د قران کریم د سورت البقرې د یو مبارک ایت شریف مفهوم دی چې الله تعالی پیغمبر اکرام صلی الله علیه وسلم ته فرمايي چې هغه کسان چې هغوی کافران شوي دي برابره ده که ته دوی وویروې یا نه دوی ایمان نه راوړي۱.
هغه وخت چې ما د دغه ایت شریف معنا ولوستله نو د پښتو ژبې د نوموتی اومشهور صوفي شاعر عبدالرحمن بابا هغه بیت را یاد شو چې وايي:
نصیحت په جاهلانو اثر نه کړي
د سړې اوسپنې هسې ټکول دي
د یو مفهوم د اثر او اغیز لپاره الله تعالی شرایط ایښي دي. که غواړو اوسپنې ته یو ځانګړی شکل ورکړو لومړۍ باید اوسپنه ګرمه او له هغې وروسته وټکول شي تر څو د غوښتنې وړ شکل لاسته راوړي.
الله تعالی چې چا ته د سمې لارې هدایت نه وي کړی حتی د پیغمبر اکرام صلی الله علیه واله وسلم په هڅو یې هم ایمان رانه وړ. ابوجهل ، ابوطالب او داسې نور مشرکین یې غوره مثالونه دي چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ډیرې هڅې وکړې تر څو دوی ایمان راوړي مګر دا چې هغوی ازلي بدبخته او هدایت نه مندونکي و بې له ایمانه له دنیا لاړل.
دا را یاد وي چې د انسانانو مسوولیت په تر ټولو بهترینې لارې حلک سمې لارې ته رابلل دي تر هغې ور اخوا نور د الله تعالی خوښه ده چې یاد کس یې هدایت مندونکی یا ازلي بې لارې لیکلی دی.
اسمعیل معصوم
شمل خوست
جنوري ۲، ۲۰۲۶
1. ان الذین کفروا سواء علیهم ءانذرتهم ام لم تنذرهم لایومنون. سورت البقره ۶ ایت