سړی په ورخطایې او ويره وپوښتل:و...ولی...م...مي وژنې؟
د توپانچي اوسپنیزې يخې میلۍ يې تندې ته نور هم زور ورکړ، نارينه دروند غږ يي زړه ولړزاوه: دغه می کار دی، ستا پر سر ماته پیسې راکوي.
د سړي په زخمي او غمجن مخ خولو لارې جوړي کړي:
_د...دا اوس څنګه ک...کار دی ؟یو سم او د مسلمانې کار پیدا که... غوښتل يي چي په نصیحت او د مسلمانۍ په نوم ځان خلاص کړي.
خو د دروند اسويلي غږ يي غوږ ته راغي، د سړي څهره بي روحه او د تندې ګونځې يي نورې هم ژوري شوي: ههه...د خپل کور، کلۍ او ښار څخه يي پسې واخيستم، په دغه بیګانه ولایت کی ډیر په عزتمند کار پسی وګرځیدم، خو هیچا کار نه راکوی!
_خو مړه کول غټه ګناه ده، زما په مړه کولو ته ځان ګنهکاره کوي!
_ منم چی لویه ګناه ده ،خو تر دې ښه دی، چی خپل اولاد او کورنۍ ته شرمنده واوسیږم.
_ خو ته ما نه شی وژ...
ډز ...
سړی ستونی ستغ په ځمکه ولوید، د هغه ګرمو او تازه وينو ورو ورو لارې جوړولې، لکه عذاب وجدان چي د هډور سړي په مغز او وجدان کي لارې جوړولې.
سړی په افسوس جسد ته يو نظر واچاوه، بیا یې په جدی انداز سره ټوله سیمه تر نظر لاندی تیر کړ.
یوی خواته د سيند مستې او بي پروا څپې، او بلی خواته د سکون څخه ډکه لویه لاره...
سړی ژوره ساه وویسته...، او د خپل هډور صورت او تار تار ږيرې څخه يې د وینو قطری پاکي کړې، او آرام يې له ځان سره وویل :نه مي سو کولاي خو... خو زه مجبور یم، او یوه مجبور ته مه وایه چی غښتلی.