښت باندې پرېکړې کوي او مني. دوی ته د خپل پټ نه منونکي رښت باندې هېڅ پېر کې او نه په روان پېر اوس او نه په راتلونکي پېر ( وخت) کې مسلمانان و ګڼل شي.
یوازې تاسو دې ډول وګړو او خبرو او څېرې ته په دريځونو ( ممبرونو)، ناستو، جرګو، غونډو، اېندارو ( ښيښو، تلویزنونو)، نندارتونو، رالېږل شويو او خپاره شوه غږېزو ویاناوو ( پیغامونو) کې ښه پام و کوئ، دا ډول خبرو بوی، سګنالونه په کې شتون لري.او ستاسو تر غوږونو کېږي. دا بڼه سګنالونه یې له خبرو راوځي، د ټولو خبرو په پای کې او د ټولو خبرو پایلې پایله به یې همدا درې څلور سګنالونه وي.
د بر رښت له پیل پېر څخه او هغه څې پایني استازي په بشپړ ډول سره بشپړ و ګړو ته را وړی دی، او هغه د جنت کلي ده. یوه موښه، یوه منځپانګه او سکالو لري. څې بر یوه دی، پر دې پېنۍ د بر رښت چلېږي. یوازې او یوازې به د بر رښت د منلو وي، ځکه بر ( الله ج) یوه دی، له ټولو نه پیلنی ( اول یا لومړی) دی او له ټولو نه پاینی ( اخري) دی؛ نه ترې وړاندې څه څېز شتون درلود او نه به ترې ورسته څوک یا څه شتون و لري.
د دې له پاره، د ابوزر غفاري رض د پوښتنې په ځواب کې رسوال الله ص و ويل ٬٬ څې د ټولو کښلې ( لیکي یا کېتابونه یا کتابونه) سره ورته دي.،، [ یانې هغه څې بر د وګړو له پاره رښت ټاکلي او رالېږلي وو، هغه د منځنۍ سکالو یا مسلو یا منځپانګې له مخې ټول ورته رښت ( قانون)، ښکاروندو (سټنډرډونو) کوډونو ( شفرونو یا نورمونو) او واګي (دود، مقرراتو، امر چلولو ) یوه دي. څې الله هغه څښتن دی، څې یوه دی، یوازې هغه ته غلامي موږ پيداکونکې یې کوو، هغه رښتنی مالک دی، چغلخوري نه کول، د بل نه رټل، په بل ځل نه کول، په بل لویي نه کول، باور ( امانت) نه تریتم کول، دروغ نه ویل، درنښت نه کول او داسې نور دي څې الله خپلو استازو ته د رښت له پاره لېږلي دي او په خپلو منځونو کې نوموړي رښت پلی کړئ. دا به د روغې، سوکالۍ بډاینې، رمټیا، بریا او اتلولۍ ټغر په پینۍ خور وي. ]
بيبلو ګراپي Bibliography د هغو ليكونو لېست چې په يوه سکالو يا بوږونکي او کښونکي پورې اړه و لري.
۱. القران الکریم. ( ۲۰۰۳ م کال)، د الله ج کتاب، یا کتاب الله، زما قران چې وایم یې ( بعون الله وحمده تمرطبع هذا المصحف الشریف فی مجمع الملک فهد لطباعة المصحف الشریف بالمدینة المنورة باءشراف وزارة الحج والاوقاف المملکة العربیة السعودیة عام ۱۴۰۶ق ، مجمع الملک فهد لطباعة المصحف الشریف المراقبة البائیة رقم ۱۰۹۰۱، ج - ۳۰۰۴-۰۱۷ )، (قران کریم، ۸ ونډه، برخه یا سیپاره، ۷ څپرکی یا الاعراف سورت ،۲۳ بند یا مسره یا ایت، چوپړی ۱۳۸).
۲. صفي الله فردوس. ماسټر. اېنجینېر. (۲۰۰۷ زېږدی)، د لوی الله د استازو لارښود، زما د څېړنو ټولګه، د کړنې ( کار) لاندې کښلو ( لیکو یا کېتابونو ) لېست څخه ۳۰ ليکی دی. له چاپ څخه روغ تېر شوی نه دی.