عفریت ناول لیکوال خواجه زی

خواجه زی لیکوال
خواجه زی لیکوال
Author
1 min read
989
عفریت ناول لیکوال خواجه زی

ځینو ملګرو ویل چې د «ابلیس» ناول خو ډېرو کسانو لوستی، نو له چاپ وروسته به دومره خلک یې وانه خلي. ما ورته وویل: زه کیسه له سره لیکم.

د «ابلیس» ناول مې د ۲۰۲۴ د جوزا په ۲۷مه لیکل پیل کړی و، او اوس د ۲۰۲۶ د اسد ۱۲مه ده؛ یعنې دوه کاله او ۱۶ ورځې تېرې شوې دي. هغه وخت زما پښتو لیکنه ډېره کمزورې وه. تاسو که د «ابلیس» لومړی پړاو راوباسئ، اصلاً د کیسې په سر او بر نه پوهېږئ، او دا زما ګناه نه وه. ما خپل ټول تحصیلات په فارسي ژبه کې کړي دي. هغه وخت اصلاً نه پوهېدم چې پښتو پنځه یاګانې لري او هره یوه یې خپل ځانګړی مفهوم لري.

کیسه مې په ذهن کې وه، خو د لیکلو طریقه مې نه وه زده. ډېری صحنې مې هم په بېړه لیکلې، ځکه هماغه دقیقه به مې نشرولې. کله به مې په یوه ورځ درې برخې لیکلې او خپرولې، کله هم څلور. نه مې د املا د سمون حوصله لرله او نه مې صحنې دویم ځل کتلې. هر څه چې ذهن ته به راغلل، هماغه به مې لیکل، حال دا چې هر ناول باید له لیکلو وروسته څو څو ځله ولوستل شي او څو ځله هم اصلاح او سمون ورباندې وشي.

اوس، د دوه کالو او ۱۶ ورځو وروسته، غواړم دا ناول له سره ولیکم. یوازې املايي او ژبني اصلاحات نه، بلکې ټوله کیسه به له سره ولیکم؛ څنګه چې اوس مې په ذهن کې منظمه شوې ده، خط په خط او کرښه په کرښه.

بله جالبه خبره دا ده چې د دې ناول لومړنی نوم «یا بدوح» و. هغه ملګري چې له لومړۍ برخې راهیسې راسره په ټلګرام کې دې، په دې خبره خبر دي. ما د دې نوم لپاره یوه ځانګړې معما هم په ذهن کې ساتلې وه، خو وروسته زموږ په ګروپ کې یوه مولوي صاحب وویل چې «بدوح» د شیطان نوم دی، او که څوک یې یاد کړي، شیطان راغواړي او ګناه لري، حال دا چې ما تحقیق کړی و.

د «یا بدوح» نوم ډېر عجیب دی، او ځکه چې داستان مې هم له عجیب او معمايي اړخ څخه پیلېده، نو دا نوم مې ورته وټاکه. په ځینو پخوانیو عرفاني او جادويي لیکنو کې راغلی. ځینې کسان یې د اسم اعظم یا د یوه روحاني نوم په توګه یادوي. د دې نوم د ریښې په اړه څو نظرونه شته: ځینې یې د یهودي، عبري یا قبالایي دودونو سره تړلي ګڼي، ځکه په ځینو پخوانیو یهودي او صوفي متونو کې ورته حروف لیدل شوي. ځینې یې د عربي حروفو له حسابونو (ابجد) او طلسماتو سره تړاو ورکوي.

هغه ادعا چې «بدوح د شیطان نوم دی» هم کومه قوي تاریخي یا ديني سرچینه نه لري. دا خبره ډېره د خلکو په منځ کې مشهوره شوې، خو د شیطان له ثابتو نومونو څخه «بدوح» نه دی. خلاصه دا چې دا یو معمايي عبري نوم دی چې په جادويي او طلسماتي باورونو کې یې یادونه شوې ده.

