لنډه کیسه

k6wfw8gshv
k6wfw8gshv
Author
1 min read
339
لنډه کیسه

له څېرې څخه یې ښکارېده چې ډېره ځوانه نه ده، هر وخت به زموږ کور ته راتله او په راتګ سره به یې له ماشومانو سره لوبې پیل کړې، ماشومانو ته یې له حده زیاته مینه هم ورکوله، هر وخت به یې د ماشومانو په اړه خبرې کولې که څه هم دا کار دومره عجیبه نه و، بیا یې هم زما په زړه کې سل پوښتنې پیدا کولې زیاتره وخت به مې د هغو پوښتنو ځوابونه خپله موندل هو هېڅ یو به یې دقیق نه و، کره ځواب یوازې له دې مېرمنې سره و، یوه ورځ چې راغله نو ما ترې وپوښتل چې ولې زموږ له ماشومانو سره دومره مینه او لوبې کوي؟ د هغې سترګې له اوښکو څخه ډکې شوې، د ځواب راکول یې غوښتل، مګر الفاظ یې هېڅ نه جوړېدل، بیا بیا یې هڅه وکړه او داسې جواب یې راکړ: ډېر کلونه مخکې مې واده کړی دی، ډېرو ډاکټرانو، پیرانو او زیارتونو ته تللي یو، مګر تر اوسه مي لا لمن نه ده زرغونه شوي ( اولاد ندي پیدا شوي)، د نورو ماشومانو سره ځکه مینه کوم چې خپله د مینې کولو لپاره ماشوم نه لرم، نورو ماشومانو سره ځکه لوبې کوم چې زه د لوبو کولو لپاره څوک نه لرم، په همدې خبرو کې سلګو واخیسته، یوه عجیبه خاموشي واکمنه شوه، یوازې د هغې مېرمنې د سلګو غږ اورېدل کېده، زه هم چې له خپلې پوښتنې څخه پښېمانه وم، له خپل ځای څخه پاڅېدم، اوس چې هر ځل هغه ښځه یا هغه خبرې رایادوم نو دا ټپه ورسره ضرور رایادیږي چې:

ماته پردي بچي راټول کړي

زه پرې د خپلو بچو مینه ماتومه

4 Comments

Sign in to leave a comment.

Sajedullah Hayati
Sajedullah Hayati 3 weeks ago

😍😍

Naeem Afridi
Naeem Afridi 3 weeks ago

❤️❤️

Atiqullah Bashir zoi
Atiqullah Bashir zoi 4 weeks ago

ډیر ښه ده یاره. ☺☺

k6wfw8gshv
k6wfw8gshv 1 month ago

ډیر ښه!!!

Related Articles

3 articles
بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه
Pashto
Jun 02, 2023
1,632 views

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې  د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ! ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ. ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی. ولسمشر غني د نړۍ...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟
Pashto
Oct 26, 2021
3,229 views

په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي...

Written by Riaz Muqamzai Read more
په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه
Pashto
Nov 20, 2020
3,899 views

په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي. د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article