نو ځکه ما د ناول لپاره وټاکه. زما د ناول کیسه هم په همدې عجیب او غریبو موضوعاتو پیلېدله، خو د هغه ورور د نظر ورکولو وروسته پوه شوم چې زموږ په ټولنه کې خلک کله ناکله پر داسې موضوعاتو ژر احساساتي کېږي او خبره تر کفره هم رسوي، نو له همدې امله له دې نومه تېر شوم. زما په ناولونو کې نوم د ټولې کیسې بنسټیزه برخه وي. کله چې نوم بدل شو، کیسه هم رانه ګډه وډه شوه.

وروسته مې فکر وکړ چې نوم یې «ابالیس» کېږدم، چې د «ابلیس» جمع او د شیطانانو په معنا دی، خو دا نوم خلکو ته دروند او نااشنا ښکاره شو. بیا یوه ملګري وویل: «هماغه ابلیس یې کړه.» ما هم همدا نوم غوره کړ.

خو اوس چې د چاپ لپاره ناول له سره لیکم، اراده مې ده نوم یې هم بدل کړم. لکه څنګه چې کیسه نوې کېږي، نوم به هم نوی وي، څو په بشپړ ډول یو نوی کیفیت ولري. دا به زما لومړنی چاپي ناول وي، او غواړم خپله ټوله تجربه، د ۲۲ لیکل شویو او ژباړل شویو ناولونو مهارت، پکې وکاروم.

نو دا فکر مه کوئ چې دا خو هماغه پخوانی «ابلیس» ناول دی. نه، دا یوازې د هغه ناول له انځور او بنسټ څخه الهام اخلي، خو په حقیقت کې یو بشپړ نوی ناول به وي، په نوي نوم د «عفریت»

البته د چاپ مخکې به تاسو ته څو برخې نشر کړم، ترڅو پوه شئ چې ناول څنګه دی.

او هو، کله چې لومړۍ برخه بدله کړم، نو په اتومات ډول د «ابلیس» ټول څلور پړاوونه بدلېږي؛ ځکه دلته به پېښې بدلېږي، کیسه به بدلېږي، او کله چې دلته بدلون راشي، نو په پاتې درې پړاوونو کې هم کیسه به هغسې مخ ته لاړه نه شي، څنګه چې مخکې مې نشر کړې وه.

نو خلاصه دا چې کومه لیکنه چې تاسو د «ابلیس» ناول په اړه لیدلې وه، هغه ټول یوه تمریني لیکنه وه؛ اصلي هدف یې دا و چې د چاپ لپاره ناول تیار کړم.

او اوس موږ اماده یو چې د «عفریت» ناول د چاپ ډګر ته راوړو او د پښتو ادبیاتو هغه تشه چې کلونه کېږي په تخیلي او ډارونکي ژانر کې نه ده ډکه شوې، ډکه کړو.

نو د ملتیا په هیله مو، ګلانو.

د ابلیس ناول اصل نسخه او لیکنه د عفریت په نوم نشر کیږی دا یو تمرینی ناول و چې آنلاین نشر شو تر څو چاپی نسخه ملګروی واخلې

#عفریت_ناول#لیکوال_خواجه_زی@highlightخواجه زی لیکوال

3 Comments

Sign in to leave a comment.

Sohail Khan
Sohail Khan 1 month ago

دا ناول به له خیره کله نشر کړی

Nasir Afghan
Nasir Afghan 1 month ago

داغه عفریت ناول څه وخت نشره وی

Shamshad Zaheer
Shamshad Zaheer 2 months ago

Der kha

Related Articles

3 articles
څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟
Pashto
Apr 27, 2021
5,174 views

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ.   مینه تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ...

Written by Riaz Muqamzai Read more
سقراط لا ډېر وپېژنئ!
Pashto
Feb 10, 2021
5,191 views

سقراط لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی پوهېږم چې تاسو به هم په ډېرو ځايونو کې د "سقراط" نوم اورېدلی وي. زموږ او ستاسو په ټولنه کې چې څوک ډېر هوښيار وي، وايو "فلانی خو ولا سم سقراط دی!". خو آیا تر اوسه پوهېدئ چې سقراط څوک دی؟ موږ هڅه کړې ده، چې تاسو ته په دې لیکنه کې...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه
Pashto
Jul 08, 2021
7,811 views

د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی    خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,431 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article